Close

ملي هويت، افغان ملي هويت

يادونه: د دغې مقالې ليکلې بڼه تر ويډيوګانو لاندي په همدغه پاڼه کي لوستلای سئ!
 
http://bit.ly/2qclw6j

د دغه سيمينار بشپړ ويډيو لاندي کتلای سئ:
http://bit.ly/2oHs8bJ



د مقالې متن:

يادونه: د دغې مقالې د ليکلو په ترڅ کي ژورناليستيک ميتود په کار اچول سوی او نه يو اکاډميک څېړنيز ميتود. د دغې مقالې ليکونکی ادعا نه لري چي په خپله دغه مقاله به يې د «ملي هويت، افغان ملي هويت» مغلقې او پراخې موضوع ته اړين څېړنيز او علمي جواب ورکړی وي.

بسم الله الرحمن الرحيم

هويت څه شی دی؟

هويت څو معناوي لري چي دلته به هغه معناوي مطرح کيږي چي د موضوع له پاره مهمي دي.

دا چي د اشخاصو تر منځ يو واحد شخص د هغه د پاتو يا دايمي ځانګړتياؤ يا حالت له کبله د نورو اشخاصو تر منځ پېژندل کيدلای سي، او يا د اشخاصو يوه ډله د يادو خصوصياتو له کبله د نورو ډلو تر منځ پېژندل کيدلای سي، نو دغه خصوصيات يا ځانګړتياوي د اړونده شخص يا ډلې هويت بلل کيدلای سي.

ملت څه شی دی؟

که يوه لويه ډله د مشترکو ځانګړتياو له کبله خپلمنځی د تړاو او يووالي احساس ولري نو ورته يو ملت ويلای سو. دغه مشترکي ځانګړتياوي مشترکه ژبه، مشترک قوميت يا مليت، مشترک کلتوري تفاهم، مشترک تاريخ، د زورېدنې يا ربړي مشترکه تجربه، مشترک دين يا مذهب، مشترک روحاني تفاهم (د مذهبي او ديني تفاهم څخه لږ فرق لري)، مشترک جغرافيايي موقعيت، مشترک سياسي نظر او يا مشترکه سياسي نظريه کيدلای د يو ملت سره د تړاو درلودلو د احساس لامل کيدلای سي.

ملي هويت څه شی دی؟

دا چي يو کس يا د کسانو يوه ډله د يوې لويي او ستري ډلې سره د مشترکو او ترمخه يادو سوو خصوصياتو لکه ژبه، قوميت، کتلور، دين، جغرافيايې موقعيت، مشترک تاريخ، د ربړي يا زورېدنې مشترکه تجربه، سياسي نظريې او داسو نورو مشترکو خصوصياتو له کبله ځان مربوط احساسوي يا بولي، نو دغو خصوصياتو ته ملي هويت ويل کيدلای سي.

ايا د ملي احساس له پاره دولت حتمي دی؟

د ملي احساس درلودلو له پاره د يو مشترک دولت وجود حتمي نه دی. خو د يو ملي دولت د رامنځ ته کولو خواهش او ارمان د يوې ډلې د ملي هويت مشترک ټکی کيدلای سي. نو په دې توګه ملي هويت بېله دولت يا ملي دولت درلودلو څخه هم ممکن دی.

د ملتونو بېلګي

لومړۍ بېلګه: د جرمني ژبه ويونکي

د جرمني يا المان هيواد چي څنګه نن د يو واحد دولت په توګه پېژندل کيږي، هغه يوه ډېره نوې پديده ده. په فرانسه کي د انقلاب پر وخت (۱۷۹۲) جرمني صرف د يوې طرحي بڼه درلوده خو جرمني نه ؤ. د جرمني ژبي ويونکو تر منځ تقريبا ۳۳۰ کرښي موجوده وې. د دې تر څنګ د يادولو وړ دي چي د جرمني ژبي څو لهجې درلودې چي تر نن پوري هم موجودي دي. مقدسه رومي امپراتوري، د پرويشيا شاهي، د هامبورګ آزاد ښار، ... دا ټول د جرمني ژبه ويونکو انسانانو بېل دولتونه ول چي هر يو ځان ته اصول او قوانين درلودل.

