Close

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ

imagesource: http://bounceomaha.com/wp-content/uploads/2015/05/faq_small.png

  زياتره وخت د دوستانو سوالونه او غوښتني تکراري او زما جوابونه هم تکراري وي. د وخت سپمولو له پاره دغه پوښتني چي په انګريزي کي ورته Frequently Asked Questions ويل کيږي، دلته وړاندي کوم. که تاسو پوښتنه کړې او درته د دغه ليکني لينک درلېږل سوی وي نو په لوی احتمال به په لاندي پوښتنو کي ستاسو پوښتنه هم خامخا جواب سوې وي. اول لاندي پوښتني ولولئ که پوښتنه هغه وي چي ستاسو په زړه ده، بيا يې جواب هم ولولئ.

  

۱ ـ سوال: زه څنګه د قاموسونه پروژې سره مرسته کولای سم؟

جواب: قاموسونه پروژه نه د حکومتي او نه هم د غېرحکومتي منابعو څخه مالي مرستي تر لاسه کوي. دغه پروژه د عامه ګټي يوه شخصي پروژه ده چي ټول کارونه او مصارف يې د يو کس په غاړه دي. دغه پروژه د هيڅ چا څخه مالي مرسته نه غواړي او نه يې قبلوي. که تاسو د دغې پروژې سره مرسته کول غواړئ نو د دغې پروژې په تړاو خپلو نورو دوستانو ته معلومات ورکړئ او کله چي د دغې پروژې نوي خبرتياوي خپريږي نو هغه په ټولنيزو رسنيو کي نشر او share  کړئ چي لا زيات خلک د دغې پاڼي څخه خبر او مستفيد سي.

 

۲ ـ سوال: موږ دغه قاموسونه څنګه تر لاسه کولای سو؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com  ټول قاموسونه صرف آنلاين بڼه لري. يعني دغه پروژه قاموسونه په چاپي ډول يا د کتابونو په ډول نه وړاندي کوي. تاسو کولای سئ چي د www.qamosona.com انټرنټ ادرس له لاري په دغو قاموسونو کي په مفته توګه لټون وکړئ. تاسو د دغې پروژې د موبايل اېپ هم کارولای سئ چي په دريم سوال کي نور معلومات لوستلای سئ. دا چي تاسو په دغه پاڼه کي څنګه لټون کولای سئ، په لاندنۍ ويډيو کي يې وګورئ:

https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs

د يادولو وړ ده چي زموږ پر پاڼه يا اېپ کي صرف د لغتونو معنا لټولای سئ. د جملو يا متن ترجمه لا له بده مرغه تر اوسه نه ده ممکنه. 
هغه قاموسونه چي په نوم کي يې Testversion ليکلی وي، کېدای سي چي د ژباړي او نوري تېروتني ولري. دغه قاموسونه ازمويښتي بڼه لري او په استعمال کي يې احتياط په کار دی.

 

 ۳ ـ سوال: په موبايل کي څنګه دغه قاموسونه کارولای سم؟

جواب: که تاسو د اندرويد موبايل يا بله آله لرئ چي حد اقل ۴،۱ (څلور اعشاريه يو) د اندرويد سيسټم او انټرنټ ته لاس رسی لري نو زموږ ځانګړی اېپ کارولای سئ. دغه اېپ تاسو د لاندني لينک په مرسته له ګوګل پلې څخه تر لاسه کولای سئ:

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.qamosona.dict

 که تاسو د اېپل آی فون يا آی پېډ لرئ، نو بيا کولای سئ چي د لاندني لينک په مرسته زموږ ځانګړی اېپ تر لاسه کړئ:

https://itunes.apple.com/WebObjects/MZStore.woa/wa/viewSoftware?id=1065831653&mt=8

 

۴ ـ سوال: په ګوګل سټور  يا اېپل اېپ سټور کي د قاموسونو اېپ څنګه پيدا کړم؟

جواب: اندوريد ـ که تاسو د اندرويد حد اقل څلور اعشاريه يو ورژن او انټرنټ لرئ نو په ګوګل پلې کي په Qamosona Pashto Dictionaries پسي لټون وکړئ او چي پيدا مو کړ انسټال يې کړئ.
اېپل ـ که تاسو د iOS 6 يا تر هغه لا نوی سيسټم لرئ نو د اېپل په اېپ سټور کي په Qamosona.com Pashto Dictionaries پسي تلاښ وکړئ.

