Close

احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب


ليکوال: پوهندوی آصف بهاند
منبع: تاند
عنوان:  د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ـ څلورویشتمه برخه
د خپرېدنې نېټه: Tuesday, 12 April 2016 17:21

احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب

۱

څلورویشتمه برخه

د ماشومانو او کوچنیانو د پالنې او روزنې له پاره او د هغوی د ادبیاتو له پاره، هغسې چې ښايي کار نه دی شوی؛ خو اوس اوس چې کوم کارونه او هڅې د ځینو اشخاصو او غیر دولتي آدرسونو له لوري روانې دي، زموږ د ټولنې ستونزو، د پرمختګ څرنګوالي او شرایطو ته په کتو سره یې زه داسې ارزوم چې په ښه او مثبت لوري روانې دي او له تمې نه لا زیات کارونه د تر سره کیدو په حال کې دي. ښې بیلګې یې د کوچنیانو د ادبیاتو په څیړنیزه او تخلیقي برخه کې لیدل کیږي، په بیلابیلو ویبپاڼو کې چاپیږي، خو تر ټولو ښې پتې یې دا دي:

ــ «پل» ویبپاڼه،( http://pal.taand.com)

ــ د ماشوم د ادبیاتو کور فیسبوک پاڼه،

)https://www.facebook.com/خانه-ادبیات-کودک-د-ماشوم-د-ادبیاتو-کور-1474829949511421/?fref=ts (

په دې ورستیو کې د «د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنه» ټولنې له خوا د ګڼ شمیر لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون «د ماشوم د ادبیاتو جشن» تر سر لیک لاندې د یو سیمینار جوړیدل ې بله ښه بیلګه کیدای شي.

ــ دغه راز په ځینو ویبپاڼو کې د نورو خبرې او فرهنګي مطالبو تر څنګ، د ماشومانو او کوچنیانو کړکۍ هم پرانستل شوې چې هلته د کوچنیانو له پاره کتابونه، د کوچنیانو د ادبیاتو او کارونو په باب څړنیزې مقالې او د کوچنیانو له خوا یا د کوچنیاو له پاره لیکل شوي شعرونه او کیسې انلاین کیږي، لکه د لر او بر ویبپاڼې د «د ماشوم نړۍ» برخه:

(http://larawbar.net/category/c_25)

د کوچنیانو د ادبیاتو تخلیقی برخې ته که پام وشي، لیدل کیږي چې په دې برخه کې په ډیر لنډ وخت کې ګڼ شمیر نوي قلموال را پیدا شوي دي چې د کوچنیانو له پاره یې شعرونه، داستانونه تخلیق کړي دي او یا یې له نورو ژبو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یو څه را ژباړلي دي.

د هغو لیکوالو او قلموالو په ډله کې چې له څه مودې نه را په دې خوا یې کوچنیانو او د هغو ادبیاتو ته پام ور اړولی دی، یو هم پیاوړی او نه ستړی کیدونکی فرهنګي احمد ولي اڅکزی دی. د احمد ولي اڅکزي نوم، د ده د تر سره کړو فرهنګي کارونو په وجه، هر افغان باید اوریدلی وي او لږ قلموال به وي چې د ده له فرهنګي کارونو څخه یې استفاده نه وې کړې. د قاموسونه دات کام (qamosoona.com) په اوریدو سره د هر افغان په ذهن کې د احمد ولي اڅکزي نوم او تر سره کړي فرهنګي کارونه تداعي کیږي، د هر پښتو لغات پوښتنه که څوک کوي او مانا یې غواړي، نو وايي:

قاموسونه دات کام ته دې سر ور ښکاره کړی که نه او قاموسونه دات کام د احمد ولي اڅکزي د نه ستړو کیدونکو هلو ځلو له برکته نن ورځ د ټولو لوستونکو په خدمت کې دی.

زه دلته نه غواړم چې د احمد ولي اڅکزي پر ټولو تر سره شوو فرهنګي کارونو باندې خبرې او بحث وکړم او یا د ده قاموسونو آنلاین پروژې باندې نقد او څیړنه وکړم، دا ځانته اوږد بحث او څیړنه غواړي. زه په اوسني بحث کې یوازې د احمد ولي اڅکزي پر هغو فعالیتونو رڼا اچوم چې ده د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي، د همدې له پاره مخکې له هر څه، د ده د پیژندنې په باب:

کله مې چې د دې مقالې عمومي جوړښت په باب فکر وکړ، د احمد ولي اڅکزي د بیوګرافۍ او ځینو نورو اړینو مالوماتو په فکر کې شوم. ما سوچ وکړ که لومړی لاس مواد پیدا کړای شم ښه به وي، نو مې د ۲۰۱۶ کال د اپریل په پنځمه نیټه د احمد ولي اڅکزي په پته دا لیک ور ولیږه:
ښاغلی احمد ولي اڅکزی سلامونه او درناوی مې ومنه!

ستاسو فرهنګي کارونه نن سبا لکه لمر داسې روښانه دي او د ډیرو افغانانو د لارې د ډیوې په توګه کار ور نه اخیستل کیږي، په تیره ستاسو د قاموسونو له غنیمت او ګټورې پروژې نه.

څو ځلې مې له استاد هوتک سره د خبرو په لړ کې یاد کړې او اوس ځان نیکمرغه ګڼم چې مخامخ یو څه تاسو بزرګوار ته لیکم.

تاسو خبر یاست چې د کوچنیانو ادبیاتو له پاره ما پخوا هم کار کړی دی او اوس هم په دې برخه کې پر تازه چاپیدونکو موادو او لیکوالو باندې کار او څیړه کوم، ستاسو فرهنګي کارونه هر یو په خپل وار سره زما له پاره د قدر وړ دي، خو سمدستي زه غواړم ستاسو د هغو کارونو په باب څه ولیکم چې له نیکه مرغه تاسو د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې کړي دي. که مهرباني وکړئ را ته و وایاست چې:

ــ د کوچنیانو له پاره مو څومره تخلیق او ژباړې کړې دي، انګیزه یې څه وه او له کوم وخته مو د کوچنیانو له پاره تخلیق او ژباړه پیل کړې ده؟

ــ د کوچنیانو له پاره ستاسو لیکلي او ژباړلي مواد په کوم آدرس کې چاپ یا آنلاین شوي دي؟

ــ زما د مقالو د غِنا په خاطر که خپله یوه لنډه بیوګرافي هم را ولیږئ، زما لیکنه او یاد داشتونه به د لوستونکو له پاره لا جالب او غنیمت وي.

