Close

قاچاقي زمري ـ منظوم نکل

source of image: https://www.facebook.com/Kandahar.mediaoffic

 نن مي يو واورېدی خبر د شپږ زمريانو
زما د غيور کوم هيوادوال د شپږ بچيانو
اچول سوي په پنجرو کي دا زمري ول
دوی ظالمانو ته يو مال کوم قاچاقي ول
په يو څو لويشتو پنجرو کي بندي سوي
دوی تر ميوو او سبزيجات ول لاندي سوي
يا به عرب يا به عجم ته وړل کيدل دوی
که غلامان د کوم پردېس به جوړېدل دوی
په دې خبر مي زړه بيا ولي په ټوپو سو؟
څيري ګريوان مي ولي بيا په لندېدو سو؟
څه اول واري خو يې نه دی چي پيښيږي
د مړو بيدو کلی نو کله راويښيږي
مه کيږه هيڅکله برخليک ته يې حيران
چي پر نفاق يې وي راوړی خپل ايمان
چيري چي خره د انسانانو وکيلان وي
سپي مشران او خنځيران يې کفيلان وي
قاتلين چيري چي ښاغلي واکمنان وي
نر ښځه څه چي حيوانان به يې لا بنديان وي


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۳۰مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونه وېبپاڼه
www.kochnai.com

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
ورور که پنير ـ د ماشومانو منظوم نکل
 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...