Close

بهترين تجارت ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2qUE3rZ

 يو وخت پر ښار باندي راغلې لو قحطي وه
جاري څو کاله وه حاضره وچکالي وه
وږي ول خلک د دې ښار خوراک يې کم ؤ
مځکي وې شاړي نه باران نه بل کوم نم ؤ
په داسي وخت کي له شام راغلل زر اوښان
په خوراکي اجناسو بار دا حيوانان
هر تجار غوښتل د دې ښار چي اوښان واخلي
ورباندي بار خوراکي توکي سامان واخلي
د دې اوښانو مالک وويل اې ورونو
منافع څوک راکوئ زياته عزتمنو
هر يو تجار دلته کوښښ کاوه په سخته
په لوړ قيمت چي واخلي مال دغه خوشبخته
تر ټولو زياته ګټه چا چي کړله وړاندي
پنځه فيصده وه اصلي سرمايه باندي
دغه تجار ويل مالک ته تر دې زياته
ګټه به څوک درکړي پر مال باندي وتاته
مالک ويل يو څوک حاضر دی چي ادا کړي
د يو درهم ګټه اوه سوه عطا کړي
څښتن د مال او د اوښانو بيا ګويان سو
عثمان غني بن عفان (رض) په دې بيان سو
چي رب زما دي فرمايلي بقره (۱) کي
دوه سوه يو شپېتم شمېره ښکلي آيه کي
چي خرڅوي د خداي په لاره کي مالونه
هغه په لاس به راوړي داسي ثوابونه
لکه يوه دانه چي شنه کړي اوه وږي
سل سل دانې وکړي اوه واړه بيا وږي
نو واورئ زه مصرفوم د خدای په لار کي
خپل دا مالونه مسکينانو ته په ښار کي
واوره کيسه چي سوه بيان درته زما وروره
زده تجارت کړه ګټه زياته کړه لا نوره
مال صرف حلال او صرف حلال ګټه و ځان ته
بيا په مصرف يې ځان غني کړه بل جهان ته

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۱۸مه نېټه، بون

منبع: د حضرت عمر فاروق رض د خلافت د وخت دغه نکل د شيخ عبد الله ناصح علوان د کتاب «تربية الأولاد في الإسلام» څخه اخيستل سوی او په پښتو ژبه منظوم کړل سوی دی.

۱ ـ د سورة بقره ۲۶۱ آيت: مَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنْبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنْبُلَةٍ مِائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
ترجمه (کابلی تفسير): هغه کسان چې خپل مالونه د الله په لاره کې لګوي دثواب مثال يې هغې دانې ته ورته دى چې اووه وږي زرغون کړي اوپه هر وږي کې سل دانې وي اودلله چې چاته خوښه شي تردې هم زيات ثواب ورکوي او الله دزياتې لورينې اوعلم خاوند دى.

 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...