ستاسو د لا بریالیتوب په هیله

پوهندوی آصف بهاند

ښاغلي احمد ولي اڅکزي په هماغې ورځې زما د لیک په ځواب کې داسې را ته ولیکل:

«محترم او قدرمن ښاغلي بهاند صاحبه!
وعليکم سلام،
تاسو او ستاسو درنې کورنۍ او دوستانو ته سلامونه او نیکي هيلي وړاندي کوم.
ستاسو له مهربانيو او پېرزوينو ډک پيغام څخه يوه نړۍ مننه. صرف دا به و وايم چي الله دې ما په رشتيا هغسي جوړ کړي، لکه څنګه چي تاسو زما په هکله فکر کوئ.
زه په آلمان کي ژوند کوم او الله په درو ماشومانو نازولی يم چي عمرونه يې شپږ، څلور او يونيم کالونه دي. دا چي په مجموع کي د ماشومانو سره زښته زیاته مينه لرم، نو مي هيله دا ده چي د ماشومانو له پاره په پښتو کي ليکل سوي ادبيات پر انټرنټ وړاندې کړل سي. داسي چي هر مور او پلار يې په آسانۍ سره په خپل موبايل تليفون او انټرنټ لرونکو نورو آلو کې خپلو ماشومانو ته و ويلای سي، چي دغه ماشومان له کوچنيوالي څخه لا د پښتو سره اړيکه او تماس پيدا کړي. زما په فکر د يوې ژبي د ژوندي پاته کېدو له پاره دا ډېره مهمه ده چي يوه ژبه و خپلو ويونکو ته ګتوره وي. تر دې بله لويه ګته به څه وي چي يوه ژبه ناني زړګيان د ښکلو اشعارو او کيسو په مرسته وروزي، هم يې ساعت ورتېر کړي او هم ورته ښوونه وکړي.
د مسافرۍ ستړی ژوند دی، چي څوک د خپل اولاد له پاره هومره وخت نه سي موندلای، لکه چي اړتيا يې وي، خو زه بيا هم کوښښ کوم چي هره شپه خپلو ماشومانو ته يو نکل وکړم. ما کوښښ وکړ چي د ماشومانو له پاره په پښتو انځورين کتابونه پيدا کړم، خو له بده مرغه چي بريالی نه سوم. حتی ساده متنونه مي هم پيدا نه کړلای سوای. حال دا چي په کتابخانه کي په آلماني ژبه په زرهاوو، يو تر بل ښکلي او ګټور کتابونه موندل کيدلای سي.
همدا ؤ چي اِراده مي وکړه چي زه يوه انټرنټ پاڼه جوړه کړم چي هم په ږغ کې او هم په انځور او متن کې، پکښي د بېل عمر لرونکو ماشومانو له پاره په پښتو ژبه مواد پراته وي. د دې کار پېل مي تقريباً يو دوې درې مياشتي تر مخه وکړ او د کوچنی ټکی کام په نوم مي انټرنټ پاڼه جوړه کړه:(www.kochnai.com

خو دا چي زه ورته يوازې يم او يو شمېر نورې وظيفې هم په غاړه لرم، نو لا تر اوسه نه يم توانېدلی چي د پاڼې جوړښت د ماشومانو د عمر پر کاټيګوريانو تنظيم او پکښي ږغيز او انځورین مواد زیات کړم.
زه … د پښتو ادبياتو په ساحه کې ډېر بې تجربې يم، خو د پاڼي په جوړولو سره مې هيله دا ده چي دغه به د نورو ليکوالانو له پاره يو ډول پلېټ فارم وګرځي.
زه په آلمان کي رالوی سوی يم او يو صنف پښتو مي هم نه ده لوستې، او په خپله مې تر يوې اندازې د پښتو ليک او لوست زده کړی دی. له بده مرغه چي زه له افغانستان سره هم زیاتې اړيکې نه لرم او له همدې کبله ستاسو او نورو ټولو درنو مشرانو څخه هيله او خواست کوم، چي د ماشومانو له پاره د موادو په راټولولو، د آنلاين کولو له پاره د ليکوالانو د اجازه تر لاسه کولو او ورته مواردو کي راسره کومک وکړئ او راته مشورې راکړئ.
ما او زما يو بل ملګری چي محمد نسيم صابر نوميږي، يو څه وخت تر مخه د ګریم ورونو په ژباړه پېل وکړ، خو له بده مرغه چي کار مو ډېر ځنډنی دی او پکښي تر اوسه مو زيات پرمختګ نه دی کړی. ما په خپله يو څو نکلونه ليکلي چي بعضي يې آنلاين سوي، خو بعضي يې لا د آنلاين کېدو به انتظار دي. د ماشومانو له پاره دغه نکلونه او يو څو نظمونه تر اوسه چاپ سوي نه دي.
وبخښئ چي پيغام زښت راڅخه اوږد سو او ښه به وي چي نور يې دلته رالنډ کړم.
ستاسو له مهربان پيغام څخه بیا يوه نړۍ مننه کوم او هيله ده چي د کوچني تکی کام په غني کولو کي راته خپلي مشورې او نکلونه راولېږئ.
ستاسو کشر ورور
احمدولي»

ما یې بیرته په ځوا کې داسې ور ته ولیکل:

دا چې دومره په بیړه مو زما د لیک ځواب ولیکه، ډیره مننه کوم.

زه فکر کوم چې موږ په یوه کښتۍ کې سپاره یو، کولای شو یو بل ښه درک کړو او یو بل سره ښه مرسته وکړو. د دې له پاره چې زموږ وطنوال ستاسو د فرهنګي هڅو پر دې مهم اړخ هم خبر شي او کوچنیانو ته د لا ښې پاملرنې په موخه به زه سمدلاسه ستاسو پر هغو موادو یوه معلوماتي مقاله ولیکم چې تاسو تر اوسه خپاره کړي دي او ما له بیلابیلو آدرسونو تر لاسه کړې دي.

او راغلو ستاسو نوې جوړې کړې ویبپاڼې کوچنی ټکی کام (kochnai.com) ته، له نوې ویبپاڼې سره مو نه یوازې دا چې موافق یم او تایدوم یې، بلکې کولای شم تاسو سره خپلې تجربې او مشورې شریکې کړم.

