Close

دغه اصلي رهبر وپېژنئ

source of image: http://bit.ly/2zzuFfb

تر څو چي لاندنۍ ځانګړتياوي لرونکی سړی يا ښځه پيدا نه کړئ، په چا پسي د ملاتړ چکچکي مه کوئ، غونډو ته يې مه ورځئ، دفاع يې مه کوئ، رايه مه ورکوئ، صفتونه يې مه کوئ، د خېر توقع ورڅخه مه کوئ، په ژمنو يې اعتبار مه کوئ. د ويناؤ په اورېدلو يې خپل وخت مه ضايع کوئ او هيڅ ډول ملاتړ او نصرت يې مه کوئ.

صرف هغه سړی ستاسو د ملاتړ او نصرت او ستاسو د مشرۍ وړ دی:

ـ چي سوله غوښتونکی وي
ـ چي د جنګ غوښتونکو ملګری نه وي
ـ چي نه يې پخپله جنګ کړی وي او نه يې د جنګ کوونکو ملاتړ کړی وي
ـ چي نه پخپله قاتل وي او نه د قاتل ملګری وي
ـ چي نه پخپله درواغجن وي او نه يې د درواغجن ملګري کړې وي
ـ چي امانتداره وي او د خاين ملګري يې نه وي کړې
ـ چي درواغ شاهدي ادا کوونکی نه وي
ـ چي جرم يې نه وي کړی او د مجرمانو ملګری نه وي اوسېدلی
ـ چي غاصب نه وي او د غاصبانو ملګري يې نه وي کړې
ـ چي اختلاسګر نه وي او د اختلاسګرو ملګري يې نه وي کړې
ـ چي قاچاق وړونکی نه وي او د قاچاق وړونکو ملاتړ يې نه وي کړی
ـ چي د پيسو غوښتونکی نه وي
ـ چي د مقام غوښتونکی نه وي
ـ چي د چوکۍ غوښتونکی نه وي
ـ چي بشر، بشريت او بشري حقونو ته ژمن وي
ـ چي عالم وي
ـ چي خادم وي
ـ چي خاکساره وي
ـ چي له قومي تعصبه پاک وي
ـ چي له ژبنيز تعصبه پاک وي
ـ چي له مذهبي تعصبه پاک وي
ـ چي پردی پال نه وي
ـ چي پر پرديو کاسو نه وي لوی سوی
ـ چي زحمت کښ وي
ـ چي زړه ور وي
او داسي څوک چي دې ته چمتو وي چي بېله کوم تبعيض او فرق څخه د هيواد د ټولو خلکو د لېوالتياؤ ذمه په غاړه واخلي، لکه يوه مور او يو پلار چي بېله معاوضې او بېله کوم حرص څخه د خپلو ټولو اولادونو ذمه بلاتبعيضه په غاړه اخلي.

که تاسو داسي څوک نه پېژنئ نو بيا د يادو ځانګړتياؤ نه لرونکو سره د خپل وخت ضايع کولو پر ځای خپل اولاد داسي وروزئ چي پکښي لوړ خصوصيات او ځانګړتياوي پيدا سي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د نوامبر ۱۰مه نېټه، بون 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...