خو کله چي ناپوليون راغلی نو يې له دغو ځايونو څخه ۳۹ بېلي اداره کېدونکي سيمي جوړي کړې. کله چي ناپوليون وايستل سو او د ویانا کنګره (۱۸.۰۹.۱۸۱۴ تر ۰۹.۰۶.۱۸۱۵) دايره سوه نو پرېکړه وسوه چي ۳۹ اداري واحدونه به وساتل سي. د هغه څخه تر تقريبا ۵۰ کالو پوري د جرمني ژبي ويونکو د خپل ارمان ګل ته اوبه ورکړې چي يو واحد جرمني دولت رامنځ ته سي. خو دغه کار خورا مشکل ؤ، ولي چي دغه د خبرو اترو او جر و بحث يوه اوږده پروسه وه.

جرمني فيلوسوف ګوډفريډ فون هرډر وويل چي يو ملت د يو ځانګړي جغرافيايي حالت څخه رامنځ ته کيږي. هرډر د لوی ملت پر ځای د ملت د روحاني احساس پلوي ؤ. دا لا د هغه وخت خبره ده چي د فرانسې انقلاب لا نه ؤ سوی. خو وروسته د جرمني د نيشنلستانو يا ملتپالو نوي نسل دغه احساس د حقيقي لوی ملت په رامنځ ته کولو بدل کړ. دا هغه وخت ؤ چي د جرمني علاوه په شاوخوا کي صنعتي انقلاب راغلی ؤ.

جرمني ژبه ويونکي په لومړي سر کي د صنعتي انقلاب څخه ځکه بې برخي ول ولي چي پر زياتو برخو ويشل سوي ول او له همدې کبله يې زياته پانګه نه سوای راټولولای چي د بېلګي په توګه د انګلستان سره په صنعتي توګه سيالي وکړي. د دې تر څنګ د مصنوعاتو په لېږد کي د زياتو پولو له کبله د ماليو لګول کېدل هم د اقتصاد د پرمختګ په لاره کي يو لوی خنډ ؤ. په دې ترڅ کي په ۱۸۳۳ کال لاسليک سوی او يو کال وروسته نافذ سوی د deutscher Zollverein يا آلماني ګمرکي اتحاد يو له تر ټولو مهم ګام بلل کيږي چي د واحد جرمني دولت د رامنځ ته کېدو پر لور پورته سو.

په ۱۸۴۸ کي په ټوله اروپا کي انقلابونه ول او په جرمني کي هم انقلاب وسو. د جرمني بورژوازي لکه ډاکټرانو، وکيلانو، قاضيانو او تجارانو په فرانکفورټ کي يوه غونډه جوړه کړه. هغوی فيصله وکړه چي يو واحد جرمنی دولت بايد رامنځ ته سي. دا داسي خلک ول چي پخپله يې خپل ځان دغو غونډو ته رابللی ؤ او بل چا نه ول دعوت کړي چي دغه کار وکړي. دغو کسانو سياسي تجربه نه درلوده. هغوی تر يو کال پوري غونډي ودرلودلې. دغو کسانو د اساسي قانون يوه مسوده د پرويسيا پاچا ته وړاندي کړه. هغه دغه اساسي قانون ومنی بېله دي چي له دغې مسودې جوړونکو سره وويني. خو په لومړي سر کي ستونزي پر ځای پاته وې. بالاخره په ۱۸۷۱ کي د جرمني ژبه ويونکو واحد جرمني دولت Deutsches Kaiserreich جوړ سو. د جرمني جوړېدل د يو ارمان او د حقيقت او د عمل وړ کار تر منځ د يو لوی سفر داستان دی.

د ۱۸۵۰ څخه بيا تر ۱۸۷۰ پوري د جرمني اقتصادي وده هغسي چټکه وه لکه د چين اقتصادي وده چي نن ده. دغه وده د دې سره لويه مرسته سوه چي جرمني په صنعتي توګه د بريتانيې سره سيالي پېل کړه.