د اوس له پاره همدومره، تر بیا.

د لومړۍ برخې پای

دويمه برخه

منبع: تاند

د خپرېدنې نېټه: Wednesday, 13 April 2016 8:32

احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب

۲

پنځه ویشتمه برخه

د همدې مقالې په لومړۍ برخه کې مې د ښاغلي احمد ولي اڅکزي د قاموسونه دات کام انګلیسي لیکبڼه له ویکیپیدیا نه په نا سمه توګه را اخیستې وه، په بښنې سره سمه بڼه یې داسې ده: (qamosona.com)

ما د خپل لیک په یوه برخه کې له ده څخه د ده د بیوګرافۍ غوښتنه کړې وه، هغه په ځواب کې را ته ولیکل:

«تاسو راڅخه د ژوند ليک پوښتنه کړې وه. نو د هغه له پاره به د ويکيپېډيا هغه لینک درولېږم چي زما يو ملګري پکښي زما په تړاو لږ معلومات ليکلي دي.»

په ویکي پیدیا کې د احمد ولي اڅکزي بیوګرافي ایښودل شوې ده، خو د ویکیپیدیا په سبک، کوم ټکي یې چې زه مهم ګڼم، هغه را اخلم:«

ــ احمدولي اڅکزی (۱۰ د اکتوبر، ۱۹۸۱ – ) (په انگرېزي: Ahmad Wali Achakzai) د قاموسونه ټکی کام يا (qamosona.com) د پروژې بنسټگر، د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ او څېړونکی هم دی.

ــ احمدولي اڅکزی په توبه اڅکزۍ کې زېږېدلی دی. دی پښتون دی او د اڅکزو د ترهټ زو د معدادزيو په کورنۍ پورې تړاو لري چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو اړخونو ودان دي. احمدولي اڅکزی د حاجي شاولي خان اڅکزي زوی د پښتو او پاړسي ژبو د شاعر مرزا محمد ايوب خان لمسی او دغازي مېداد خان اڅکزي کړوسی دی.

ــ احمدولي اڅکزي تر لسو کالو څخه زيات وخت ديني زده کړې کړي دي او د دې تر څنگ يې د لسم ټولگي پورې د سويلي پښتونخوا په ښار کوټه کې ښوونځی لوستی دی. د ده پلار، دی د لوړو زدکړو لپاره المان ته ولېږه، چيرې چې ده د باکلوريا د بري ليک ترلاسه کولو وروسته د انجينرۍ په پوهنځي کې لوړې زده کړې پېل کړې. اڅکزی د ۲۰۰۲ م کال راهيسې د المان غږ دويچه وېله راډيو په پښتو څانگه کې د ژورنالست په توگه کار کوي. د دې تر څنگ نوموړي د دويچه وېله راډيو د آلماني او د سويلي آسيا د انگريزي او اوردو ژبو د ځانگړو څانگو او د آلمانۍ راډويو(WDR) سره هم همکاري کړېده. اڅکزی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ په انگريزي، آلماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبري کولی شي. دی تر يوې کچې په هسپانياوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي.

ــ احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې، پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده، نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی. د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی. اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وو، خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي …»

د احمد ولي اڅکزي د ژوند لیک او فرهنګي کارونو په باب زما له دې لیکنې نه مخکې هم لیکنې شوې دي، یوه یې همدا د ویکیپیدیا مالومات و چې ما یې مهم ټکي را نقل کړل او بل د ښاغلي نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ لیکنه ده چې د احمد ولي اڅکزي په باب یې کړې ده. ځدراڼ صاحب خپلې لیکنې ته داسې سر لیک ټاکلی دی:

«د قاموسونو بنسټګر احمد ولي اڅکزي په ویاړ».

د ښاغلي نظرمحمدسلطانزی ځد راڼ د ځینې ټکي دا دي:

« … د دې کتاب لیکوال مې څه موده د مخه، د عبدالباري جهاني په ملاقات کې وپيژاند. دلته خوخبرې د احمد ولي اڅکزي په هکله روانې دي. د ملاقات په ترڅ کې راته ثبوت شوه چې دغه تنکی ځوان ډیرصادق، مینه ناک، منونکی، متواضع، ادبناک او خواريکښ کرکټرلري. الله تعالی داسې نېک صفتونه ور په برخه کړي دي چې د مشرانو احترام کوي، حتی ځان ورڅخه قربان کوي او په کشرانو باندې مهرباني کوي. برسیره پردې هغه د پښتو ژبې یو بې ساری خدمتګار او تکړه فرهنګي شخصیت دی. دا ځکه چې په خپله احمد ولي اڅکزی نه یوازې دا چې د ساینس په څانګه کې يې لوړ تحصیلات بشپړکړيدي، بلکې هغه د قاموسونه ټکی کام يا (www.qamosona.com) د پروژې بنسټگر، نوښتګر، د يو شمېر سيندونو ليکونکی، د راډيو يو اماتور ژورنالسټ او څېړونکی هم دی. همدا اوس يې د قاموسونو ټکی کام انټرنټي پاڼې پنځوس پښتو قاموسونه آنلاين کړي دي .

زما په اند احمد ولي اڅکزي د پښتو ژبې د علمي کولو او پرمختګ په لاره کې د هیواد یو بې ساری ځلانده ستوری دی .

هغه د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ، په انگريزي، آلماني، اردو، روسي او پاړسي هم خبرې کولی شي. دی تر يوې کچې په هسپانوي، سانسکرېټ او پنجابي ژبو هم پوهيږي …»

احمد ولي اڅکزي د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې دغه کارونه تر سره کړي دي:

۱ــ خپل تخلیقات یې:

الف: کیسې(نثر)،

ب : شعرونه

۲ــ ژباړې،
۳ــ د ماشومانو له پاره ویبسایت (kochnai.com)

د کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي لیکنې مې د لومړي ځل له پاره د لر او بر په ویبپاڼه کې تر سترګو شوې. څو منظومې او منثورې لیکنې مې یې چې له نظره تیرې کړې، نو و مې پتیله چې د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې د یو مطرح لیکوال او شاعر په توګه څه ور باندې ولیکم، نو مې د ده لیکنې او شعرونه او د ده په باب د مالوماتو په را ټولولو پیل وکړ.

