Close

مرثيه


دا ښکلی ښار د نازولو ښار دی
د ښايستو او د سپېڅلو ښار دی
د ورين تنديو پراخ سينه ښاپيرو
دا د حسينو او ښاغلو ښار دی
هوا يې مشک آب حيات اوبه يې
ګلان د ميني د روزلو ښار دی
ګوړه ګبين بچي بوره دي دلته
د شيرشکرو لوبېدلو ښار دی
دلته هر ځوان دی مردانه جانانه
د درنو پيغلو پاک لمنو ښار دی
هر يو سپينږری يې شفقت او عظمت
د شملورو د ستايلو ښار دی
ولس غيور ايمان دستور دی دلته
د محرابونو اذانونه ښار دی
پر هره لوېشت يې د سجدو نخښي دي
د مسلمانو مؤمينينو ښار دی
د ارمانونو وصالونو مکان
مخه ښه نن سره کولو ښار دی
د يار دا کلی د ګودر پر څنډه
نن د نيمګړو ديدنونو ښار دی
د اتڼونو خوشاليو کوربه
نن مرثيو د ږغولو ښار دی
مځکه خړوبه آسمان هم راته سور
نن کربلا د ماتمونو ښار دی
دا د رامبېل چامبېل ګلانو کلی
نن د ګلپاڼو ټولولو ښار دی
د کجاؤ او د ډوليو وطن
نن جنازو پورته کولو ښار دی
د ميني عشق او محبت ټاټوبی
نن د جانان د پټولو ښار دی
دا عنبرينه دا رنګينه سينه
نن د ګريوان خړوبولو ښار دی
دا ښکلی ښار د نازولو ښار دی
د شهيدانو او سپېڅلو ښار دی

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۸مه نېټه، بون


(خبر:
د کویټې په بمي چاودنه کي تر ۷۰ اضافه انسانان وژل سوي دي
د پاکستان د جنوب لویدیځ په یوه بمي چاودنه کي د تازه ارقامو پر اساس تر ۷۰ اضافه انسانان وژل سوي او ډیر نور ټپيان سوي دي. د پولیسو په حواله چاودیدونکي مواد د کوټي ښار د یوه کلینیک مخته چاودلي دي. تر هغه مخکي سهار وختي یو مشهوره مدافع وکیل ووژل سو او کله چي نور مدافع وکیلان دهغه په خاطر د کلینیک مخته راجمع سول،نو ورباندي یوه بمي چاودنه تر سره سوه.)


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ايا دغه کلی پېژنئ؟ (نظم)
جنګه ورک سې له جهانه!
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
يوه بله ډېوه يې راګُله کړه

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...