Close

د فيلانو لښکر ـ منظوم نکل

پر ننني ايريتريا ايتوپيا وه
لو واکمني چي په رشتيا ډيره سـيا وه
اکسوم يې نوم ؤ د پلازمېنې، پاچهي وه
يمن يې برخه، واکمني لويه سهي وه
له نصاراؤ اَبْرَهه اشرم ظالِم ؤ
دی په يمن کي د حبشـي واکمن حاکِم ؤ
ده تل غوښتل چي جوړ کعبې ته يو بديل کړي
دين د عربو يې غوښتل چي هم تبديل کړي
جوړه هغه کړه کنيسه په صنعا ښار کي
پيسې مصـرف يې کړې ښه زياتي په دې لار کي
په زيات تاکيد، په جديت، په لا زيات مکر
ده پر عربو باندي وکړ بيا دا امر:
حج ته به راسئ کنيسې ته په صنعا کي
که نه اخته به کړئ بيا ځان په لو بلا کي
له قريشيانو مسافر راغلی صنعا ته
دی برابر سو کنيسې ته کليسا ته


مُرداري واخيسته هغه ښه سمه زياته
بيا يې په رنګ کړه کنيسه مخته او شاته
کله خبر چي اَبْرَهه په دغه کار سو
له زياته قهره دی و جنګ لره تيار سو
اَبْرَهه جوړ کړ يو لوی پوځ ديارلس فيلونه
غوښتل چي مات کړي د کعبې ټول ديوالونه
کله چي ورسـيد مکې ته دی نژدې سو
له غرور ډک دی په تکل چي د کعبې سو
د محاصـر په نوم دَرې کي ښه عيان سول
د ابابيلو (۱) زيات سـيلونه پر آسمان سول
نيولي هر مرغه ډبري په شمېر درې وې
دواړو منګولو او مشوکه کي وړې وې
په دې مرغانو چي آسمان پټ سو او تور سو
هله بيا ګډ د اَبْرَهه په پوځ کي شور سو
له پاڅه خوشـي کړې ډبري چي مرغانو
غوښي يې ژر ژر تويېدلې د پوځيانو
پوځ د اشرم سو داسي خوړين لکه چي پروړ وي
ښه ژوول سوی، خوړل سوی او ښه زوړ وي


اَبْرَهه څوک چي د کعبې يو لوی دښمن ؤ
عذاب يې غوښې کړې ور توی دی په دردمن ؤ

د ۲۰۱۷ کال د می ۲۰مه نېټه، بون

(۱) دغه موضوع د قرآن پاک په ۱۰۵مه سورة فيل کي بيان سوې ده.

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...