احمد ولي اڅکزي لکه څنګه چې د قاموسونو په برخه کې په شعوري ډول د یوې عیني اړتیا له مخې د قاموسونو پروژه پیل کړې ده، دغسې یې په شعوري ډول د کوچنیانو د ادبیاتو په برخه کې دې نیمګړتیا ته پام شوی او د دې نیمګړتیا د پوره کولو په غرض یې لومړی د کوچنیانو له پاره د شعر او نثر په ژبه تخلیقات کړي دي. دا یې د نظم او نثر یوه یوه بیلګه ده:

سهار سو

(د ماشومانو شعر)

سترګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر وړانګې سوې چار چاپېره
د تيارې ليري سوې څادري
عندليب نه وايي سندري
واوره ګُوګُو کوي کوتري
د سايرې واوره بدلي
پاڅه او حمد و ثنا وايه
وايه چي شکر دی اې خدايه
چي هم بالښت هم بستره وه
شپه ښه آرامه آسوده وه
اوس يوه بله ورځ پېليږي
ټول ماشومان نور راويښيږي
مخونه پرېولي ښه تازه سي
بيا د مکتب پر لور پياده سي
هلته دوستان دي همصنفيان دي
ټوله د علم پتنګان دي
څوک چي وختي پاڅي سهار کي
وي بريالی په خپل هر کار کي
چګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر رڼا سوه چار چاپېره
د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ ۴مه نېټه، بون

وۍ وۍ وۍ نانۍ نجلۍ

(د ماشومانونکل)

چي وه يوه نانۍ انجلۍ وه. دغه نانۍ انجلۍ پر خپل مور او پلار بيخي ډېره ګرانه وه. پلار به يې هميشه ورته ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، راسه خپل بابا ته راسه.» مور به يې ورته ويل: « آ زما پستکۍ لوري، راسه خپلې مور ته راسه.» پر نانۍ انجلۍ هم خپل مور او پلار بيخي ډېر ګران ول. هغې به هميشه واوا چمونه کول او مور او پلار به همېشه ورڅخه خوشحاله ول. خو د دغې نانۍ انجلۍ خواږه شيان ډېر خوښ ول. مور به يې ويل: « آ زما خوږکۍ لوري، ډېر خواږه شيان مه خوره، غاښونه به دي خراب سي.» خو نانۍ انجلۍ به هميشه د پلار څخه خواږه شیان غوښتل او هغه به يې بالاخره مجبوره کړ چي خواږه شيان ور رانيسي.

يوه ورځ دغه نانۍ انجلۍ ناجوړه سوه. د هغې زړه نه غوښتی چي لوبي (بازۍ) وکړي. د هغې زړه نه غوښتی چي د کلکين څخه دباندي د آسمان ښايستو وريځو ته وګوري. د هغې زړه نه غوښتی چي چاکلېټ وخوري. د نانۍ انجلۍ پر غاښ درد ؤ.

پلار يې نانۍ انجلۍ ډاکټر ته بوتله. ډاکټر د نانۍ انجلۍ څخه پوښتنه وکړه: « اې نانۍ انجلۍ، نن دي څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ» ډاکټر ورته وويل: «نن دي بل څه شي خوړلي دي؟» نانۍ انجلۍ ورته ويل: « پلمېټ» ډاکټر حيران سو، وويل: « پرون دي څه شي خوړلي ول؟» نانۍ انجلۍ ورته وويل: « چاکلېټ او پلمېټ»

بيا ډاکټر ويل: « اې نانۍ انجلۍ، خوله دي خلاصه کړه چي زه يې وګورم.» نانۍ انجلۍ خوله خلاصه کړه. ډاکټر چي د نانۍ انجلۍ خولې او غاښو ته د څراغ رڼا برابره کړه، نو يې وويل: «وۍ وۍ وۍ!» اوس د ډاکټر خوله هم خلاصه سوه او سترګي يې پورته او کښته کش سوې. ډاکټر د نانۍ انجلۍ پلار ته مخ واړاوه، ويل: «وۍ وۍ وۍ!»

ډاکټر وويل: « اې نانۍ انجلۍ، تا ډېر چاکلېټ او خواږه شيان خوړلي دي. ستا غاښونو چينجيان کړي دي. تک تور سوي دي. تا خپله خوله او غاښونه نه دي پاک کړي. تا سابه او مېوې نه دي خوړلي. تا تر اندازې زيات خواږه شيان خوړلي دي. ته بايد هميشه سهار او ماښام خوله په اوبو پاکه پرېولې. ته بايد په غاښو کلک شيان مات نه کړې.» بيا ډاکټر ولاړ سو او د المارۍ څخه يې د غاښو يو نانی او ډېر ښايسته برس او د نانيانو لپاره د غاښو کريم او يو نانی پوست مسواک راواخيستل. ډاکټر نانۍ انجلۍ ته وويل: « د غاښو دغه برس، کريم او مسواک واخله او هر سهار او ماښام خوله په مينځه. انشالله بيا به ژر نه ناجوړه کېږې.»

بيا ډاکټر ولاړ سو او يوه لويه پېچکارۍ يې راواخيسته. د انجلۍ پلار ويل: « اې سپينه چپنه لرونکې ډاکټره، ايا غواړې چي زما پستکۍ لور ته داسي غټه پېچکارۍ ور ولګوې.» ډاکټر ويل: « اې د نانۍ انجلې پلاره، نانۍ انجلۍ ته تا ډير چاکلېټ ورکړي دي او بايد چي اوس تاته دغه غټه پېچکارۍ در ولګول سي.» د نانۍ انجلۍ پلار وويل: «وۍ وۍ وۍ!»

د ليکنې په پای کی د دغه نکل اوډيو هم اورېدلای سئ!