همدا ؤ چي د جرمني له کليو څخه د ښارونو پر لور حرکتونه پېل سول چيري چي فابريکې وې. په دغه وخت کي د سوسياليزم مفکوره هم وزېږېدله. لومړۍ جهاني جګړه، وروسته د نازيانو برلاسي کېدل، دويمه نړيواله جګړه، د جرمني تقسيم او بېرته سره يوځای کېدل د نژدې تاريخ برخه ده.

د جرمني بېلګه په دې مهمه ده چي جرمني هغه وخت هم يو واحد جرمني ؤ کله چي جرمني لا يو واحد او يو ملي دولت نه ؤ. کله چي لا جرمني پر شرق او غرب تقسيم ؤ نو لا هم غربي جرمني د ختيځ سره د خپل اقتصاد په قوت همکارۍ لرلې که څه چي ويل به يې چي غواړي يو وخت بېرته يو واحد دولت سي.

دويمه بېلګه: کوردستان

کوردستان يا کُردستان د جرمني په څېر يو بل مثال دی. کوردستان په اصل کي اوس په حقيقي توګه لا وجود نه لري. خو کوردستان د کوردانو په اذهانو کي حاضر او موجود دی او هم دغه کوردان دي چي ورته د کوردستان خطاب کوي. دا د هغه باوجوده چي کوردان په ترکيه، سوريه، ايران او عراق کي سره وېشلي دي. کوردان د نړۍ تر ټولو لوی ټبر او ايتنيکي ډله ده چي خپل ملي دولت نه لري.

ملي دولت څنګه جوړيږي؟ څوک يې جوړوي؟ د مايکل ګولډ فارب په وينا په اوسني وخت کي داسي معلوميږي چي داسي يو دولت، د نړيوالو سترو قوتونو يوه تحفه وي.

د لومړۍ نړيواله جګړې په ترڅ کي د کوردانو سره ژمنه وسوه چي هغوی ته به يو دولت ورکول کيږي. دا د ۱۹۱۶ او ۱۹۱۷ کالونه ول. په ورسای کي د هغوی سره بيا هم د يو خپل دولت وعده تکرار سوه. د ورسای تفاهم مات سو بېله دې چي بشپړه نقشې جوړي سي. د دې وروسته کوردان پر څلورو دولتونو کي سره تقسيم سول.

د تعريفونو له مخي کوردان یو ملت دی. د هرډر د تعريف له مخي هغوی يوه ژبه وايي که څه چي پکښي لهجې سته خو هغوی د ربړي د يوې ګډې تجربې او د يووالي د احساس لرلو له کبله هم يو ملت دی. خو د دغه ملت تقسيم د دغه ملت له پاره ډېر ګران تمام سوی دی.

که لنډ ووايو نو کوردستان هغه يو ارمان دی چي کوردان يې په خپلو زړونو کي د څو نسلونو راهيسي پالي. د هغوی ملي احساس او د ملي هويت احساس د دې لامل سوی چي دغه ارمان لا تر اوسه ژوندی محرک دی.

افغان هويت

افغان څوک دی؟ څوک ځان افغان بولي؟ ايا يو واحد افغان هويت وجود لري؟

د افغان کلمې او افغان هويت موضوع يوه لانجمه او شخړيزه موضوع ده. د دې ښه بېلګه په تذکرو يا پېژندپاڼو کي د افغان د کلمې پر راوستلو يا نه راوستلو د نژدې تيرو کالونو (د ۲۰۱۰ لسيزه) اوږده بحثونه او جنجالونه دي.

د «افغان» لغت څومره زوړ دی؟

د افغان لغت د اسلام څخه مخکي وختونو ته ستنيږي، کله چي باختريانو پر دغه سيمه واکمني کوله. هغه وخت د يفتليانو يا هفتليانو له خوا اداره کېدونکی د بيلو قومونو يو اتحاد موجود ؤ چي له دغو قومونو څخه يو قوم ته باختريانو د افغان لغت کاراوه.

دا چي باختريانو هغه وخت د يو قوم له پاره د افغان کلمه کاروله، دا په يوه داسي څېړنه کي رابرسېره سوې چي ډيره تازه ده او په لومړي ځل په ۲۰۰۷ کال په دې تړاو اسناد خپاره سول.

