Close

هم خدای هم خورما ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2rqEW8b

 د پخواني وختو کيسه ده عيان سوې
د يو عابد سړي په هکله بيان سوې
شپه ورځ به ويښ ؤ دا سړی اکثر وختونه
زيات عبادت به یې کاوه کمتر خوبونه
عابد لوېدلی به خلوت ته سروکال ؤ
نه يې اولاد درلود نه کور او نه يې مال ؤ
سړي وقف کړی ؤ خپل ژوند خپل عبادت ته
د رب رضا ته د خاوند و اطاعت ته
يو عجب خوب يې وليد يو شپه دا سړي
چي يو تجار اصل سړی دی متقي
کله چي ويښ سو نو رهي سو و بازار ته
تکل يې وکړ چي به ځي نن دی و ښار ته
پيدا يې کړ عابد سړي د خوب تجار
څوک چي په ښار کي ؤ عادي يو دکاندار
عابد بيا وڅاری سړی يو څو ساعته
چي ګواندي ومومي يو شی غير له عادته
خو دا سړی او هم دکان يې ډېر عادی ؤ
هر مشتري ته دکاندار په ورين تندي ؤ
لمونځ ته ولاړ به سو سړی له خپل دکانه
ښه سم خوشال معلوميدی دی له جهانه
آخر عابد ولاړی سړي ته په سلام سو
خوب يې بيان کړ دکاندار ته په کلام سو
عابد ويل راته ښکاره کړه خپل رازونه
ستا د تقوا په هکله وينم زه خوبونه
هغه ويل درته به درکړم جوابونه
خلاص که لومړی کړې راته خپل دواړه لاسونه
دکاندار دوې هګۍ اومې راواخيستلې
پر خلاص ورغوو د عابد يې کښېښودلې
په موټ به يې نه نيسي ولاړي دا هګۍ
نه به پر ګوتي کتوې خپلي نرۍ
په يو ګړي کي به ته ځغلې پر بازار
په خلاص ورغوو په مرکز کي د دې ښار
عابد په ډېر احتياط چټک چټک روان سو
ډېر ژر سپارلې وظيفې ته هم حيران سو
پر بازار کله چي راوګرځېد عابد
امانت را يې وړ هغه بېرته ثابت
دکاندار وپوښتل چي کله چي ته تلې
پر لار روان چي پر هګۍ ته بېرېدې
ايا په ياد ؤ ستا خپل خدای که صرف هګۍ
ايا دريادي سوې د مرګ وروستۍ سُلګۍ
عابد چي ستړی ؤ هلاک ؤ ښه عيان
سوال چي يې واورېد پېل يې کړ بيا خپل بيان
ټول وخت هګۍ ته وم زه ځير چي ماتي نه سي
يا مي چټکي پښې له لاري پاتي نه سي
هغه ويل خدای مي ؤ هير په دغه کار کي
قبر او مرګ مي په ياد نه ول په بازار کي
دوکاندار وويل همدا دي توپيرونه
چي بدلوي د انسانانو تقديرونه
زه دکاندار که يم تر څنګ يې هم ديندار يم
په دواړو چارو کي هميش ديانت دار يم
څه چي دنيا لره کوم زه خپل کارونه
د خپل عقبا پکښي ساتم زه تل يادونه
متقي هغه څوک دی واوره زما وروره
چي خپل اصلي منزل هير نه کړي پر هيڅ لوره
څوک چي دنيا کي تل په فکر د عقبا وي
هم به يې خدای وي هم به ده لره خورما وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۱۷مه نېټه، بون

د ليکوال يادونه: دغه ته ورته يو منثور نکل مي يو چيري لوستلی ؤ، چي اصلي منبع يې نه ده راته معلومه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...