د دویمې برخې پای

ليکوال: پوهندوی آصف بهاند
منبع: تاند
د خپرېدنې نېټه: Friday, 15 April 2016 19:11

۳

شپږ ویشتمه برخه

احمد ولي اڅکزي د نثر او شعر په قالب کې د کوچنیانو له پاره ډیر څه لیکلي او پر لیکه کړي دي چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:

ــ ننداره ده ننداره (شعر)

ــ اې سپینې واورې (شعر)

ــ د ملالۍ نانۍ خور ( شعر)
ــ سهار سو ( شعر)
ــ ترپ و تروپ دی ( شعر)
ــ مياؤ مياؤ پستکۍ (د ماشومانو نکل)
ــ وۍ وۍ وۍ نانۍ انجلۍ (د ماشومانو نکل)، لیک او غږ،
ــ پښتو نکل، د باچا لور او چونګښه (د ماشومانو نکل) ليک او غږ، ژباړه او زیاتونې،

ــ د ملالۍ نانۍ خور(د ماشومانو شعر)،

ــ وۍ وۍ وۍ نانۍ انجلۍ (د ماشومانو نکل)

ــ د پاچا لور او چونګښه(نکل) لیک او غږ،

ځینې کیسې او شعرونه یې د لیک سره په غږیزه بڼه هم آنلاین کړي دي لکه: د پاچا لور او چونګښه،

چې دا خپله یو بل زحمت ته اړتیا لري او د کوچنیانو له پاره کیسه او شعر نور هم آسانه او جالبه کوي.

دا امانت داري یې هم ساتلې ده چې د ځینو شعرونو الهام یې چې له یوې منبع نه اخیستی دی، نو هغه یې د شعر په پای کې په امانت ډول لیکلي دي لکه د «اې سپینې واورې نومې شعر په پای کې. دا د ده خپله یادونه ده:

«يادونه: د دغه شعر الهام مي د آلماني ژبي د ماشومانو له شعر Schneeflöckchen weißröckchen څخه اخيستی دی.»

پاسنی یاد شعر به د نمونې په ډول را واخلم:

آې سپینې واورې

اې سپيني واوري سپين لمنې

ولي نه اورې زموږ پر کلي

منم چي لاره دي اوږده ده

پر هسکه وريځه دي دېره ده

خو راسه راسه واورېږه

په خپلو ستورو وځلېږه

پرېوزه پر بوټو ښه يې اوبه کړه

تر سپين غلاف لاندي يې بېده کړه

ماشومان ټول په انتظار دي

ناني چيګان يې ستا پر لار دي

چي یخه پخه واوره راسي

پر مځکه، غر خوره ښکلا سي

راسه زموږ پر کلي راسه

بيا هر څه سپين کړه راسه راسه

اې سپيني واوري سپين لمنې

ولي نه اورې زموږ پر کلي

دغه راز هغه کیسې یې چې ژباړلې دي، د هغو یادونه یې هم کړې ده، څه یې ور باندې ور اضافه کړي دي. د « د باچا لور او چونګښه » د کیسې په پیل او پای کې یې داسې لیکلي دي:
«د ګريم ورونو د «چونګښه باچا» د نکل پښتو ژباړه، زياتونې او ږغ: احمدولي اڅکزی …

ليکونکي: ګريم ورونه

د نکل نوم: باچا چونګښه

د نکل اصلي ژبه: آلماني»

دا هم د یادې کیسې « د باچا لور او چونګښه » یوه برخه:

« … يو وخت يو باچا ؤ. دغه باچا ډېري لوڼي درلودې چي ټولي ښايستې وې. خو تر ټولو کشره لور يې تر نورو ټولو لوڼو زياته ښايسته وه. حتی لمر چي ډېر زيات شيان يې ليدلي ول، د دغي شهزادګۍ په ډول ښايسته انجلۍ يې بل هيڅ چيري نه وه ليدلې. د باچا دغه لور دومره ښايسته وه چي لمر به يې ښايست ته حيران پاته سو، کله چي به يې وړانګې د دغې شهزادګۍ پر مخ وځلېدې. د باچا و ماڼۍ ته نژدې يو ګڼ ځنګل ؤ. پدغه ځنګل کي د يوې زړې ونې لاندي د اوبو يو څاه ؤ. کله چي به په دوبي کي موسم ډېر ګرم سو، نو د باچا کشره لور به و دغه يخ څاه ته ورغله او پر غاړه به يې کښېنستله. دغې شهزادګۍ به د ساعت تېري لپاره خپل طلايي غونډاری پورته وغورځاوه او بيا به يې بېرته ونيوی. د هغې دغه لوبه تر نورو ټولو لوبو زياته خوښه وه.

يوه ورځ شهزادګۍ د څاه پر څنډه ناسته وه او په خپل طلايي غونډاري (ګېند) يې لوبي کولې. هغې يو ځل غونډاری داسي پورته وغورځاوه، چي بېرته يې ونه نيولای سوای. همدا ؤ چي غونډاری د څاه د څنډي سره ولګېدی او د څاه اوبو ته ولولېدی. د باچا لور وليدل چي غونډاری د څاه به اوبو کي ډوب سو. شهزادګۍ هم جرأت نه سوای کولای چي په غونډاري پسي د څاه په اوبو کي لټون وکړي ولي چي څاه دومره ژور ؤ چي حتی پای يې نه معلومېدی. همدا ؤ چي د باچا لور ډېره غمګينه سوه او په زوره په زوره يې ژړا شروع کړه. هغې چي هر څومره هم په لوړ ږغ وژړل خو زړه يې سپک نه سو. پدغه وخت کي هغې يو ږغ واورېدی چي ويل يې:

« کشري د باچا لورې

ډېره په ارمان ژاړې

تا ته څه در پېښه ده؟

ولي په خفگان ژاړې؟»

شهزادګۍ شاوخوا وکتل چي ځان ته معلومه کړي چي دا ږغ د چا دی. هغې وليدل چي يوې چنګښي د څا د اوبو څخه خپل بدشکله او پنډ سر را ايستلی دی او خبري کوي. شهزادګۍ و چنګښي ته وويل:

« ښه! دا ته يې چي گفتار کړې؟

په اوبو کي شړپهار کړې

زه چي ژاړم په سگلو کي

گيند مي ډوب سو په اوبو کي»

چونګښي ورته په جواب کي وويل:

« کشرې د باچا لورې

مه ژاړه آرامه سه

لږ خو مهربانه سه

ما ته که څه راکړې

گيند به دي پيدا کړې.»

