Close

د واکمن ملاقات ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2qHLlzN

يو پلار ويل و خپل فرزند ته: اې زويکه
که غواړم ووينم ښاروال زما لايقه
بايد څه وکړم وخت چي دی و ما ته راکړي
زما و سوالونو ته جواب که مثبت راکړي؟
زوی ويل: ته بايد رجوع کړې ښاروالۍ ته
په عريضه د ملاقات ولسوالۍ ته
په عريضه کي به بيان ډېر وجوهات کړې
چي د ښاروال سـره ته ولي ملاقات کړې
که يو وکيل ورته پيدا کړې دا به ښه وي
څوک پېژندونکی د ښاروال دا به لا ښه وي
ښايي چي وغواړي دفتر بيا تصديقونه
چي نه لرې منفي ماضي يا کوم جـرمونه
که ټولې چاري په ښه توګه ته ادا کړې
ښايي بيا چانس يې د ليدو ته هم پيدا کړې
خو دا چي ډېر مصـروف سړی دی زموږ ښاروال
کارونه يې زيات دي او مغلق دي تر کوټوال
ښايي مجبور سې چي ته وکړې انتظار
اونۍ يا مياشتي ښايي ونيسـي دا کار
د ملاقات کله چي ورځ بيا ورسـيږي
انتظار ځای کي ښايي وخت ډير ولګيږي
تېرو آلو، چاقو، وسلو پسـي دستي کړي
ښايي چارواکي ستا په جيب کي تلاښي کړي
کله چي وسـي بيا پر تا باندي ږغونه
تا به نيولي وي ښه ځير ورته غوږونه
ښاروال چي ناست وي په چوکۍ کي ته يې مخته
خپل د مقصد خبره وکړه لنډه زښته
ته بايد پوه يې چي ډېر وخت به نه لري
ښايي دی ستړی حوصله به نه لري
که دي غوښتنه وه پر ځای او منطقي وه
د ده د واک په دايره کي حقيقي وه
ښايي بيا امر وکړي دی د پلټنې
ستا د غوښتني بيا له سـره ارزونې
پلار ويل: زويه که زه وغواړم ليدنه
د يو وزير يا کوم پاچا سـره کتنه
دا معامله خو به وي نوره لا مغلقه
د ځغاستو پاستو دا پروسه حتی مهکله
نو واوره اوس زه درته ښيم چل آسان
داسـي يو چل چي ټيټ ارزښت نه کړې د ځان
له اول سـره هيله مه کړه ملاقات ته
د کوم چارواکي منصبدار و کوم خيرات ته
په مستقيمه توګه ووايه حالونه
بې انتظاره وکړه ته ټول خپل سوالونه
له داسـي چا نه چي رشتيا لوی زورور دی
هم باجلال هم په رشتيا لوی طاقتور دی
بې سکرتره بې وعدې چي ملاقات کړي
بې سفارشه چي پوره ټوله حاجات کړي
داسـي يو چا ته چي پرانيستي يې ورونه
و پرهېزګار هم ګنهګار ته په لکونه
داسـي يو څوک چي خزانې لري بې شمېره
داسـي يو څوک چي نه ستړيا لري نه هېره
داسـي يو څوک چي په عطا يې نه کميږي
نه شتمنۍ يې په مصـرف کله ختميږي
داسـي يو څوک چي مهربان تر مور او پلار دی
ستا ملاقات ته چي حاضـر شپه او سهار دی
داسـي يو څوک چي د ورتګ لار يې آسانه
ستا تر شهرګ چي در نژدی دی زما ګرانه

نو واوره واوره اې عاقله ځان ښه پوه کړه
ته بېله ځنډه همدا اوس خدای ته رجوع کړه



احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جون ۲يمه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...