Close

لومړی لاتيني پښتو قاموس آنلاين سو ـ ۲۷ زره لاتيني لغتونه

Note: This is an online dictionary and cant be downloaded or bought in printed form.

د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د مورنيو ژبو د نړۍ والې ورځي په وياړ یو لاتيني پښتو قاموس آنلاين کړی دی. دا د پښتو ژبي له پاره لومړی لاتيني قاموس دی چي پکښي ۲۷ زره لاتيني لغتونه په پښتو ژباړل سوي دي.

دغه تازه آنلاین سوی لاتيني پښتو قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ. 

د يادولو وړ ده چي د لاتيني پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسه کېدلای. 

د پښتو ژبي د پرمختګ له پاره قاموسونه ډېر مهم دي. ولي چي د دغو په مرسته ژباړه آسانه کيږي او په دې توګه پښتو د نورو ژبو سره په تماس کي پاته کېدلای او د له منځه تلو له ګواښ څخه خلاصېدلای سي. د قاموسونو په مټ که له يوې خوا له نورو ژبو څخه د علمي او مهمو موادو او متونو په ژباړه کي آساني رامنځ ته کيږي، نو له بلې خوا و نورو ژبو ته د پښتو متونو په ژباړه کي هم کار آسانه کيږي. دا چي لاتيني د ټولو اروپايي ژبو د زدکړې له پاره مهمه ده، نو دغه تازه آنلاين سوی لاتيني پښتو قاموس چي لا تر اوسه امتحاني بڼه لري، هيله ده چي موجوده تشه به تر يوې اندازې ډکه کړي.


هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
نوی چينايي پښتو قاموس آنلاين سو - ۱۶۰۰۰ لغتونه
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
اېټالوي پښتو قاموس آنلاين سو - 21000 لغتونه
لوی انګريزي پښتو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.

پر دغه مطلب د تر سره سوو تبصرو ليسټ

  • اسماعیل ناصری

    د افتخار او سر لوری زای دی چی زموژ پشتو د نریوالو ژبه په لکه کی ودریده دا بسته نکوی کار او زحمت ته نوره هم ارتیا شته.په درنشت اسماعیل ناصری

  • sami zarkoon

    From where i can get this

  • Muhammad Naeem popal

    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو کرانه وروره ستاسو ده زیار او ستاپه شان نور ورورنو څخه یو جهان مننه کوم چی پښتو ژبه مو در دغه زایه راوره سول چی آن تر Google translate پوری ورسیدل خدای پاک مو تل کانیاب او سرلوړی ولری

  • عبدالباقى ملاخيل

    ډير دخوښهالى ځاى دى چى پښتو دGoogleژبه سوه او اوس په مختلفوژبو پښتو قاموسونه هم تيار شول دا به زموږ د علم او پرمختګ سبب ګرزى او پښتو له ورکيدو وږغورل سوه په دى لار کښيچى هرچا کار کړى دى دا نه هيريدونکى خزمت دى

Loading...
Loading...