شهزادګۍ ورته په جواب کي وويل:

« زه به يې درته درکړم

ته چي هر څه غواړې

طلا به درته درکړم

غمي که يې هم غواړې

غونډاری مي پيدا کړه

وعدې که زما غواړې»

خو چونګښي ورته وويل: « ستا طلايي تاج، ستا ملغلري او ستا غمي زما ندي پکار. خو که ته ما خپله ملگرې وګرځوې او زما سره لوبي وکړې، ما پر سترخوان تر خپل څنګ کښېنوې، راته په خپل طلايي غاب کي خواړه راکړې، راته په خپل جام کي اوبه راکړې او په خپل بستر کي مي بيده کړې، نو زه به همدا اوس څاه ته ورکښته سم او ستا غونډاری به راوباسم.» شهزادګۍ ورته وويل: « سمه ده، هر شی چی غواړې هغه به درته درکړم. خو اوس راته غونډاری راوباسه.» شهزادګۍ په زړه کي د ځان سره وويل: « دغه ساده چونګښه څنګه بېځايه خبري کوي؟ دا به څنګه د يوه انسان سره ملګرتيا او دوستي وکړلای سي، حال دا چي د کواک کواک ږغونه کوي او په اوبو کي د خپل ځان په ډول نورو چونګښو سره اوسيږي.»

کله چي چونګښي واورېدل چي شهزادګۍ ورسره هر شرط ومنی، نو د څاه و اوبو ته ور وغورځېده او پکښي غوټه سوه …»

د دریمې برخې پای

څلورمه برهخ

منبع: تاند

د خپرېدنې نېټه: Tuesday, 19 April 2016 12:27

احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب

۴

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت

اوه ویشتمه برخه

کوچنی ټکی کام (kochnai.com)، د کوچنیانو ادبیاتو له پاره یوه بله پته:

احمد ولي اڅکزي د کوچنیانو د ادبیاو په برخه کې درې د یادونې وړ کارونه کړي دي:
۱ــ د کوچنیانو له پاره یې کیسې او شعرونه لیکلي دي،
۲ــ د کوچنیانو د ادبیاتو له پاره یې ځانګړې ویبپاڼه جوړه کړې او پر لیکه کړې ده،
۳ــ په نوې پر لیکه کړې ویبپاڼه کې یې د کوچنیانو له پاره د نورو لیکوالو لیکنې او شعرونه هم را ټول کړي دي.

احمد ولي اڅکزی د کوچنیانو له پاره د خپلو لومړنیو منظومو او منثور تخلیقاتو او ژباړو په لړ کې دې ته متوجه شو چې دا موضوع د ده له عادي تخلیقاتو نه نوره هم لا مهمه ده، نو یې دې ته ملا وتړله چې د کوچنیانو له پاره یو پاڼه پر لیکه کړي. دا کار یې د خپل علم او تجربې پر مټ وکړ، هلته یې د کوچنیانو له پاره خپل تخلیقات پر لیکه کړل او تر وسې پورې یې د کوچنیانو له پاره د نورو لیکوالو او شاعرانو آثار هم را ټول او پر لیکه کړل، نو د دې له پاره ویلای شم چې کوچنی ټکی کامد کوچنیانو ادبیاتو له پاره یوه بله نوې غني پته ده.

کله یې چې د کوچنی ټکی کام«kochnai.com» پروژه پیل کوله، نوداسېیې ور ته ولیکل:

«کوچنی ټکی کام پروژه پیل شوه:

د خپرېدنې نېټه: 09JANUARY 2016

هيله: لطفا دغه اعلان په ټولنيزو رسنيو لکه فيسبوک او نورو رسنیو کي شريک يا share کړئ چي لا زيات د ماشومانو مور او پلار په خبر سي.
ماشومان د هرې ټولني او ملت راتلونکی او مستقبل وي. هر ملت او قوم چي د ماشومانو په روزنه کي ځان ستړی کوي، هغه د خپل ځان او خپلو راتلونکو نسلونو له پاره د هوسايي بنياد ايږدي. د ماشومانو په روزنه او تربيه کي د هغوی مورنۍ ژبه ډېر اهميت لري او د پيداګوژۍ کارپوهان پر دې خبره سره هم نظره دي چي و ماشومانو ته د هغوی د مورنۍ ژبي ورښودنه په هغوی کي د نوو ژبو د زدکړو قابليت او وړتيا لا زياتوي او پراخوي يې. د همدغه مقصد له پاره د کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه په امتحاني توګه پېلوم او هيله ده چي د پښتو ژبو ماشومانو او مېندو او پلرونو سره يوه مرسته او کومک ثابته سي. په دغه پاڼه کي اوس ښايي بعضي تخنیکي او نوري ستونزي وجود ولري، خو انشالله د وخت په تېرېدو سره به يې ستاسو سره په ګډه ليري کړم.

د ټولو دوستانو څخه هيله کوم چي راسره خپل رغنده نظرونه شريک کړي چي دغه پروژه ګټوره او کاميابه سي. د رغنده نظر څخه مي مقصد دا هم دی چي دوستان د امکان تر حد پوري راته داسي وړانديزونه وکړي چي د دغو وړانديزونو په عملي کولو کي پخپله هم برخه اخيستلو ته تيار وي. ستاسو ټولو څخه هيله کوم چي که تاسو پخپله د ماشومانو له پاره ادبي توکي ليکلي وي او يا مو په کوم کتاب کي لوستلي يا له چا اورېدلي وي، نو هيله ده چي زما سره يې شريک کړئ چي پر دغه پاڼه يې آنلاين کړو. دغه پروژه يوازي په هغه صورت کي بريالۍ کېدلای سي چي پکښي تر يو کس څخه د زياتو کسانو زيار، افکار او نظرونه دخيل وي.

په پام کي لرم چي پر دغه پاڼه داسي مواد خپاره کړم چي د ماشومانو د عمر سره تړلي وي. يعني دا چي تر څلورو کالو پوري عمر لرونکي ماشومان جلا مواد ولري او د ۴ او ۶ کالو تر منځ ماشومان نور… خو پر دغه موضوع بايد د کارپوهانو او ليکوالانو سره مشورې وسي چي کوم تقسيم به زيات منطقي وي.