 

 ۵ ـ سوال: د وينډوز سيسټم له پاره به کله دغه اېپ جوړ سي؟

جواب: د وينډوز له پاره موږ تر مخه لا یو سافټ وېر جوړ کړی چي تاسو يې په هکله په لاندني لينک کي نور معلومات موندلای سئ او دغه پروګرام ډاونلوډ کولای سئ:
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

۶ ـ سوال: ستاسو اېپ ولي يوازي آنلاين کار کوي؟

جواب: د حقونو د چاپ يا کاپي رايټس موضوع او نور دلايل راته دا اجازه نه راکوي چي موږ آفلاين قاموسونه جوړ کړو. له همدې کبله دغه قاموسونه يوازي هغه څوک کارولای سي چي انټرنټ ته لاس رسی ولري. موږ په نژدې راتلونکي کي هم پلان نه لرو چي آفلاين قاموسونه وړاندي کړو.

 

۷ ـ سوال: تاسو د برېښناليک جواب ولي نه راکوئ؟

جواب: له بده مرغه چي د دغې پروژې ټول کارونه د يو کس په غاړه دي او له همدې کبله هميشه کارونه زيات خو وخت او منابع کم وي. همدا وجه ده چي د برېښناليکونو په جوابولو کي ځنډ رامنځ ته کېدلای سي. بعضي وخت د رالېږل سوو پيغامونو ايميل ادرسونه غلط وي چي زه ورته جواب وليکم هغه بېرته واپس راسي. زه له د فيسبوک پر پاڼه هم د دوستانو د مهربانو ټولو تبصرو جواب نه سم ليکلای ولي چي غواړم دغه وخت هم د قاموسونو په بهتره کولو کي ولګوم.

 

۸ ـ سوال: د قاموسونو ډاټا بېس څنګه تر لاسه کړم؟

جواب: دا چي پر قاموسونه ټکی کام پراته قاموسونه د هغوی د کاپي رايټ يا د چاپ حقونو درلودونکو په اجازه او په زياتو مواردو کي د ليکل سوي قراردادونو پر بنسټ آنلاين کړل سوي دي، موږ اجازه نه لرو چي دغه قاموسونه د بل چا سره شريک کړو. دا بېله توپيره چي هغه کس ورڅخه وېبپاڼه، اېپ جوړول او يا ورڅخه د شخصي استعمال له پاره کار اخيستل غواړي.

 

۹ ـ ايا قاموسونه ټکی کام زما سره زما په پروژه کي مرسته کولای سئ؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام پروژه ډېر زيات وخت او منابعو ته اړتيا لري چي له کبله يې کارونه زياتره وختونه ځنډني وي. په داسو محدودو شرايطو کي پخپله د دغې پروژې د کارونو سرته رسول هميشه وړو وړو معجزو ته اړتيا لري. په داسي يو حالت کي د پروژې څخه دباندي په نورو پروژو کي وخت يا منابع مصرفول زما له پاره ناممکنه کار دی. که څه چي زړه مي غواړي د هر دوست په خدمت کي حاضر واوسم خو د وخت کمښت راته اجازه نه راکوي چي د قاموسونه ټکی کام وخت او منابع واخلم او د بلې پروژې يا دوست له پاره يې وکاروم. هيله ده چي له همدې کبله دوستان راڅخه خوابدي نه سي چي يا خو ورسره مرسته نه سم کولای او يا يې چټک او هميشه د هيلو جواب نه سم ورکولای.
بعضي وخت بعضي دوستان راڅخه هيله کوي چي د هغوی د پروژې له پاره د سپانسرانو په لټون کي ورسره مرسته وکړم. زه پخپله الحمدلله تر اوسه د چا سپانسرشپ ته نه يم اړ سوی او په آينده کي به هم انشالله همدغه کوښښ کوم چي زما ټولي پروژې همداسي بېله د دویم کس يا ټولني د مالي مرستو پر مخ بوزم. له همدې کبله د بل چا سره د سپانسرشپ په موندلو کي هم مرسته نه سم کولای سم.

خو هغه کسان چي قاموس ليکل غواړي یا يې قاموس ليکلی وي او و چاپ ته د دغه قاموس په چمتو کولو کي مرستي ته اړتيا لري او يا هم د پښتو قاموسونو سره تړلې کومه پروژه لري، زه پوره هڅه کوم چي ورسره تر خپله وسه مرسته وکړم.

