Close

نوې ټيکنالوژي او لوڅ افغانستان

 

يو فرضي سيناريو


« د افغانستان يو ګاونډي هيواد ته هغه کمپيوتري معلومات په لاس ورغلي چي د افغان دولتي ادارو تر څنګ د خصوصي سکتور څخه د تيرو کلونو په اږدو کي په منظمه توګه غلا سوي ول. پدغو افغان دولتي ادارو کي د دفاع د وزارت او د کورنيو چارو د وزارت حساسه شعبې او په خصوصي سکتور کي د نورو برخو تر څنګ بانکونه هم شامله دي، چي د کمپيوترونو څخه يې دغه په مليونونو ډاټا واحدونه ګاونډي هيواد ته په لاس ورغلي دي. پدغو معلوماتو کي د افغان دولتي مامورينو د نومونو او ادرسونو تر څنګ د مليونونو عامو افغانانو محرم معلومات هم شامله دي. د ګاونډي هيواد استخباراتو د يادو په لاس ورغلو معلوماتو او کوډونو په مرسته د افغانستان دولتي کمپيوټرونو ته لاره موندلې او پکښي د کلونو په اوږدو کي يې لاسوهنې کړي دي. دا لا نده څرګنده چي دغه لاسوهنې د کوم کال راهيسي پېل سوي او په کومه کچه تر سره سوي دي. خو اټکل کيږي چي په زرګونو بهرنيو اتباعو ته د تيرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان تذکرې او پاسپورټونه ورکول سوي او له همدې لاري بهرني اتباعو ته په حساسه افغانو ادارو کي کارونه ورکول سوي دي. دا چي د دغه معلوماتي ناورين وجه د افغان دولتي ادارو د کمپيوتري امنيت ضعف او که د کمپيوتر آپرېټر چارواکو غداري ده، لا نده څرګنده او ښايي هيڅکله څرګنده هم نسي. د دغې پيښي وروسته افغانستان ته په نړۍ والو رسنيو کي د لوڅ افغانستان خطاب سوی دی.»

فکر وکړئ که دغه فرضي سيناريو يا حالت حقيقت سي نو به د افغانستان د سولې او جګړې او حتی بقا لپاره څه ډول پايلي ولري؟

د اتباعو شخصي او خصوصي معلومات
په نړۍ کي د زياتو هيوادونو په قوانينو کي د اتباعو د شخصي او محرمو معلوماتو د امنيت او حرمت په هکله بېل بېل قوانين موجوده دي. د دغو قوانينو او اصولو مقصد د دغو معلوماتو انسجام، امنيت او د بربنډېدلو او يا هم نورو هيوادونو يا اشخاصو په لاس کي لوېدلو څخه مخنيوی وي. د بېلګي په توګه د شخصي معلوماتو لپاره د المان هيواد ځانګړي قوانين الماني استخباراتي ادارو ته اجازه او آسانتيا نه ورکوي چي د الماني پوليسو و کمپيوترونو ته لاسرسی ولري. په دې ډول يو شمېر نور قوانين او قواعد په پرمختللو هيوادونو کي نافذ دي چي مقصد يې د اتباعو د خصوصي معلوماتو خوندي ساتل دي. په المان کي د دغه موخي لپاره د بېلګي په توګه يوه ځانګړې فډرالي اداره کار کوي تر څو د خصوصي معلوماتو ساتنه يقني کړي.

خصوصي معلومات څه شی دی؟
خصوصي معلومات د بېلګي په توګه هغه کېدلای سي چي په يوه تذکره کي درج وي او يا هم دا چي يو څوک کومه ناروغي لري (د روغتونونو کمپيوټرونه)، کومي زدکړي يې چيري کړي (د پوهنتون او کارځايونو کمپيوټرونه)، د چا چا سره خپلوي او د چا چا سره ملګري لري او د ګوتو نخښي يې څنګه دي (داخله چارو کمپيوترونه). يا دا چي واده يې کړی که نه، څو اولادونه لري، د ژوند د ملګري او اولادو نومونه يې څه دوي، څومره او چيري جايداد لري...او داسي نور.

