Close

اېټالوي پښتو قاموس آنلاين سو - 21000 لغتونه

 

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي د اېټالوي پښتو يو داسي قاموس آنلاين کړ چي پکښي تر ۲۱۰۰۰ څخه زيات اېټالوي لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي. که څه چي قاموسونه ټکی کام څو کاله مخکي هم يو ورته قاموس آنلاين کړی ؤ، خو د دغه نوي قاموس د لغتونو شمېر د پخواني په پرتله څلور چنده زيات دی.

په داسي حال کي چي له بده مرغه له افغانستان څخه اوس هم و اروپا او په زياته بيا اېټاليا ته د افغانانو تېښته ادامه لري، هيله ده چي دغه آنلاين قاموس به د هغو افغانانو سره مرسته وکړي چي اېټاليې ته تللي دي. که څه چي دغه قاموس هم ازمويښتي بڼه لري خو ژباړي يې بيا هم تر يوې اندازې باوري دي. د هغه باوجوده به ښه وي چي د امکان له مخي د ژباړي د اخذ پر وخت د زيات دقت او يوې بلي منبعې څخه ګټه واخيستل سي.

دغه قاموس د انټرنټ پاڼي تر څنګ د قاموسونه ټکی کام پر موبايل اېپ هم کارول کېدلای سي. هيله ده چي دغه او د قاموسونو د آنلاين کېدو نور اعلانونه په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک په دغه خبر او ورڅخه مستفيد سي.

 

 

نوی اېټالوي پښتو قاموس خپور سو. د نورو معلوماتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا دغه پوست خامخا share کړئ چي لا زیات افغانان په خبر او ورڅخه مستفيد سي.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

 

 

قاموسونه ټکی کام د خدای بخښلي ډاکټرصاحب سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. د دغه قاموس په تړاو د نورو معلوماتو له...

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

 

 

قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:

https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs

_________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:

 نوی پښتو انګريزي قاموس آنلاين سو ـ 27000 پښتو لغتونه
لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.

پر دغه مطلب د تر سره سوو تبصرو ليسټ

  • Ahmad nadir zsdran

    De pashtano lapara de khadmat di

Loading...
Loading...