Close

د انسان او شيطان فرق ـ منظوم نکل

source of image: http://productivemuslim.com/sincere-repentance-a-sure-path-to-forgiveness/

 

خدای چي جوړ کله زموږ نيکه بابا آدم (ع) کړ
نو ملايکو تې حاضـر او مقدم (۱) کړ
امر بيا وسو چي آدم (ع) ته په سجده سـي
ساجد (۲) مَلَکي او جنات (۳) باقاعده سـي
بېله کوم ځنډه په سجده سوې ملائيکې
تابع د اَمر د خالق سوې دا لايقې
بهتر زما جنس دی تر آدم (ع) ويل ابليس بيا
او نافرمان (۴) سو له خپل کبره جن رئيس بيا
د کرکې وړ دا نافرمان سو ډېر بې حده
ابليس کافر سو او لعين (۵) سو تر ابده
خدای بيا آدم (ع) ته جنت ورکړ لوی نعيم ښه(۶)
هلته يې کړ هغه حوا سـره مقيم ښه(۷)
له ممنوعه ونې چي يې وخوړه ميوه
له نافرمانو څخه سو په دې شيوه
خو آدم (ع) ومنله ژر چي نافرمان سو
توبه يې وکړه پر خطا خپله پښېمان سو


عفوه آدم (ع) سو، هم نبي او خليفه سو
ټول انسانانو ته بابا او نمونه سو
که يو خطا کوي او بل وي نافرمان نو
وايه فرق څه دی د انسان او د شـيطان نو؟
د دې سوال جواب مهم دی ګرانه وروره
ښه ورته ځير سه، توجه دي کړه لا نوره:

خپله خطا نه مني هيڅ چي يو شيطان وي
انسان که وي هم يې مني، هم پر پښېمان وي

د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۰مه نېټه، بون

۱) مقدم: مـشـر (آدم ع پر مځکه د الله خليفه ؤ
۲) ساجد: سجده کوونکی ۳) جنات: د جن جمع
۴) نافرمان: امر نه منونکی ۵) لعين: ترټل سوی، لعنت پر سو
۶) نعيم: آرام او له خوشالۍ او نعمتونو ډک
۷) مقيم: اوسېدونکی

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 



Loading...
Loading...