د دغې څېړني اسناد له افغانستان څخه منبع اخلي چي د افغانستان په شمال کي موندل سوي او بيا د قاچاقي او غير قانوني لارو د افغانستان څخه دباندي پلورل سوي ول. په بريتانيا کي مېشت يو ايراني الاصله د هنري او تاريخي توکو غونډوونکي خليلي ته د لرغونو توکو په بازار کي دغه اسناد په لاس ورغلل چي هغه په لندن کي د ختيځ پوهنې او افريقايي څېړنو د انستيتوت SOAS له کارپوه Nicholas Sims Williams څخه هيله وکړه چي دغه اسناد چي په باختري ژبه خو په يوناني ليکدود ليکل سوي ترجمه کړي. استاد Nicholas Sims Williams چي د باختري، ساکي او نورو يو شمېر ژبو کارپوه دی دغه اسناد وژباړل چي پکښي په درو خطونو کي د افغان کلمه راغلې ده.

له دغو خطونو څخه په يو کي د غرجستان او تخارستان يو قاضي ته د افغان خطاب سوی دی. د دې څخه دا معلوميږي چي هغه وخت هم يو ځانګړي قوم ته د افغان کلمه کارول کېدله او دا چي افغانانو په حاکمه واکمنۍ کي يو ډول برخه درلوده، لکه د بېلګي په توګه چي د غرجستان او تخارستان قاضي افغان ؤ.

د يادولو وړ ده چي دغه څېړنه لا په خپله نطفه کي قرار لري او هغه وخت لا نه وه برسېره سوې چي خدای بخښلي استاد حسن کاکړ خپل مشهور کتاب «افغان او افغانستان» ليکلی.

د «افغانستان» لغت

د «افغانستان» کلمه د څه وخت راهيسي يوې سيمي ته کارول کيږي؟

د خدای بخښلي استاد محمد حسن کاکړ صاحب په وينا افغانستان د ۱۳مې مېلادي پېړۍ په نيمايي کي د يوې ځانګړي سيمي نوم ؤ چي د دغې سيمي جغرافيې او پولو د نني افغانستان سره فرق درلود. خو دا د هيوادونو په تاريخ کي يوه عادي خبره ده او پولي هميشه پر ځای پاتي نه وي. زموږ د موضوع له پاره دا خبره مهمه ده چي د يوې سيمي له پاره په ۱۳ مه پيړۍ کي لا د بېلګي په توګه د چنګيزيانو له خوا د افغانستان نوم کارول کيدی.

افغانان څوک دي؟

اوس افغانان څوک دي؟ ايا دا هغه کسان دي چي يوه اوږده د ربړي او زورول کيدو يو اوږد مشترک تاريخ لري؟ که دا خبره په هو سره جواب کړو نو بيا خو د نني افغانستان، پاکستان او هندوستان په سيمو کي آباد زيات شمېر انسانان ځان ته افغان ويلای سي او يو افغان هويت لري، که څنګه؟

افغانان څوک دي؟ ايا دا صرف هغه کسان دي چي د يو جغرافيايي او دولتي جوړښت لاندي په نني افغانستان کي ژوند کوي؟ که دې ته د هو جواب ورکړو نو ايا بيا د افغانستان څخه دباندي اوسېدونکي هغه په مليونونو انسانان به افغانان نه ګڼل کيږي چي ورسره مشترک په زیاته د ربړول کيدو تاريخ او ژبني او قومي تړاوونه موجود ول او موجود دي؟

افغانان څوک دي؟ ايا دا صرف هغه کسان دي چي په پښتو ژبه خبري کوي؟ يا ايا دا صرف هغه کسان دي چي د پښتون قوم سره تړاو لري، خو اوس پښتو يا بله ژبه وايي؟ که دلته ووايو چي هو افغانان همدغه دي او همدغه پښتون قوم او يا پښتو ژبه افغان هويت دی، نو بيا خو څوک ويلای سي چي افغانان يو بل کوردانو ته ورته لوی ويشل سوی قوم دی، که څنګه؟

په آخره کي څوک دې نتيجې ته رسېدلای سي چي افغانان دوې لاري لري:

اوله لاره دا چي د کوردانو او جرمنيانو په څېر پر اېتنيکي او ژبني بنياد د يو مشترک او لوی جغرافيايي سرحدونه لرونکي دولت له پاره يوه اوږده او په زيات احتمال ستړې کېدونکې داسي مبارزه وکړي چي نتيجه يې مخکي له مخکي د اټکل وړ نه ده.

