Close

د مورنۍ ژبي رول د ماشوم په شخصيت جوړونه کښي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۳مه نېټه
www.Kochnai.com
د سوېډن په مالمو کي علمي کانفرانس

ګرانو او قدرمنو حاضرينو
سلام عليکم
په لومړي سر کي د سوېډن د کلتوري ټولنو او د دغه کانفرانس د ټولو ترتيب کوونکو او په خصوصي توګه د محترم مشر غمخور صاحب څخه يوه نړۍ مننه کوم، چي ماته يې ستاسو د ديدن کولو سعادت راپه برخه کی.
درنو دوستانو،
د مورنۍ ژبي رول د ماشوم په شخصيت جوړونه کي
نن موږ تاسو پر دغه موضوع خپل نظرونه سره شريک کوو.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چي ژبه څه شی ده؟
ژبه په لومړي سر کي د انسانانو تر منځ د افهام او تفهيم هغه تر ټولو مهمه وسيله ده. په دغه نړۍ کي ژوند کوونکی يوازنی موجود همدغه انسان دی چي ژبه لري او خبري کولای سي. د حيوانانو په نړۍ کي د تماس نېونې بېلې بڼي موجودي دي خو د تماس نېونې دغه بڼې د انسانانو د ژبي سره نه سي مقايسه کېدلای.

د هغه باوجوده چي انسانان د تماس نېونې له پاره د ژبي په شان يوه ډېره پياوړې آله او امکان لري، خو بيا هم د هغوی تر منځ ستونزي رامنځ ته کيږي. کارپوهان وايي چي زياتره وختونه د دغو لانجو لامل د تماس کموالی وي. يعني چي انسانان يو د بل سره هومره خبري نه کوي، د زړه خواله نه سره کوي، لکه چي ورته اړتيا وي. دغه د تماس کموالی د انسانانو تر منځ د سوی تفاهم د رامنځ ته کېدو او وروسته ورڅخه د لانجو د جوړېدو سبب ګرځي.
يعني نه تماس نيول او يا هم د ناقص يا نامکمل تماس له کبله د انسانانو تر منځ پرابلمونه پيدا کيږي.

