د يو هيواد قونسل ته راغلی يو سړی
په رنګ مسکين ستړی هلاک جګ لوړ نری
ويل صاحبه بهرنيه با عزته با وقاره
موږ په نس وږي يو کار نسته يو بېکاره
له کومه وخته چي ټول کړي تاسو خره دي
زَموږ له کلي څخه ځوان او که زاړه دي
پر مخ مو نه ځي هيڅ کارونه هک حيران يو
پيسې په لاس موږ په سودا خپلې پښېمان يو
بېله زموږ خرو کولای نه سو موږ سفر
پلورلای نه سو خپل حاصل پر لر او بر
بېله د خرو مو ټول پټي سول راته شاړ
نه يوی کړای سو نه بل ورته هيڅ کوم کار
د کومه وخته چي ورک سوی د خرو غږ دی
د بېکارۍ کيسې د کلي زموږ پر غوږ دی
که پيسې واخلې خره مو راکړې دا به ښه وي
بېرته راتګ ته به يې تيار ښه شنه واښه وي
قونسل ويل چي لوبي نه دي کاروبار دی
بل اوس ناوخته دی او تېر هم کار تر کار دی
ستاسو له خرو څخه جوړ سوي مصنوعات دي
بعضي خواړه، بعضي درمل بعضي آلات دي
د خره له پوسته موږ جوړ کړي داسي کريم دي
بوډۍ به پيغله کړي په پوست داسي وخيم دي
له غوړو موږ يې جوړؤ داسي شربت
چي کړوپ بوډا ته ورکوي د ځوان قوت
د بدن بعضي غړي موږ يې خورو په خوند
داسي اعضا چي اوږدوي د انسان ژوند
د خره ورېښته دي قيمتي تر سرې طلا
د سالنډۍ له پاره دي دوی لو شفا
د خره هډوکي چي دي دا لعل او ګوهر دي
زَموږ په طب کي بې ثمر لره ثمر دي
لنډه يې دا چي زاړه خره خو ولاړل هېر سول
طلا به درکړو که څو نور هم دلته تېر سول
واورېدې کله چي خبري کليوال دا
نو يې په زوره له قونسله کړ سوال بيا
ولي موږ خپله يې نه واخلو يو څو خره
له ګاونډي کلي يا ښار څخه لا ښه
دا چي خره داسي زيات مفيد دي بې خبر ؤ
زموږ جهالت ؤ ناداني وه بې اثر ؤ
خو ښه سو اوس چي دي خبر کړو بېله ځنډه
تر اټکل زموږ چي لا بهتر دي له دې پنده
قونسل مسکی او بيا دی وروسته په خندا سو
لږ بيا جدي سو کليوال ته په وينا سو
ويل چي خره طلا کوو دا زموږ هنر دی
په دغه کار کي بل څوک نسته چي بهتر دی
زموږ داسي زده دي تبليغونه او چلونه
له خاورو جوړه چي طلا کړو او لعلونه
ستاسو د وس کار دا هيڅ نه دی اې نادانه
زموږ په چلونو چي ځان پوه کړې زما ګرانه
که موږ وغواړو حتی جوړ به يې مشران کړو
دا ستاسو خره به درته جوړ لوی رهبران کړو
ابلاغيه لرو توپک او هم پيسې
کليوال کله سي کولای زموږ پېښې
د رسنيو د پيسو او د توپک زور
له دې بل نسته دنياوي بل لوی قوت نور
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۸مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