Close

لس کلن اعتکاف ـ منظوم نکل

کيسه کوي د علم فهم څښتن خاص
راوي پخپله (۱)عبدالله ابن عباس (رض)
چي مدينه کي په مسجد کي د نبي (ص)
دی ؤ لوېدلی اعتکاف ته ښه سهي
چي ورته راغلی يو سړی چي ؤ زهير
په اندېښنو کي په فکرونوکي راګير
ويل راباندي د فلانکي سړي پيسې دي
وس يې زه نه لرم له دي مي اندېښني دي
ابن عباس (رض) ويل که غواړې مرسته وکړم
د دې سړي سره خبري به زه وکړم
مقروض سړي ويل که وکړې ورته چار
راته آسانه به سي و ماته دغه کار
ابن عباس همدا ؤ ووت له جماته
موزې يې وکړې اعتکاف ورڅخه پاته
مقروض حيران سو ويل ايا درنه تېر سو
ستا اعتکاف ؤ ايا خلاص او که دي هېر سو
ابن عباس ويل چي يا هير سوی نه دی
وخت يې لا پاته اعتکاف تېر سوی نه دی
اوښکی په سترګو کي هغه بيا په بيان سو
ابن عباس د يو حديث هکله ګويان سو
په غوږو خپلو اورېدلی مي فرمان دی
له محمده (ص) چي نبي آخرزمان دی
چي هغه څوک چي د خپل اړ مسلمان ورور
مرسته تکل کړي او رهي سي پر يو لور
په لاس به راوړي دا سړی لوی ثوابونه
تر لسو کالو اعتکاف هم ډېر اجرونه
نو مسلمان وروره ورځه ته هم روان سه
مرسته د ورور وکړه محسن ته د خپل ځان سه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۱۹مه نېټه، بون


د نکل منبع: د الترغيب په نوم د کتاب دويم جلد ۲۷۲ نمبر پاڼه


(۱) عبدالله بن عباس (رض) د حضرت محمد (ص) د اکا عباس بن عبد المطلب (رض) زوی ؤ. عبدالله بن عباس (رض) په ډېر کوچنيوالي د حضرت محمد ص څخه زدکړه شروع کړې وه او زيات وخت يې له هغه سره تېر کړ. د ابن عباس (رض) په هکله ويل کيږي چي هغه يو بې ساری عالم او د قرآن پاک تر ټولو مهم او لوی مفسر او د زياتو احاديثو راوي ؤ.

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...