په ټوليزه توګه د يو هيواد په کچه دغه ډېر مهم وي چي د اتباعو شخصي او د پيژندنې سره تړلي معلومات د غېر مسؤلو کسانو څخه خوندي وي او دا چي بايد سخته ساتنه يې وسي. که دغه معلومات خوندي ونه ساتل سي او د بېلګي په توګه د يو بل هيواد د استخباراتو په لاس کي ولويږي، نو ورڅخه د دغه بربنډ سوي هيواد لپاره دومره لوی تاوان رامنځ ته کېدلای سي چي بيا يې مخه ګرځول يا تلافي ناممکن کار دی.

غونډول يې آسان، خونديتوب يې مشکل
افغانستان چي د درو لسيزو راهيسي په جګړه کي قرار لري، اوس د جګړې يوه داسي پړاو او زمانې ته داخل سوی دی چي پکښي نوې ټيکنالوژي ډېره مهمه ده. د بېلګي په توګه په افغانستان کي په جګړه بوختو لوېديځو ځواکونو د افغانستان د سلګونو زرو عامو خلکو د سترګو انځورونه (بيومېتريکي معلومات) اخيستي چي په مټ يې هر وخت او هر چيري چي وغواړي د دغو افغانانو هويت او نور معلومات په څو ثانيو کي کتلای او تثبيتولای سي. دا چي دغه معلومات چيري ثبتيږي او تر کوم وخت پوري به ثبت وي، څه ډول کار ورڅخه اخيستل کيږي، د چا لخوا په کار اچول کيږي او د کومو اصولو له مخي ورڅخه کار اخيستل کيږي، په هکله يې بهرني عسکر د افغانانو په وړاندي هيڅ مکلفيتونه نه لري او نه هم کوم مکلفيتونه په غاړه اخلي. که د خصوصي معلوماتو د اصولو په عينکه کي دغه وضعې ته وګورو نو د افغانانو زياته برخه اوس لا و بهرنيو عسکرو ته لوڅه او بربنډه ده. د دې امکان هم نسي ردېدلای چي دغه معلومات د بهرنيو عسکرو تر منځ د يو کس په مټ نورو هيوادونو ته په پټه په اختيار کي ورکول سي. دا چي داسي څه ممکنه دي، د ويکي ليکس رسوايي يې يوه بېلګه ده. ويکي ليکس د امريکا په لسګونو زره محرم اسناد د انټرنټ پر مخ بربنډ او په دې توګه يې ثابته کړه چي د کمپيوتري معلوماتو د پټ ساتلو سل فيصده ضمانت نسته.

يوه بله بېلګه
سويس د نړۍ په هغو هيوادونو کي شمېرل کيږي چيري چي د ځانګړو قوانينو د شتون له کبله د نړۍ تر ټولو زياته سرمايه په بانکونو کي ځېرمه ده. د بېلابيلو هيوادونو څخه زورواکان، شرکتونه، تجاران، قاچاق وړونکي، اختلاسګر او د ماليې څخه پيسې پټوونکي د نوموړي هيواد په بانکونو کي خپلي پيسې ځېرمه کوي. هغه لدې کبله چي د دغه هيواد بانکونه د حساب لرونکو په هکله معلومات په خورا زيات مهارت او ژمنتيا سره پټ ساتي. که څه هم چي دغه بانکونه هم د نړۍ تر ټولو زياته سرمايه، د خپل دولت ملاتړ، اوږده تجربه او هم هر ډول تخنيک ته لاسرسی لري، خو بيا هم په تيرو وختونو کي ورڅخه په زرګونو محرم بانکي معلومات غلا سوي دي. د بېلګي په توګه په څو ځله د المان ايالتي مالي چارواکو د نامعلومو کسانو (د اټکلونو له مخي د سويسي بانکونو کارکوونکو) څخه داسي کمپيوټري سي ډياني رانيولي دي، چي پکښي د لسګونو زرو هغو الماني وګړو نومان او د بانکي حسابونو معلومات ثبت ول، چي د ماليو له وېري يې خپلي پيسې د سويس په بانکونو کي پټي کړي وې.

