Close

د ماشومانو جنسي زهيرونه ـ پوهاوی او مخنيوی

source of image: http://yourdost.com/blog/2016/02/what-is-child-sexual-abuse-and-how-to-fight-it.html?q=/blog/2016/02/what-is-child-sexual-abuse-and-how-to-fight-it.html&

په جرمني هيواد کي تر سره سوې يوه څېړنه ښيي چي په دغه هيواد کي د هغو کسانو شمېر تر اټکل زيات ډېر دی، چي په ماشومتوب د جنسي زهيرول کېدنې سره مخامخ سوي دي. د دغې موضوع په تړاو له پوښتل سوو څخه ۱۴ سلنې ويلي چي په ماشومتوب په جنسي توګه زهيرول سوي دي.

د هند په هيواد کي ورته يوې څېړني ښودلې چي له پوښتل سوو کسانو څخه ۵۳ سلنه کسان په ماشومتوب د جنسي زهيرول کېدنې سره مخامخ سوي دي. په همدې راز د نړۍ په نورو هيوادونو کي هم دغه ستونزه وجود لري او هيڅ داسي هيواد او ټولنه نسته چيري چي دغه ستونزه موجوده نه وي.

د افغانستان په څېر په سُنتي ټولنو کي پر دغه ډول موضوعاتو خبري کول، د هغوی مطرح کول او پر مخنيوي يې غور و فکر کول، يوه جنجالي او شخړيزه موضوع بلل کيږي. حال دا چي په افغانستان کي اوسېدونکي اکثريت انسانان مسلمانان دي او په اسلام کي د پوهاوي په ترڅ کي هيڅ ممانعت نسته.

شرم، حيا او ورته نور لاملونه د دې سبب ګرځي چي دغه موضوع د افغانستان په ټولنه کي هغسي نه مطرح کيږي، لکه څنګه چي ورته اړتيا سته. خو دغه چوپ پاته کېدنه او پر دغې ستونزي د سترګو پټونه ښايي په ټولنه کي د دغې ستونزي د لا پراخېدو سبب سي.

زما په فکر هر هغه څوک چي ماشومان لري بايد اول په خپله پر دغه موضوع غور او فکر وکړي او په هکله ځان پوه او خبر کړي او په دويم پړاو کي پر دغه فکر وکړي چي څنګه کولای سي چي خپل ماشومان په دې هکله پوه او خبر او په دې توګه خوندي کړي.

د ماشوم زهيرونې د مخنيوي په تړاو نه بايد چي په کورنيو کي غور و فکر او رغنده خبري وسي، بلکه زما په فکر بايد په تعليمي نصاب کي هم دغې موضوع ته د کارپوهانو او عالمانو په لارښوونه خاص توجه وسي. د دې تر څنګ بايد زموږ تکړه ليکوالان د ديني، ټولنيزو او علمي ارزښتونو په پام کي نيولو سره د ماشومانو له پاره داسي تخليقي مواد وليکي چي د ماشومانو له پاره د پوهاوي وړ وي.

يوه لنډه ويډيو چي پکښي ماشومانو ته په هندي ژبه د دغې موضوع د تشريح کولو هڅه سوې، د لاندني لينک په مرسته کتلای سئ:
https://www.youtube.com/watch?v=ah7M0EXwKTc
پر دغه موضوع د عامر خان د بشپړ پروګرام ويډيو د لاندني لينک په مرسته کتلای سئ:
https://www.youtube.com/watch?v=Cw9lSkRBm3U

که تاسو پر دغه موضوع د ماشومانو د پوهاوي وړ منظوم يا منثور نکل ليکلی يا لوستلی وي، نو هيله ده چي راسره شريک يې کړئ چي زه يې پر www.kochnai.com خپور کړم.

ماشومان نه يوازي زموږ د بهتره راتلونکي له پاره سرمايه او پانګه ده، بلکه ماشومان يو لوی امانت دی چي بايد په ساتنه، تعليم، تربيه او پوهاوي کي يې هيڅ سپما او ټمبلي ونه کړو.

احمدولي اڅکزی، د کوچنی ټکی کام مسؤل چلونکی 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونه وېبپاڼه
www.kochnai.com

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:

زما او ستا خپل بچي
فيسبوک، انټرنټ او ستاسو له خوا د خپلو ماشومانو پر حقونو تېری
 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...