Close

د اولاد په موضوع کي پر هر چا اعتبار مه کوئ

د پيښور د حيات آباد د ماشومانو د يو ښوونځي پر دغه سرمعلم يا پرنسپل تور دی چي په ښوونځي يا سکول کي يې په لسهاؤ لوڅ فلمونه جوړ کړي دي. په راپورونو کي راغلي چي دغه سړی په اسلامياتو کي ماستري لري او دا چي په خپل جرم يې اعتراف کړی دی. محکمه يا عدالت پوه سه، دی پوه سه او وژدان يې پوه سه. صرف ستاسو ټولو دوستانو څخه هيله کوم چي خپل اولادونه د يوې ثانيې له پاره لا هم له سترګو مه ليري کوئ او د اولاد په موضوع کي بېله خپل ځان څخه پر بل هيڅ چا اعتبار او اعتماد مه کوئ. لطفا خپل نابالغه اولادونه ليليو، هاسټلونو او نورو ليري ځايونو ته مه ليږئ.

ټول ظاهري څيزونه که هغه ظاهري تقوا، ظاهري اخلاق، ظاهري انسانيت، ظاهري زياته پوهه او تجربه هم وي، د يو انسان له پاره د بل انسان په باطن کي کتل نه ممکنه کوي. د هيڅ بد انسان پر تندي نه وي ليکلي چي هغه بد دی. د ظاهري څيزونو له کبله نه بايد پر يو چا له اندازې زيات اعتبار وکړئ او نه ورته تر بل چا ترجيح ورکړئ. زه نه وايم چي هر انسان ته د شک په سترګه کتل په کار دي، بلکه زه وايم چي څوک بايد هيڅ چا ته خپل ځان يا اولاد د بې اسثنی اعتماد له کبله لاس تړلی په لاس ورنکړي. اعتماد او اعتبار که ښه شی دی نو تر هغه لا بهتره څيز کنټرول دی.

لطفا خپل اولادونه له ماشتوب څخه په دې پوه کړئ چي بېله مور او پلار څخه په نړۍ کي پر بل هيڅ چا ړوند اعتبار او اعتماد ونه کړي. لطفا خپل د اولاد پر هره لويه او کوچنۍ غلطي دومره اعصاب خرابي او لېونتوب مه کوئ چي هغه بيا ستاسو سره خپل هيڅ راز د زړه حال او غلطي شريکه نه کړي او خدای مه کړه بل څوک د دغه غلطۍ له کبله ستاسو پر ماشومانو فشار واچوي، بلېک ميل يې کړي او له وضعې ناوړه ګته پورته کړي. خپل اولاد داسي وروزئ چي د خپل زړه هره خبره او خپله هره غلطي او تېروتنه درسره شريکه کړي. خپل د اولاد حوصله افزايي وکړئ چي هغه درسره هميش د زړه حال شريک کړي او بل رازدار ته اړتيا پيدا نه سي. که ستاسو اولاد کله خپله کومه غلطي درته ووايي ورته شاباس وواياست او غلطي يې تر عام وخت ژر او آسانه ور وربخښئ چي هغه په آئنده کي بيا دغه کار ته زړه ښه کړي. بله مهمه خبره دا چي خپل ځان ورته د رشتيا ويلو او د درواغ نه ويلو بهترينه بېلګه وګرځوئ.

تر هر ډول پيسو ګټلو، ماڼۍ درولو، فيسبوک کي تبصرو ليکلو، تلويزيون کتلو، قطعې کولو، راډيو اورېدلو او اوږدو بې معنی سياسي بحثونو کولو ضروري او حتمي دا دي، چي د خپل اولاد سره وخت تېر کړئ او د نړۍ له ښو او بدو يې خبر کړئ.

د اولاد د روزنې په برخه کي يوه وړه غلطي ستاسو د اولاد ټول ژوند او راتلونکی تباه کولای سي. هغه مسؤليت چي انسانيت، دين او اخلاقو د خپلو اولادونو په باره کي پر تاسو ايښی دی، لطفا په سپک نظر مه ورته ګورئ او په حقيقي او په ښه توګه يې جواب کړئ.

لطفا پر دغه موضوع لاندنی مطلب هم ولولئ:
http://bit.ly/2tQWw5K
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۳مه نېټه، بون



 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.
Loading...
Loading...