Close

ايا غواړئ په ختم القرآن کي ونډه واخلئ؟

انټرنټ او ټولنيزي رسنۍ د قرآن پاک د ختم د تنظيم له پاره ښه رول لوبولای سي. زيری درکول کيږي چي د همدغه کار له پاره د کراود قران www.crowdquran.com په نوم ځانګړې پاڼه آنلاين سوه. پر دغه پاڼه څوک کولای سي چي د خپل فيسبوک اکاونټ په مرسته او يا پر پاڼه د ځان ثبتولو وروسته ځان ته د ختم القرآن پروژه پېل کړي او بيا خپلو دوستانو ته د سوشل ميډيا له لاري يا له بلي لاري احوال ورکړي چي هغوی ځان ته پارې دد تلاوت له پاره وټاکي. دغه پاڼه داسي جوړه سوې چي د دغه کار په انسجام کي مرسته کوي چي کومي پارې په ذمه اخيستل سوي، کومي لا پاته دي او کومي تر مخه لا تلاوت سوي دي. دا چي دغه پاڼه څوک څنګه کارولای سي، په هکله يې ما يوه ښوونيزه ويډيو جوړه کړې ده، چي لينک يې د دغې ليکنې په پای کي کتلای سئ.

د قرآن پاک د تلاوت فضايل او ګټي خو تر شمېر تيري دي او دغه موضوع خپل ځان ته يو پراخ باب دی. الله تعالی د سوره المايده په دويم نمبر آيت کي امر کړی چي (وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ) «اومرسته كوئ تاسې يوتربله په نيك كاراوتقوى ( پرهيزګارۍ ) كې». نو د قرآن پاک په تلاوت کي يو د بل سره مرسته کول او په ګډه د قرآن پاک د تلاوت اهتمام کول يو له بهترينو کارونو څخه دی. راځئ چي حد اقل يو ځل له هفتې پر www.crowdquran.com د روانو ختمونو څخه په يو کي حد اقل يوه پاره ښه په اهتمام تلاوت کړو. لطفا پر لاندني لينک هغه ويډيو وګورئ چي پکښي د دغي پاڼي څخه د کار اخيستلو زده کړه کولای سئ. پر دغه پاڼه وګورئئ چي ايا کوم ختم روان دی چي تاسو هم پکښي ونډه اخيستلای سئ که څنګه.

ستاسو د دعاؤ په هيله

احمدولي اڅکزی، د کراود قرآن پاڼي مسؤل چلوونکی

د کراود قرآن پاڼي عمومي پاڼه www.CrowdQuran.com

د پاڼي څخه د کار اخيستلو ښوونيزه ويډيو  http://bit.ly/2rL745q

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...