دغه پرابلومه د مثال په توګه د نړۍ په بيلو سيمو او په بيلو عصرونو کي د زوړ او ځوان نسل تر منځ مشاهده کولای سو.
زوړ نسل تقريبا هميشه په بشپړه توګه د نوي نسل په خويونو او عادتونو نه پوهيږي يا ورته تفاهم نه لري او نوی نسل د زوړ نسل د زړو عادتونو او خويونو له پاره تفاهم نه لري.
که په داسي يو حالت کي د والدينو او اولادونو تر منځ د ژبي ستونزه هم رامنځ ته سي، نو بيا خو لانجې لا زياتيږي چي دغه لانجې موږ د مثال په توګه له افغانستان څخه دباندي ژوند کوونکو افغانانو په کورنيو کي هم ليدلای سو.
په دغو کورنيو کي عموما د لومړي رامهاجر سوي نسل يعني والدينو د نوي ټاټوبي ژبه په بشپړه توګه نه وي زده او له دې کبله په دغه پردۍ ژبه خپل احساسات په ښه توګه نه سي افاده کولای.
زيات وختونه په بهر کي رالوی سوي ماشومان بيا پر خپلې مورنۍ ژبي هومره حاکم نه وي چي خپل ژور احساسات باندي افاده کړي.
د دې نتيجه دا وي چي د دواړو نسلونو تر منځ واټن رامنځ ته کيږي او شته واټن لا زياتيږي.
که په بهر کي د ژوند کونکو افغان والدينو مثال راواخلو، نو هغوی هميشه کوښښ کوي چي اولادونه يې د افغانانو په شان چلن وکړي.
خو دغو ماشومانو په افغانستان کي زيات وخت نه وي تېر کړی او يا له سره يې افغانستان ليدلی نه وي، نو له دې کبله د افغانانو په يوه تقريبا مجازي نړۍ کي ژوند کوي چي مور او پلار ورباندي يو ډول تحميل کړې وي.
دغه ماشومان چي بلوغ ته ورسيږي نو اکثره وختونه د هويت د ستونزي سره هم مخامخ وي.
د هويت لانجه د دې لامل کيږي چي زموږ ماشومان په رواني توګه کړيږي او په ژوند کي و ټاکل سوو هدفونو ته په رسېدنه کي د ستونزو سره مخامخ کيږي.
د دا ډول ستونزو په هواري کي د مورنۍ ژبي اصولي او هدفي ښوونه تر زياتي اندازې مرسته کولای سي. همدا وجه ده چي د مثال په توګه په سوېډن کي د مهاجرو ماشومانو ته د دې امکانات برابريږي چي هغوی خپله مورنۍ ژبه په ښوونځي کي د يو مضمون په توګه زده کړي او پکښي امتحان ورکړي.
خو د اروپا او لوېديځ او په همدې شان د نړۍ په نورو اکثرو هغو هيوادونو کي چي افغانان ورمهاجر سوي دي، دا ډول نيکبخته چانسونه نه دي موجود چي افغان بچي په ښوونځي کي خپله مورنۍ ژبه زده کړلای سي.
که څه چي د دغه امکان درلودل يو لوی مثبت ټکی او زېری دی، خو د ماشوم د ژبنيو اړتياؤ د پوره کولو له پاره بيا هم کفايت نه کوي او د دې تر څنګ لا زياتو امکاناتو ته اړتيا سته چي د ماشوم اړيکه د مورنۍ ژبي سره ټينګه او مينه يې ورسره زياته سي.
دلته بايد وويل سي چي د يوې ژبي سره د اړيکه پيدا کولو او د يوې ژبي د زدکړي هغه تر ټولو مهم عمر ماشومتوب وي. يعني هغه ژبه په ښه توګه او په بشپړه توګه زده کېدلای سي چي له ماشومتوب څخه ورسره انسان تماس درلودلی وي.
يوه ژبه صرف هغه وخت د يو انسان په ژوند کي هغه اړين ځای پيدا کولای سي، کله چي ژبه لکه د ژوند نور ټول څيزونه د يو انسان په ژوند کي د عملي ګټو سبب هم سي.
کله چي يو ماشوم کوچنی وي او د مور للو للو سندرو ته زنګيږي، نو هغه وخت د خپلي مورنۍ ژبي په اورېدو سره د خپلي خوږې او مهربانې مور زمزمې اوري او په دې توګه مورنۍ ژبه د ماشوم يوه اړتيا پوره کوي او د ماشوم د دغې ژبي سره يوه مثبته اړيکه پيدا کيږي.
کله چي ماشوم کودکستان يا ښوونځي ته ولاړ سي نو که يې د مور او پلار ژبه د همصنفيانو سره د دوستيو او ملګريو په جوړولو کي مرسته وکړي نو به دغې ژبي د هغه يوه بله اړتيا ورپوره کړې وي.
که د دغه ماشوم ښوونځي د هغه په مورنۍ ژبه وي او ماشوم په خپله مورنۍ ژبه بېل مضامين زده کړي نو دا يې له خپلې مورنۍ ژبي څخه يوه بله عملي ګټه تر لاسه کړه.
په همدې توګه ماشومان هم د لويانو په شان هنري او ادبي تنده لري او که يې په مورنۍ ژبه ورته د د دوی د عمر سره سم د داستانونو، د شعرونو او د نړۍ ورپېژندونکو کتابونو کثرت وي، په دغه ژبه کي د دوی د عمر سره سم هنري مواد موجود وي، نو بيا خپلې دغې مورنۍ ژبې ورته يوه بله عملي ګټه ورسوله.
د تعليمي دورې څخه وروسته که ژبه د کار په موندلو او په کار کي د پرمختګ په ډګر کي ورسره مرسته وکړي نو دا يوه بله عملي ګټه ده.
يادي او نوري ټولې عملي ګټي د دې لامل کيږي چي انسان په روغه او سالمه توګه د يوې ژبي سره مينه پيدا کوي، دغه ژبه د ځان بولي او د خپل هويت برخه او يا حتی اساس يې ګرځوي.
د يوې ژبي د پرمختګ له پاره د نورو ټولو عواملو تر څنګ د عملي ګټي درلودلو ياد عنصرونه زښت زيات رول لوبوي. هغه ژبه پر مخ ځي، ژوندۍ پاته کيږي او پراخيږي چي خپلو ويونکو ته عملي ګټي ورسوي.

که د پښتو ژبي خبره وکړو، نو پوښتنه مطرح کيږي چي د پښتنو د ټاټوبو دننه او د هغوی له ټاټوبو دباندي، پښتو ژبې هغوی ته کومې عملي ګټي رسولي دي؟ او کومي عملي ګټي رسولای سی؟