د دغې پاڼي مقصد يوازي د ماشومانو مصروفول نه دي بلکه په دغه پاڼه کي بايد داسي مواد خپاره سي چي د ساعت تېري تر څنګ پکښي د زدکړي او ښووني عنصرونه هم شامله وي. که نکل او کيسه وي او که منظمومه مواد وي بايد چي يو روزنيز او ښوونيز مقصد ولري. په دې ترڅ کي د سيمي کلتوري او ديني مواد چي د ماشومانو له پاره د پوهاوي وړ وي، چمتو کول به يې د تګلاري برخه وي.
دغه پروژه په پام کي نه لري چي له حکومتي يا غير حکومتي منابعو او يا هم اشخاصو څخه مالي مرستي تر لاسه کړي. د دغې پروژې مقصد صرف د افغان ماشومانو په روزنه کي يو کومک وړاندي کول دي. په دې ترڅ کي د ليکوالانو، شاعرانو، د پيداګوژۍ د پوهانو او استادانو عملي مرستي ته په هيله يم.
د دغې پروژې د پېلولو يو دليل دا هم ؤ چي د افغانستان څخه دباندي مېشت زيات افغان ماشومان په خپلو مورنيو ژبو اړينو ادبي توکو ته لاس رسی نه لري. دغه کمښت او يا حتی نشته والی د دې سبب ګرځېدلای سي چي د دغو کوچنيانو اړيکي له خپلې ژبي، کتلور او هيواد سره وشليږي. هيله ده چي د دغې پروژې په ترڅ کي دغه ماشومان له وړوکوالي څخه لا د خپلي ژبي، کلتور او پلرني ټاټوبي سره اړيکي او مينه پيدا کړي.

ستاسو د وړانديزونو، نکلونو، اشعارو او د ماشومانو له پاره د نورو ادبي توکو د رالېږلو په انتظار.

ستاسو وروراحمدولي اڅکزی
د ۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۹مه نېټه
هيله: لطفا دغه اعلان شريک يا share کړئ چي لا زيات د ماشومانو مور او پلار او يا هم د دغې پاڼي احتمالي راتلونکي همکاران او ليکوالان په خبر سي.»

په کوچنی دات کام کې د ۲۰۱۶ کال د اپریل تر اتمې نیټې پورې ټول یوسلو دوه مطلبه(منثور او منظوم) پر لیکه شوي دي او د ټولو مطالبو له لوستلو وروسته انسان قضاوت کولای شي چې په رښتیا احمد ولي اڅګزي په یوازې صورت دومره مطالب لیکلي، ژباړلي او یا یې نورې ویبپاڼې ورپسې کتلي دي او د کوچنیانو له پاره یې دومره په زړه پورې کیسې را ټولې کړېاو په دې آدرس یې د کوچنیانو او د هغو کورنیو ته په تیاره ایښي دي چې هغوی یې یا په کو چنیانو ولولي او یا یې ور ته واوروي.

په کوچنی ټکی کام(kochnai.com) یې کې د خپلو مطالبو تر څنګ د نورو قلموالو آثار او ژباړې هم را اخیستې دي چې د مثال په ډول د دغو ښاغلو او آغلو نومونه د یادولو دي:

اتل ترین، بریښنا صابر، محمد سرور وکیلي، سمیع الله خالد سهاک، محمد قاهر دردمند، سلیم پیمان عابد، عطا محمد میاخیل، اجمل تورمان او …

د کوچنی دا ت کام په پاڼه کې تر ټولو ډیر او په زړه پورې مطالب د ښاغلي اتل ترین دي چې ډیره سلنه یې له نورو ژبو را ژباړلي دي چې د ځینو سر لیکونه یې دا دي:

آس او زمری، بزه او پړانګ، آس او هوسۍ، بزه، شرموښ او ګیدړه، پیشي او موږک، پړانګ، هوسۍ او مار، پړانګ او د ګیدړې بچی، چغال او اوښ او …

د کوچنی ټکی کام په پاڼه کې د نورو لیکوالو د آثارو په برخه کې باید و وایم چې مطالب یې ډیر په زړه پورې او جالب دي او که کوچنیانو ته ولوستل شي او یا یې خپله ولولي، ډیر ګټور هم دي.

په دې پاڼه کې د ځینو ژباړل شوو مطالبو په پای کې کوم مآخذونه چې ښودل شوي دي، هغه یو څه ستونزې لري. د ساري په توګه ډیری ځایو کې لیکل شوي دي چې:

له فرانسوي منابعو څخه، له افریقایي منابعو څخه، له ایتالوي منابعو څخه، له یوناني سر چینې څخه، له جورجیا هیواد څخه، د چین هیواد څخه او …

له بده مرغه چې د را ژباړل شوې کیسې ټاکلې منبع نه ده ښودل شوې او دا هم نه ده مالومه چې دا کیسه له کومې ژبې نه پښتو ته را ژباړل شوې ده. د منابعو په برخه کې چې یوازې د هیوادونو نومونه یاد شوي دي، ښايي له یادو هیوادونو نه یې موخه دا وي چې را ژباړل شوې کیسه د یادو هیوادونو د خلکو نکلونه دي او د هغوی د فولکلور یوه برخه وي، چې د دې مالومول ځان ته جلا بحث او څیړنه غواړي.

دغه راز یې له نورو ویبپاڼو نه هم په منتخب ډول د کوچنیانو له پاره خپاره شوي مطالب غوره کړي دي او ښیګڼه خو یې لا دا ده چې له هر ځای نه یې چې مطلب ر ا اخیستی دی په پای کې یې مرجع یا منبع ښودلې ده او لینک یې ور ته ایښی دی لکه:

ــ لر اوبر دات کام(Larawbar.com)،
ــ خیبر دات اورګ (khyber.org)،

ــ سمسور دات کام(samsoor.com)،

ــ سپوږمۍ دات کام(sporghay.com).

د څلورمې برخې پای

منبع: تاند

د خپرېدنې نېټه: Wednesday, 20 April 2016 7:28

احمد ولي اڅکزی او د کوچنیانو ادب

۵

د کوچنیانو ادبیاتت اریخي پس منظر، اوسنی حالت

اته ویشتمه برخه

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي تخلیقات او ژباړې که له ژبني پلوه او د محتوا له مخې وڅیړل شي، لیدل کیږي چې ده د ماشومانو د ادبیاتو د اصولو په پیروۍ په ډیره ښکلې او ساده ژبه لیکنې کړې دي چې د کوچنیانو له پاره د پوهیدو وړ دی او د محتوا له پلوه یې هم د کوچنیانو روان په نظر کې نیولی دی او داسې موضوعات یې ورته انتخاب کړي دي چې کوچنیانو ته هم مالومات ورکوي او هم ورته د درک او پوهیدو وړ دي. د مثال له پاره دا شعروګورئ چې ډیر په ساده او د کوچنینو له پاره د درک وړ ژبه باندې د څلورو فصلونو مالومات وړاندې کوي:

څلور دي کال کې موسمونه

(د ماشومانو شعر)

څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه
لنډي سي شپې ورځي اوږدې سي
په دوبي ټول خولې خولې سي
له اوبو ډک چي يخ منګی وي
په دوبي يخ د چا زړګی وي
چي دوبی ولاړ سي، راسي منی
په وچو پاڼو ډک سي کلی
زنګوي وني تېز بادونه
ور رژوي يې وچ بلګونه
بيا ژمی راسي شپې اوږدې سي
ورځي سي لنډي او سړې سي
واوره اوريږي يا يخيان وي
پر صندلي راټول کوچنيان وي
بيا پسرلی سي وني شنې سي
په شنو وښو مځکي ښايستې سي
چيچيان راوزي له هګيو
چو چو کوي له ځالګيو
څلور دي کال کي موسمونه
هر يو جلا لري خوندونه

ښاغلي احمد ولي اڅکزي ته زما وړاندیز دا دی چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره دې خپل لیکلي شعرونه، کیسې او ژباړل شوي مواد په کتابي بڼه برابر کړي او که د چاپ مالي توان یې لري، نو دې چاپ کړي او د نوي نسل دپلویانو پخ مرسته دې په ټول افغانستان کې و ویشي، څو له دې لارې نه د کوچنیانو دغه مواد تر دوی پورې ورسیږي او که یې د چاپ توان نه لري، نو دې د یوې ټولګې په ډول برابر او په څو ویبپاڼو کې په بریښنايي بڼه د لوستونکو له پاره وړاندې کړي. دا د دې له پاره چې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره لیکلي ټول مواد باید تر دوی پورې ورسول شي.

د کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي په کیسو او شعرونو کې یوه بله ډیر ښه ځانګړنه دا ده چې په شعوري ډول داسې موضوعاتو ته پام شوی دی چې ماشوم او کوچنی د تحرک، کار او زدکړو خوا ته هڅول کیږي، په شعرونو او کیسو کې داسې څه پر ځای شوی چې د ماشوم او کوچني په ذهن کې د کار او تولید مسآله ور په یاد کوي. دغه شعرته پام وکړئ:

سهار سو

(د ماشومانو شعر)

سترګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر وړانګې سوې چار چاپېره
د تيارې ليري سوې څادري
عندليب نه وايي سندري
واوره ګُوګُو کوي کوتري
د سايرې واوره بدلي
پاڅه او حمد و ثنا وايه
وايه چي شکر دی اې خدايه
چي هم بالښت هم بستره وه
شپه ښه آرامه آسوده وه
اوس يوه بله ورځ پېليږي
ټول ماشومان نور راويښيږي
مخونه پرېولي ښه تازه سي
بيا د مکتب پر لور پياده سي
هلته دوستان دي همصنفيان دي
ټوله د علم پتنګان دي
څوک چي وختي پاڅي سهار کي
وي بريالی په خپل هر کار کي
چګي کړه خلاصي شپه سوه تېره
د لمر رڼا سوه چار چاپېره

په افغانستان کې پخوا له دې چې د جګړې بلا پر ټولنه او خلکو مسلطه شي، د هغه وخت په معارف او درسي کتابونو کې هم همداسې موضوعاتو ته چې ماشوم او کوچنی کار ته و هڅوی، پام شوی و، خو له بده مرغه چې هر څه د جګړې بلا او اور وخواړه او ایرې یې کړل. د هغه وخت په درسي کتابونو کې د راغلي شعر یوه برخه داسې ده:

«زویکه لمر ختلی

جهان یې ټول نیولی …»

دلته لیدل کیږي چې مور زوی هڅوی چې جګ شي د یو څه کولو ته ځان چمتو کړي. که په هره زمانه کې د کوچنیانو ادبیاتو قلم وال داسې څه د کوچنیانو مخ کې کیږدي چې هغوی کار او ژوند ته وهڅوي، نو د ټولنې دا غړي به په کار عادت شي او په ټول کې به د یوې تولیدي ټولنېد رامنځ ته کیدو فکر لا له کوچنیوالي څخه ماشوم ته ولیږدول شي او که په رالتونکې کې زموږ نوی نسل هم لکه موږ د استهلاکي ټولني غړي اوسي، نو:

«… ور په غاړه به وي پړي لکه موږه.»

د بحث د دې برخې په پای کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د احمد ولي اڅکزي د شعریوه بیلګه:

د ملالۍ نانۍ خور

(د ماشومانو شعر)

ملالۍ وايي خپلي مور ته
چي له مکتبه راسم کور ته
زما همصنفياني مي ياديږي
کور کي مي زړه ډېر په تنګيږي
کاشکي مي مشره خور لرلای
زه به يې ډېره نازولای
درسونه ما به پر ويلای
امرونه ما به پر کولای
اخيستای ما به يې ګوډياني
څوک مېلمنې څوک يې ناوياني
لوبي به موږ سره کولای
وخت به مي ښکلی تېرېدلای
خو اوس مي خور ډېره نانۍ ده
زه يم پر مشره دا کوچنۍ ده
بس ټوله ورځ دا او ژړا وي
يا وي بيده يا يې ګاګا وي
نه د مجلس ده نه د لوبو
لا تللای نه سي پر خاپوڅو
کاشکي مي مشره خور لرلای
موږ به بازۍ سره کولای
مور ويل ګراني زما لوري
زما خوږې زما شکري
اوس که نانۍ ده هم ستا خور ده
خوږه پيشو زموږ د کور ده
ګاګا چي وايي دا مجلس دی
ژړا چي کړي تنګ يې نفس دی
خور که دي نن ډېره نانۍ ده
د لوبو نه ده لا کوچنۍ ده
خدای به يې لو کړي ستا خورکه
درڅخه غواړي به نانځکه
ته به ور وښيې درسونه
ښايسته اخلاق او ښه چمونه
ملګرې ستا به وي ستا خور
هم په مکتب کي هم پر کور
واياست به ګډ سره درسونه
د زړه ارمان د زړه حالونه
وګوره څنګه درته ګوري
ټالۍ وهي دا ستا پر لوري
وای راته وکړه مجلسونه
راته تکرار کړه خپل درسونه
زه به ګاګا ګاګا کومه
ځان به پر تا زه ګرانومه
ته زما خور زما زړګۍ يې
لويه نانځکه پستکۍ يې
شکر چي مشره خور لرمه
لوبي به زه درسره کړمه

د پنځمې برخې پای

 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه پېل سوه
دقاموسونوبنسټګر احمد ولي اڅکزي په ویاړ
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...