Close

بوينه، خوسا او ورسته حب الوطني

 

حب الوطني يا د خپل هيواد سره مينه زياتي بڼي لري. په مجموع کي کيدای سي چي څوک يې پر دوو برخو ووېشي: عملي حب الوطني او د خبرو حب الوطني.
عملي حب الوطني يا د هيواد سره مينه حتمي نه ده چي هميشه دي مثبتې پايلي ولري او يا دي هميشه د ټولو په ګټه وي. خو حد اقل يو عملي بڼه لري او بنياد يې مينه وي.
البته د خبرو حب الوطني اکثره وخت ډېر سخت بد بوی ورکوي. هغه ځکه چي که يو څوک د عوامو برق غلا کوي، د عامې ګټي پر ځای خپلي ګټي ته لومړيتوب ورکوي او يا حتی د عامو خلکو په تاوان، تېرايستنه او چل ول کي ځان ته ګټه لټوي، ماليه نه ورکوي، قراردادونو کي اختلاس کوي، د رشوت په مرسته خپل کار تر نورو مخکي کوي، او داسي نور... خو د حب الوطنۍ خبري يې شپه او ورځ جاري وي، نو بيا دې ته د بوينې، خوسا او ورستې حب الوطنۍ نوم ورکول کيدلای سي.
په ودونو، مېلمستياؤ، حتی د محصلينو په مجالسو، په کور کي د ماشومانو او ښځو مخ ته، په مسجد کي، د مړو په فاتحه کي او نورو ممکنه ځايونو کي سل خرواره خبري کول او په تيوريتيکي توګه جهان جوړول او ړنګول خو په عمل کي د ټولو خبرو هيڅ څرک نه ښودل، د دې لامل ګرځي چي پر اکثرو خلکو دغه د حب الوطنۍ زر واري تکرار سوي خبري داسي بد اثر کوي، لکه د وروست سوي حيوان ورستې او خوسا مرداري کولمې چي يې پوزي ته نيول سوي وي. په زياته بيا هغه وخت چي دغه د تيورۍ ماسټران د ځان سره اويا زره ټاپې ګرځوي او کله پر خلکو يوه او کله بله ټاپه لګوي خو هيڅ کله خپل ځان ته د حقيقت په هنداره کي نه ګوري او تر ټولو بده لا دا چي په عمل او خبرو کي يې تضاد وي.
که يو محصل په خپل درس کي موافق او بريالی وي، که يو تجار په خپل تجارت کي باضميره او خوش معامله وي، که مزدور په خپله مزدورۍ کي مخلص او امانتدار وي، که مور او پلار د خپل اولاد په تربيه کي زحمت کښه او بريالي وي، که ګاونډی د ښه ګاونډيتوب اصول مراعتوي، که معلم يا ښوونکی خپلو شاګردانو ته ښه درس ورکوي او په دې توګه هر څوک د ټولنې د پرمختګ له پاره ورپه غاړه واړه او خصوصي خپل مسؤليتونه د زياتو تکراري خبرو کولو پر ځای ښه پوره کړي، نو ښايي همدغه تر ټولو لويه حب الوطني وي.
په زياته بيا ځوانان ښايي په دې کي زياته ګټه وويني چي خپل اصلي او برحال مسؤليت په ښه توګه پرځای کړي او د ورستو، بویجنو، غېر عملي، غير علمي، بې ځايه سياسي او تکراري خبرو او خبره کوونکو څخه ځان وژغوري.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۷مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...