Close

د کارموندنې اعلان ـ موبايل اېپ جوړونکی په کار دی

 د پروګرامر تلاښ لا تر اوسه ادامه لري. که پروګرامر ياست نو راسره تماس نيولای سئ. (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه)

لطفا د تماس نيونې تر مخه د اعلان بشپړ متن تر پايه ولولئ!

اعلان:

د قاموسونه ټکی کام (www.Qamosona.com) پروژه د يو داسي پروګرامر په لټه کي ده چي د دغې پروژې له پاره د پښتو قاموسونو دوه موبايل اېپس يا پروګرامونه (د اېپل آلاتو او اندريد آلاتو له پاره) جوړ کړي.

که تاسو په دې ډګر کي کاري تجربه لرئ او د قاموسونه ټکی کام د شته موبايل پروګرامونو په شان نوي ورژن اېپس جوړولای سئ نو لطفا راسره پر (https://bit.ly/2t47PrT) فيسبوک پاڼه او يا هم د دغه کونتاکت فارم (https://bit.ly/2q8sWJG) له لاري تماس ونيسئ او ورسره مل لاندني معلومات خامخا راسره شريک کړئ:

۱ ـ ستاسو نوم
۲ ـ ستاسو د اوسېدو ځای
۳ ـ ستاسو د وتس اپ لرونکي تليفون شمېره
۴ ـ ستاسو له خوا د جوړو سوو موبايل پروګرامونو لينکونه يا د مخکني کار نمونې
۵ ـ ايا د قاموسونه د شته (https://apple.co/2z0uObl) دغه اېپ په شان اېپ جوړولای سئ؟ که هو په څومره وخت کي يې جوړولای سئ؟ د ياد زوړ اېپ کوډ نور نسته او بايد ټول کود له سره وليکل سي.
۶ ـ د اندرويد او اېپل آلاتو له پاره د دغو دوو اېپس جوړولو له پاره څومره پيسې غواړئ؟ له کومي لاري بايد تاسو ته دغه پيسې درولېږدول سي؟

دا چي دغه Apps به صرف هغه وخت کار کوي چي کاروونکی آنلاين وي، نو پر موبايل به هيڅ ډول د يو يا زياتو قاموسونو داتا بېس نه کاپي کيږي او نه به هم د قاموسونه ټکی کام د وېبپاڼي شفرونه يا کود کاپي کيږي. له دې کبله دي هم هغه دوستان چي هيله لري له دې لاري د قاموسونو داتا بېس يا شفرونه په لاس راوړي تماس نه راسره نيسي.

په درناوي
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه
www.Qamosona.com

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...