Close

د قانون مخ ته (لنډ نکل)


 د قانون مخ ته يو دروازه وان ولاړ دی. د کلي څخه يو سړی دغه دروازه وان ته راځي او قانون ته د داخيلېدو هيله ورڅخه کوي. خو دروازه وان ورته وايي چي و قانون ته د دخولي اجازه نه سي ورکولای. سړی څه فکر کوي او بیا پوښتنه کوي چي ايا وروسته کولای سي چي قانون ته داخل سي. دروازه وان ورته وايي «هو دا ممکنه ده» خو زیاتوي چي «اوس نه». دا چي د قانون دروازه د همېشه په څېر خلاصه ولاړه وي او دروازه وان يې اړخ ته دريږي، نو سړی ځان پر ملا کږوي چي د قانون دننه وګوري. کله چي دروازه وان دا ويني نو خاندي او وايي: «که تا ځان ته داسي ورکشوي نو کوښښ وکړه چي زما د ممانعت باوجوده دننه ورسې. خو په یاد ولره: د هغه باوجوده چي زه تر ټولو ادنی دروازه وان يم، زه زښت زيات قوي يم. د هر بل سالون څخه تر بل پوري یو يو دروازه وان ولاړ دی او هر يو تر هغه بل زيات قوي دی. حتی زه لا و درېيم دروازه وان ته کتل نور نه سم زغملای.» د کلي سړي داسي مشکلات نه ول اټکل کړي؛ هغه فکر کوي چي د قانون په هکله خو ويل کيږي چي هر څوک هر وخت ورته لاس رسی لرلای سی. خو کله چي هغه دروازه وان، د پوست څخه جوړ سوي د هغه بالاپوښ، د هغه لويي او تېرې پوزي او اوږدې نرۍ توري تاتاري ږيري ته په ځيرتيا وګوري نو فيصله کوي چي ښه به وي چي تر څو چي يې د ننوتلو اجازه نه وي تر لاسه کړې، انتظار وکړي. دروازه وان هغه ته د ناستي له پاره يوه چوکۍ ورکوي او د دروازې په مخ کي يې و يو اړخ ته کښېنوي. هغه هلته په ورځو او کلونو ناست وي. هغه ډېر کوښښونه کوي چي د ننوتلو اجازه ورکول سي او په خپلو زاريو دروازه وان ستړی کوي. دروازه وان زياتره وختونه د هغه څخه واړه تحقيقات او پوښتني کوي، د هغه د ټاټوبي او نورو شيانو په هکله. خو دغه غېرمشارکتي داسي پوښتني وي لکه لوی آمران چي يې کوي او په آخره کي هميشه سړي ته په تکراري توګه وايي چي نه سي کولای چي هغه ته د داخيلېدو اجازه ورکړي. سړی چي د خپل سفر له پاره يې ځان په ښه توګه مجهز کړی دی، هر څه په کار اچوي، که هر څومره قيمتي هم وي، چي دروازه وان ته رشوت ورکړي. دروازه وان ټول دغه شيان قبلوي خو هميشه ورسره وايي: «زه دغه صرف د دې له پاره اخلم، چي تا ته  ارمان ونه دريږي.» سړی د دغو کلونو په جريان کي تقريبا بېله وقفې دروازه وان څاري. هغه نور دروازه وانان هېروي او دغه لومړی دروازه وان ورته و قانون ته د داخيلېدو په لار کي تر ټولو لوی خنډ معلوميږي. هغه په لومړيو کلونو کي په بې لحاظۍ سره او په ښکاره او لوړ ږغ د دغه بدقسمته تصادف په اړه رد و بد وايي، خو کله چي زوړ سي نو صرف د ځان سره بڼآری کوي. د هغه طبيعت د ماشوم په څېر کيږي او هغه د دروازه وان په بالاپوښ کي د هغو شپږو څخه چي د دروازه وان د څو کالو د څارنې په جريان کي يې ليدلي وې، هيله کوي چي د دروازه وان د نظر په بدلولو کي ورسره مرسته وکړي. بلآخره د هغه ليدواک کمزوره کيږي او هغه نه پوهيږي چي ايا د هغه شاوخوا ړنا کمه سوې او که د هغه سترګي هغه ته بازي ورکوي. خو هغه اوس په تاریکه کي داسي ځلا ويني چي بېله وقفې د قانون له دروازې راوځي. هغه نور زيات ژوندی نه پاته کيږي. د هغه د مرګ څخه تر مخه د هغه په سر کي د ټول وخت تجربې په يو داسي سوال بدليږي چي هغه هيڅکله د دروازه وان څخه نه ؤ کړی. د سړي بدن داسي سختيږي چي نور نه سي کښېنستلای او و دروازه وان ته اشاره کوي. دروازه وان ورته په داسي حال کي راټيټيږي چي د وخت په جريان کي د دوی قدونو فرق د سړي په حق کي زيات سوی دی. دروازه وان ورڅخه پوښتنه کوي «ته نور لا په څه شي ځان خبرول غواړې؟ ته خو نه مړېدونکی يې.» سړی ورته وايي «ټول و قانون ته د رسېدو غوښتونکي وي. خو په دا ټولو کلونو کي زما علاوه ولي بل هيڅ چا د داخلې غوښتنه ونه کړه؟» دروازه وان په دې پوهيږي چي نور د سړي آخر رارسېدلی دی او و کاڼه کېدو ته نژدې د هغه و غوږو ته د خپل ږغ رسولو په مقصد په ډېر لوړ او چيغو ته نژدې ږغ وايي: «دلته بل هيڅ څوک نه سوای داخيلېدلای، ولي چي دغه دخول صرف ستا له پاره جوړ سوی ؤ. زه اوس ځم او هغه تړم.»

نثر: vor dem gesetz

ليکوال: فرانڅ کافکا، ۱۹۱۵

پښتو ژباړه: احمدولي اڅکزی، د اکتوبر ۱۷مه نېټه ۲۰۱۵

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د بشپړه لينک سره د منبع يادونه حتمي ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نوري ورته ليکنې:
«زما بريدګر زوی ته عفوه وکړئ»
واده د عنقريبي او غلوچ ( د ع و غ نکل)

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...