Close

يا ربه زما ټول ملت ته نجات ورکړه

يا زما ربه، يا د کايناتو خالقه، يا د ګناهونو بخښونکې، يا د دعاؤ قبلوونکې، يا رحمن، يا رحيم

ستا د دغه عاجز بنده ايمان دی چي هغه څه چي زه درڅخه غواړم د هغه په عطا نه ستا خزانې کميږي او نه ختميږي.

يا دعا قبلوونکې زما سخي ربه

لکه څنګه چي دي د فراه مظلوم نويد جان ته نجات ورکړ، هغسي زما ټول ملت ته چي د بدو او بدترو خلکو په اسارت او اختطاف کي قرار لري او ورته شکنجې ورکول کيږي، نجات ورکړه. يا ربه دغه ناروغه ملت ته شفا ورکړه چي د نا اهلو او ظالمو انسانانو پېروي او مشرتوب نور ونه مني. يا ربه دغه ملت د قومبازۍ، سمت بازۍ او د نفاق له ورته نورو پدېدو له اسارت څخه راخلاص کړه.

يا ربه، نور زما د ملت په يوې مور هم د خپل بچي په وينو لړلی جسد مه وينه. يا ربه زما وطن داسي ګل او ګلذار کړه چي بيا هيڅ بچی يې د پرېښودلو او هجرت تکل ونه کړي.

يا ربه لکه څنګه چي نويد جان تېره شپه د خپل مور او پلار په غيږ کي آرامه تېره کړه، زما ملت او نورو ټولو کړېدلو او جنګ ځپلو ملتونو ته هم ژر تر ژره د دايمي سولې غېږه او آرام ور په نصيب کړه.

آمين يا رب العلمين

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۶مه نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ګبين که زقوم ـ منظوم نکل
د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...