Close

دوه سره يو بوک ـ منظوم نکل

source of image: https://wandervogeldiary.files.wordpress.com/2011/02/blind-justice.jpg

 دغه او ګن شمېر نور د ماشومانو نکلونه پر کوچنی ټکی کام www.kochnai.com هم لوستلای سئ. 


په يو ځنګل کي حيوانان
که ول زاړه او که ځوانان
له بيري ټول دوی لړزېدل
پر مال و ژوند خپل بېرېدل
ټول ول لګيا او تښتېدل
بعضي ګريان ول ژړېدل
په دغه حال کي يو مرغه
پوښتنه وکړه له کارغه
وارخطايي ده دا د څه؟
آفت راغلی که بل څه؟
بيا سو کارغه ورته ګويان
چي زمري کړی دی اعلان
لري چي دوه سره هرڅوک
جګ هم چي ولري يو بوک
که وي سپيږری او که ځوان
وژني به دی هغه حيوان
مرغه حيران سو پرېشان
بيا سو کارغه ته دی ګويان
بيا هم پوه نه سوم په کيسه
ځنګل کي نسته هيڅ حصه
داسي حيوان چي ولري
سرونه دوه چي ولري
کارغه جواب کړ بيا سوال
چي د ځنګله نن دی زوال
ځکه زمري کړ نن قاضي
خر يو بېعقل ناراضي
خر به ټاکي په خپل سري
پر يو سري او دوه سري
چي وسپارل سو کوم يو کار
سړي نا اهل ته بېکار
ژوند به بيا نوي نور عادي
وي بربادي به بربادي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۳يمه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ازلي وږي او ښادي ـ منظوم نکل
د کوزدې جرګه ـ منظوم نکل
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...