نو چي د سويس هيواد په خپل ټول اقتصادي او مسلکي توان برسېره مهم معلومات په بشپړه توګه خوندي نسي ساتلای، د امریکا متحده ايالتونه د ويکي ليکس څخه خپل اسناد نسي خوندي کولای، افغانستان چي ډېر کم اقتصادي او ډېر لږ مسلکي توان لري څنګه ورته د خپلو اتباعو په هکله د راټولو سوو معلوماتو خوندي ساتل ممکنه دي؟

زيات کمپيوټر = زيات ګواښ؟
په افغان دولتي ادارو کي د کمپيوټرونو د استعمال د زياتېدلو سره د محرمو معلوماتو امنيتي ګواښونه هم زيات سوي دي. معلومه خبره ده چي په اوسني پېر کي د کمپيوټر څخه کار اخيستنه يوه ډېره لويه اړتيا ده او بېله نوي ټيکنالوژۍ د دولتي ادارو کارونه تر سره کول حتی ناممکنه برېښي. خو څوک چي د دغه آسانتيا څخه ګټه پورته کوي هغه بايد د دغو راټولو سوؤ معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره هم وړتيا او هم ژمنتيا ولري. که نه نو دغه «لوی رحمت» ډېر ژر پو يو «لوی زحمت» او هغه فرضي حالت چي تر مخه يې يادونه وسوه په حقيقت بدلېدلای سي.

ښايي په افغانستان کي د دولتي کمپيوتري سيسټمونو جوړونکي خصوصي شرکتونه او افغان چارواکي ياد سوي ټوله ګواښونه بې بنياده وبولي او د دغې موضوع څېړل په «ناحقه او بې بنياده وېره اچونه» تعبير کړي. دوی ښايي ادعا وکړي چي هر څه خوندي او د نړۍ وال معيار سره برابر دي. خو که حقيقت مطرح وي نو د اوسني افغان دولتي ادارو او چارواکو مسلکي او اخلاقي حالت وېرؤنکی دی او له همدې کبله ياد سوی فرضي حالت د امکان څخه وتلی نه دی.
که دا فرض هم کړو چي اړونده افغانې ادارې، چارواکي او ښکېل خصوصي شرکتونه وړ، مسلکي او د اختلاس څخه پاک دي، خو په دې ډګر کي د افغانستان د تجربې د نه درلودلو پر حقيقت سترګي نسو پټولای. په زياته بيا د افغانستان د کمپيوټري تذکرو پروژه د يادو ټولو دلايلو پر اساس يو ډېر مهم او د ګواښونو سره تړلی پروګرام دی.

د حل ممکنه لاره
پکار ده چي د تذکرو د پروژې تر څنګ په ټولو افغانو دولتي ادارو کي په لويه کچه د معلوماتو د راغونډولو څخه تر مخه لا د هغوی د امنيت او خونديتوب په اړه ټوله اندېښنې او ګواښونه په پام کي ونيول سي، ځانګړي قوانين او تګلاره جوړه او تطبيق يې يقيني سي. تر کوم وخته چي ياد امکانات برابريږي بايد په امتحاني ډول کمپيوتري سيسټمونه جوړ او و ازمويل سي خو په پراخه کچه د ډيجيټل معلوماتو د راغونډلو څخه صرف نظر وسي او د پخوا په څېر پر کاغذي اسنادو، آرشيفونو او معلوماتو بسيا وسي. په دې ډول به کله چي حالات مسايد سول له يوه اړخه اړين کمپيوټري سيسټمونه موجوده وي او له بل اړخه به د يو لوی معلوماتي ناورين د رامنځ ته کېدو قمار هم نه وي وهل سوی.

احمدولي اڅکزی

 

منبع: خبريال ټکی کام

 د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...