او يا دويمه لاره دا ده چي افغانان په اوسني دولتي جوړښت افغانستان کي د ژبو او ايتنيکي او مذهبي توپيرونو باوجوده ځان د يو څو مليتي ملت په توګه پر مشترک دين، د ربړي مشترکه تجربه او نورو مشترکو ځانګړتياو سره متحد کړي او ورڅخه په جغرافيايي توګه بيلي سوي برخي چي ورسره په ملي هويت کي اشتراک لري، هم له پامه ونه غورځوي او د هغوی سره د بېرته يوځای کېدو اراده ژوندۍ وساتي.

هندوستان د يو داسي جوړښت ښه بېلګه ده چيري چي ګڼ شمېر دينونه، مذهبونه، ټبرونه، قومونه او د بيلو ژبو ويونکی په يو دولتي جوړښت کي سره ژوند کوي. پر هند او پاکستان د ستر هند د تقسيم پر وخت وينسټن چرچل ويلي ول چي هند به ډېر ژر سره مات سي. خو د ټولو ستونزو باوجوده هند مات نه سو. پاکستان مات سو، سري لنکا ماته سوه، خو هند لا نه دی مات سوی چي په دې توګه هند د زياتو نورو بيلګو څخه د دولت يوه بېلګه بلل کيدلای سي چيري چي د ژبو، قومونو او اديانو د کثرت باوجوده انسانان په سوله کي ژوند سره کوي.

خو دا هم بايد په پام کي ونيول سي چي که د يو هيواد او سيمي له پاره يو سياسي او دولتي نظام بريالی دی، نو حتمي نه ده چي هغه سياسي او دولتي نظام به د بلي سيمي او بل هيواد له پاره په عيني توګه بريالی او موزون وي. دا په دې وجه چي هره سيمه پکښي د آبادو قومونو يا قوم او تاريخي تجربو له کبله بېلي اړتياوي او لومړيتوبونه لرلای سي.

د مقالې سرليک: ملي هويت، افغان ملي هويت
د مقالې ليکونکی: احمدولي اڅکزی
نړيوال سيمينار: ملي هویت ، ملي ارزښتونه او ملت جوړونه
کوربه: په جرمني کي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه
نېټه: د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۹مه نېټه
ځای: اېونټ پالاسټ، هيورت، جرمني

ماخذونه:
1 - Anthony D. Smith: National Identity and the Idea of European Unity, International Affairs (Royal Institute of International Affairs 1944-), Vol. 68, No. 1. (Jan., 1992)
2 - Eric J. Hobsbawm: Nationen und Nationalismus: Mythos und Realität seit 1780.
3 - Ernest Renan: Qu’est-ce qu’une nation? Conférence fait en Sorbonne, le 11 mars 1882.
4 - Michael Goldfarb: What is a Nation?, Dundee DD1 5EN UK, Lecture Series 2013.
5 - Eran Vigoda-Gadot: Building Strong Nations, 2009.
6 - Theodor Schieder: Das Deutsche Kaiserreich von 1871 als Nationalstaat [1 ed.], VS Verlag für Sozialwissenschaften 1961.
7 - Mary Fulbrook:
8 - Mohammed Ihsan: Nation building in Kurdistan: Memory, Genocide and Human Rights, Routledge 2017.
9 - Mohammed M. A. Ahmed: Iraqi Kurds and Nation-Building, Palgrave Macmillan US 2012.
10 - M. Hassan Kakar: A Political And Diplomatic History of Afghanistan, 1863-1901, Brill Academic Publishers 2006.
11 - Nicholas Sims-Williams: Nicholas Sims-Williams, Bactrian Documents from Northern Afghanistan I, 2012.
12 - Yogendra Yadav: Democracy in Multi-national Societies (2010).
13 - Yogendra Yadav: “Nation State” or “State Nation”?, Oxford University Press, 2006.
14 - Interview with a doctorand over his research on "Afghan and Afghanistan", 2017.



 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...