تاسو او زه، هر اوسط مور او پلار، نيکه او انا، اکا او ماما، خاله او عمه، موږ تاسو څنګه کولای سو چي خپله مورنۍ ژبه، د خپلو ماشومانو له پاره د عملي ګټي د رسېدو سبب وګرځوو؟
که موږ غواړو چي د ژبي د ګټورې کېدو له پاره کار وکړو نو چي هر څومره وختي په خپلو هڅو پېل وکړو، هومره به بريالي يو. په هر څومره کوچني عمر چي زموږ ماشومان د مورنۍ ژبي سره په تماس کي راسي، هومره ورته دغه ژبه زده کول اسانه کيږي او هومره يې ورسره ژر اړيکه جوړيږي.
په دې لاره کي موږ مجبوره يو چي خپلو ماشومانو ته په پښتو ژبه داسي امکانات برابر کړو چي د نورو ژبو له خوا د ورته موجودو امکاناتو سره تر يوې اندازې سيالي وکړلای سي.
ماته دغه پوښتنه هغه وخت لا زياته مطرح سوه، کله چي الله په خپل کور کي راته ماشومان راکړل.
ما له ځانه پوښتنه وکړه چي موږ څنګه کولای سو چي بېله جبر او زور څخه خپل ماشومان د هغوی په رضا دې ته وهڅوو چي د پښتو سره اړيکه پيدا کړي او پښتو د ځان وبولي؟
د دغې پوښتنې له پاره مي زياتي داسي لارې او جوابونه په ذهن کي راغلل چي د هغه له پاره دولتي او سياسي قدرت او نفوذ ته اړتيا وه، او يا هم زیاتو پيسو او يا د کارکوونکو او ملاتړو لوی لښکر ته ضرورت ؤ.
خو ما نه سياسي او نه اقتصادي قدرت، نفوذ او اغېز درلود او په تجربه کي هم راته معلومه سوې وه چي څوک چي د پښتو او پښتنو له پاره کار کوي، نو بېله خدايه بل څوک نه لري او د فعالينو او مرستندويانو د لښکر جوړولو امکانات يې هم تقريبا صفر ته نژدې وي.
نو ما د ځان سره وويل چي د امکاناتو نه شتون بايد د دې لامل نه سي چي څوک لاس تر زنې لاندي کښېني او هيڅ ونه کړي. ما د ځان سره وکتل چي زه دمګړی په عملي توګه کوم امکانات لرم او زه په دغو امکاناتو د پښتنو ماشومانو له پاره څنګه کار کولای سم؟