 

۱۰ ـ سوال: قاموسونه ټکی کام ولي صرف د پښتو قاموسونه آنلاين کوي؟

جواب: زما په فکر علم د پرمختګ او ځان پېژندني لومړی شرط دی. زه د هر ډول جګړې او تاوتريخوالي ضد يم او غواړم چي د خبرو او نه ختمېدونکو بحثونو پر ځای خپل وخت د داسي مقصد له پاره وکاروم چي د خلکو په علمي سطحه لوړېدلو کي عملي مرسته وکړي. ښه او معياري قاموسونه د ژبو تر منځ د مهمو علمي آثارو او په دې توګه د يوې ژبي د ويونکو د علمي سطحي په لوړولو کي زياته مرسته کوي. د نړۍ هره ژبه خوږه او د الله تعالی د ښايستو تخليقاتو څخه يوه ده. خو دا چي زه صرف د پښتو پر قاموسونو کار کوم وجه يې زما محدود وخت، محدود منابع او د نورو ژبو سره زما کمه تجربه ده. زما په فکر په ژبه، قوم او سيمه نه څوک اصيل کيږي او نه هم کم اصل کيږي. ماته ټولي ژبي او ټول اقوام محترم دي.


۱۱ ـ سوال: د ګوګل ټرانسلېټر يا ژباړنې له پروګرام سره تاسو څنګه مرسته کولای سئ؟

 جواب: د ګوګل ژباړن د پښتو له پاره هم پروژه پېل کړې او یوازي په هغه صورت کي په نسبتا چټکه توګه پای ته رسېدلای او په ګوګل کي د پښتو ژباړه بهتره کېدلای سي، چي زيات داؤطلبان ورسره په ژباړه کي کومک وکړي. له همدې کبله به موږ هم هڅه کوو او تاسو هر يو هم کوښښ وکړئ چي که مو اړيني ژبي زده وي، نو د ګوګل سره په ژباړه او اصلاح کي کومک وکړئ.


۱۲ ـ سوال: قاموسونه ټکی کام ولي آفلاين موبايل اېپ نه دی خپور کړی؟

جواب: قاموسونه ټکی کام د اندرويد او اېپل له پاره مفت اېپس يا پروګرامونه لري چي څوک يې په مرسته د قاموسونه ټکی کام ټولو قاموسونو ته آنلاين لاس رسی لري او پکښي لټون کولای سي. دا چي د دغو قاموسونو شمېر تر مخه لا الحمدلله ډېر زيات دی، نو که د هغوی يو آفلان اېپ جوړ کړل سي د هغه حجم به په سلهاؤ ميګابايټه وي او د اکثرو کمزوره انټرنټ او کمي حافظې لرونکو موبايلونو له پاره به يې ډاونلوډ او استعمال ډېر مشکل وي. د دې تر څنګ يو شمېر نور دلايل لکه کاپي رايټس يا د چاپ حقونه او داسي نور هم دا اجازه نه راکوي چي د قاموسونه ټکی کام له پاره آفلاين اېپ جوړ کړو.

۱۳ ـ سوال: ايا قاموسونه ټکی کام يا  احمدولي اڅکزی زما د پاڼي په مشهوره کولو کي راسره مرسته کولای سي؟

جواب: د يوې پاڼي يا شخص له پاره زموږ پر انټرنټ پاڼو، وېبلاګ، فيسبوک يا د ټولنيزو رسنيو پر اکاونټونو د مشهورۍ ته هيڅ زړه نه ښه کوم. هيله ده چي راڅخه دا ډول غوښتنه ونه کړئ. د نورو دلايلو تر څنګ دغه موضوع د يو لوی مسؤليت سره تړلې وي چي زه نه داسي يو مسؤليت په غاړه اخيستلای سم او نه يې د جاج اخيستلو له پاره له بده مرغه وخت لرم. هيله ده زما معذرت ومنئ. 

۱۴ ـ سوال: د قاموسونه ټکی کام په هکله د مهمو معلوماتو لينکونه چيري موندلای سو؟

جواب: د قاموسونه ټکی کام سره تړاو لرونکي هغه تر ټولو مهم لينکونه درته لاندي په يو ځای کاپي کوم:

 د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

 

 _________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:

 نوی پښتو انګريزي قاموس آنلاين سو ـ 27000 پښتو لغتونه
لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.

پر دغه مطلب د تر سره سوو تبصرو ليسټ

  • اتل

    ستاسو له دغه لوى خدمت څخه مننه
    سوال داده چى د dutch ژبى ډيرى لغاتونه نه پيدا کيږى، دا سنګه خبره ده آيا تاسو ټول لغاتونه دلته ندى ژباړلى او که کوم بله ستونزه ده

  • Ahmad Salem Sedeqi

    Very good job done wish all the best

Loading...
Loading...