Close

بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟

source of image: http://www.indiskretionehrensache.de/wp-content/uploads/got-ethics.jpg

چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(پنځمه برخه)

ويل کيږي چي يو انځور د زرو الفاظو يا لغتونو ځای نيولای سي. همدا وجه ده چي په ژورناليزم کي انځورونه، تصويرونه يا عکسونه د خلکو د خبرولو يوه مهمه وسيله ده. خو لکه څنګه چي د ژورناليزم نور ټول وسايل او اوزار خپل ځان ته د استعمال مسؤليت، چوکاټ، نظم او اخلاق لري، له انځور څخه په خپل راپور کي کار اخيستل هم خپل شرايط او حدود لري.

کله چي يو ژورنالست يو انځور عاموي او خپروي يې نو لومړۍ پوښتنه دا ده چي هغه دغه انځور د کومو معيارونو او اړتياؤ پر اساس انتخابوي؟ ايا دا يو داسي انځور دی چي په خپله خپل ځان ته يو راپور، يو داستان، يو خبر دی او که د يو ليکل سوي يا ږغيز راپور د بشپړه کولو يوه اړينه وسيله ده؟

د انځور سوي کس حقونه

خو د لومړۍ پوښتنې د جوابولو سره سم بايد ژورنالست او خپرونکی له خپل ځان او خپل مسلکي او انساني وجدان يا ضمير څخه دا پوښتنه هم وکړي چي د دغه انځور په خپرولو سره خو به د يو انسان د محرموالي يا نور حقونه تر پښو نه لاندي کيږي؟ که دلته کومه لانجه احساسيږي يا شک و شبهه رامنځ ته کيږي نو بايد بيا پوښتنه وسي چي ايا د دغه انځور خپرول په رشتيا په دې ارزي او د راپور له پاره دومره اړين او مهم دی، چي د يو انسان د حقونو د تر پښو لاندي کېدلو ګواښ له پامه وغورځول سي؟

له بده مرغه دا چي اوس کېمرې او کېمره لرونکي موبايلونه د هر لوی او کوچني او مسلکي او نا مسلکي انسان و لاس ته رسېدلي دي او ټولنيزه رسنۍ يا سوشل ميډيا بېله کوم اخلاقي او مسلکي کنټرول څخه د دغو انځورونو د خپرولو مفتې او چټکې وسيلې دي، نو هغه انځورونه تر انسانانو رسيږي چي له هر ډول انسانيت، انساني کرامت او حرمت ضد دي.

د کوټي د غميزي انځورونه

د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۸مه نېټه د کوټي په سول هسپتال يا روغتون کي د بمي بريد د قربانيانو انځورونه اخيستل او د هغوی خپرول د بې مسؤليته «ژورناليزم» هغه تر ټولو وروستی مثال ؤ. په لوی احتمال سره دا ډول يو «ژورناليزم» هغه آخري مثال نه ؤ او په آينده کي ښايي بيا بيا تکرار سي.

د يو زخمي، د يو زکندن پر حال انسان او يا د يو وژل سوي انسان څخه دغه ډول انځورونه اخيستل د کوم معيار، د کوم مسلکي اخلاق او د کوم انساني کرامت ته د احترام پر اساس اخيستل کيږي؟

که دا ومنو چي دغه «ژورنالستان» د مسلکي زدکړو او روزنو څخه بې برخي پاته سوي دي، نو دا پوښتنه خو څوک کولای سي چي که پروفيشنل ژورنالست نه يې، نو يو انسان خو يې. ته دا څنګه انسان يې چي په دې نه پوهېږې چي ستا له خوا خپاره سوي انځورونه د دغو قربانيانو تر مېندو، پلرونو، خوېندو، ورونو، مېرمنو، بچيانو، عقاريبو، دوستانو او ګاونډيانو رسيږي؟ د قربانيانو، وژل سوو يا ژوبل سوو انسانانو دغه دوستان او عقارب چي لا ژوندي دي، هغوی خو به لا د دې وروسته هم ژوند کوي او د وژل سوو سره به نه مري. نو که هغوی د خپلو د وژل سوو دوستانو دغه ډول انځورونه وويني، نو هغوی به بيا څنګه وکولای سي چي يو وخت بېرته دغه انځورونه له خپلو اذهانو پاک کړي او عادي ژوند ته وګرځي؟

صرف د لايکونو او ارزانه شهرت له پاره؟

دا يوه داسي موضوع ده چي په اصل کي بايد هر عاقل او بالغ انسان په خبر وای. لوی احتمال او امکان سته چي هغه کسان چي دغه ډول انځورونه اخلي او بيا يې بېله د قربانيانو، د قربانيانو د کورنيو او دوستانو سره د مشورې خپروي، هغه د موضوع په نزاکت خبر وي. خو دغه تش په نوم ژورنالستان دغه ناوړه کار ته په دې زړه ښه کوي، ولي چي لباسي او ارزانه شهرت يا د لایکونو غم زيات او د خپل مسلکي ضمير او نورو انسانانو د احساساتو کم درک او احساس ورسره وي.

په پښتو ژبه کي يو متل دی چي وايي خپل که دي مړ هم کړي خو لمر ته دي نه غورځوي. د يو بل انسان چي وژل سوی وي او د خپل ځان څخه دفاع نه سي کولای او نه د چا سره دليل ويلای سي چي په دغه حال کي مي انځور مه اخله، د هغه انځور اخيستل بالکل دې ته ورته کار دی لکه څوک چي يې مړی لمر ته وغورځوي. په دې کي هيڅ نوره د بحث او دلايلو ويلو اړتيا نه سته او څوک ويلای سي چي دغه ډول ژورناليزم يا صحافت په اصل کي يو لوی بربريت دی.

يادونه: دغه ليکنه يو خاص او ځانګړي ژورنالست يا کس ته نه ده مواجه، او نه هم د چا تخريبول يا خدای مه کړه زړه ازارول يې مقصد دی. بلکه د دغو څو کرښو مقصد صرف او صرف د اصلاح دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۹مه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (لومړۍ برخه)
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دويمه برخه)
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (دريمه برخه)
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ 

Loading...
Loading...