دا چي زه د تقريبا ۱۷ کالو راهيسي د قاموسونه ټکی کام په نوم د پښتو قاموسونو آنلاين پروژه پر مخ بيايم، نو په دې پوه سوی يم چي د انټرنټ له لاري څوک په لږو امکاناتو د زياتو انسانانو سره زياته مرسته کولای سي. همدا ؤ چي ما په ډېر لږ وخت کي د کوچنی ټکی کام په نوم آنلاين پروژه جوړه کړه، چي پکښي د ماشومانو له پاره په پښتو ژبه نکلونه، نظمونه او نور ګټور مطالب اچول کيدلای سي.
دمګړی په دغه وېبپاڼه کي د ماشومانو له پاره ۲۵۰ نکلونه او نظمونه ځای پر ځای سوي دي او دغه لړۍ لا ادامه لري. د دغې پاڼي ډيزاين او طرحه داسي جوړه سوې ده، چي پکښي په لومړۍ پاڼه يا کورپاڼه کي د متونو او سرليکونو پر ځای و انځورونو ته زيات اهميت ورکول سوی دی، تر څو هغه ماشومان چي ليک او لوست يې لا نه دی زده، هغوی يې هم وکارولای سي. همدا وجه ده چي په دغه پاڼه کي زيات نکلونه په ږغيزه او ويډيويي بڼه هم دي، چي حتی کوچني ماشومان يې د مثال په توګه د انټرنټ لرونکي موبايل له لاري اورېدلای او کتلای سي.
زه له بده مرغه د ژوند د نورو ستړياو او مصروفياتو له کبله و کوچنی ټکی کام ته هومره وخت نه سم را ايستلای، لکه چي زه غواړم او يا لکه چي ورته اړتيا سته، خو الحمدلله دغه پاڼه بيا هم په لږ وخت کي ډېره بريالۍ ده او مطالب يې په اونۍ کي په لسهاوو زره واري لوستل کيږي.
د دې څخه تر مخه چي زه دغه پاڼه جوړه کړم نو مي زیات کوښښ وکړ چي په پښتو ژبه خپلو ماشومانو ته رنګه او انځوريز کتابونه پيدا کړم، خو زه په دغه کار کي بريالی نه سوم. دا چي زه له افغانستان څخه ډېر ليري يم او د کتابونو له بازار څخه يې هم ښه خبر نه يم، نو نه پوهېږم چي د ماشومانو له پاره په پښتو ژبه څه ډول کتابونه سته او څومره د مثال په توګه د پښتنو مهاجر ماشومانو سره مرسته کولای سي.
ما د ځان سره فکر وکړ چي کومه ستونزه چي د ماشومانو له پاره د ادبي موادو په ترلاسه کولو کي زه لرم، هغه به يې نور مهاجر سوي مور او پلار هم لري. نو ما وغوښتل چي د انټرنټ له لاري دا امکان برابر سي چي پښتانه مور او پلار په وړيا توګه خپلو ماشومانو ته ادبي مواد ولري او کوچنی ټکی کام آنلاين پروژه مي پېل کړه. په دې هيله چي پښتانه ماشومان په ډېر کم عمر لا د خپلې مورنۍ ژبي سره د دغې پروژې له لاري مثبته اړيکه پيدا کړي.
ما کوښښ کړی چي په دغه پاڼه کي نکلونه او مطالب د ماشومانو د عمر پر کاتېګوريانو او په همدې راز پر موضوعاتو او د مطالبو پر اوږدوالي ووېشم. هيله مي دا ده چي په نژدې وخت کي په دغه پاڼه کي د نکلونو شمېر ۳۶۵ ته ورسيږي، چي په دې توګه که مور او پلار وغواړي نو تر يو کال پوري هره ورځ له دغې پاڼي څخه و خپلو ماشومانو ته په پښتو ژبه يو بل نوی نکل ولولي. په اوږدمهاله توګه مي هيله او هدف دا دی چي په دغه پاڼه کي لږ تر لږه تر ۱۰۰۰ څخه زيات نکلونه واچوم چي تقريبا ټول د متن تر څنګ ږغيزه بڼه هم ولري. که د دې پاڼی نکلونه د ښايسته انځورونو سره د کتابونو په بڼه چاپ کړلای سم نو دا به هم راته د خوشالۍ سبب وي.
خو دغې پاڼي راته ښودلې چي د کتابونو پر پرتله د انټرنټ له لاري د موادو رسد هم آسان، هم ارزان او هم چټک دی. په داسي حال کي چي په لږ وخت کي د کوچنی ټکی کام مطالب په ټوليزه توګه تر شپږ لکه څخه زيات ځله ولوستل سول، او لا د دغو نکلونو زيات لوست هره ورځ ادامه لري، ښايي يو کتاب په لږ وخت کي دومره زيات نه وای لوستل سوی.
په اوږدمهاله توګه مي بله هيله او هدف دا دی چي زه د ماشومانو له پاره يوه راډيو جوړه کړم چي پکښي په ژوندۍ بڼه د اورېدونکو ماشومانو له پاره د ونډه اخيستلو امکان وي. يعني چي دغه خپرونه انتراکتيف او په دې توګه د عصر د اړتياوو سره برابره وي.
تاسو حاضر دوستان هم کولای سئ چي په دغه پروژه کي راسره کومک وکړئ تر څو دغه پروژه اصلاح، بهتره، پراخه او لا ګټوره سي.
تاسو درانه خوېندي او ورونه، لومړی کومک دا کولای سئ چي خپلو ماشومانو ته د دغې پاڼي د کارولو چل ورزده کړئ او له دې پاڼي څخه خپلو ماشومانو ته نکلونه ولولئ او په هکله يې خپل رغنده نظرونه زما سره شريک کړئ. تاسو د کوچنی ټکی کام پر پاڼه د موجود تماس نېونې د فورمې څخه کار اخيستلای سئ او له لارې يې زما سره اړيکه ټينګولای سئ.
تاسو درانه دوستان دويمه لويه او مهمه مرسته دا کولای سئ چي دغې پاڼی ته هغه نکلونه چي تاسو په ماشومتوب اورېدلي يا لوستلي او يا مو په لويوالي چيري اورېدلي او لوستلي دي او يا مو خپله ليکلي يا ترجمه کړي دي، نو هغه راسره شريک کړئ او په دې توګه په ټوله نړۍ کي د هغو ماشومانو سره مرسته وکړئ چي غواړي په پښتو ژبه ادبي موادو ته لاسرسی ولري.
دا چي پښتو زموږ د ماشومانو له پاره د عملي ګټو سبب سي، ورته زيات کار ته اړتيا سته. موږ تاسو بايد په جدي توګه پر دې غور وکړو چي په انفرادي توګه او په مشترکه توګه څنګه دغه هدف ته رسېدلای سو. د کوچنی ټکی کام پروژه ښايي د تږي صحرا پر وچه مځکه د اوبو د يوې قطرې اندازه ولري، خو که موږ دغسي قطرې زياتي او تقويه کړو، نو کيدای سي چي په شاړه او وچه صحرا کي ګلان هم راوټوکيږي.
که غواړو چي خپله ژبه ژوندۍ وساتو نو بايد په هر ډګر کي يې د نورو ژبو سره سياله او زموږ د اولادو له پاره د ګټي لامل وګرځو.
ستاسو له توجه او حوصلې څخه يوه نړۍ مننه

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...