Close

دغه وېبلاګ تر دوه مليونه زيات واري لوستل سوی ـ مننه!

 نن مي وليدل چي زما وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com ته په تيرو نژدې څلورو کالونو کي تر دوه مليونه څخه زيات (2086902) کسان راغلي او پکښي خپاره سوي مطالب يې لوستلي دي. که له يو اړخ څخه خوشاله سوم چي ليکنې مي ديوال ته نه دي ليکلي بلکه خلکو لوستلي هم دي، نو له بل اړخه له انټرنټ او دغو امکاناتو او په همدې شان د ورسره مل مسؤليت څخه وبېرېدم هم. پخوا چي به يو کتاب چاپېدی نو اوسطا زر ټوکه به يې چاپ سول خو اوس انټرنټ د معلوماتو د رسولو کار دومره آسانه کړی چي زما په شان يو شاګرد مطالب تر مليونونو انسانانو پوري رسيږي. 

ما پخوا نورو پښتو انټرنټ پاڼو ته خپلې ماتي و ګوډي ليکنې لېږلې خو يو وخت داسي راغلی چي بعضو دغو انټرنټ پاڼو داسي اصول رامنځ ته کړل چي ليکنه به صرف په يوه پاڼه کي خپريږي او دويمه پاڼه بيا اجازه نه لري. خو دا چي د هرې پاڼي استقامت د بلې سره توپير درلود او ما نه غوښتل چي په يوې ځانګړې پاڼي يا استقامت پوري تړاو ولرم، نو مجبور سوم چي خپل دغه وېبلاګ جوړ کړم. په دغه وېبلاګ کي مي بيا خپلې يو څو زړې مقالې واچولې او هم پکښي بعضي وخت نوي ليکنې خپروم.

دا چي دغه وېبلاګ د فيسبوک او نورو خواله رسنيو د زيات عامېدو باوجوده دومره ډېر لوستل سوی، نو زما له پاره په آئنده کي د لا زيات مسؤليت معنی لري. زه په دې باور يم چي که څوک يوه جمله ليکي او که يو لوی کتاب، بايد لوستونکي ته يې ګټه ورسيږي او نه دا چي هم ليکونکي ځان ستړی کړی وي او هم د لوستونکي وخت ضايع سي.
ستاسو ټولو څخه يوه نړۍ مننه کوم چي زما ليکنې مو لوستي او په هکله مو راسره خپل نظرونه شريک کړي دي.
راځئ چي په ګډه دا دعا وکړو چي الله موږ تاسو ټولو ته د خپلو ټولو نيمګړتياؤ باوجوده د دې توفيق راکړي چي حق وليکو او حق ولولو. آمين
احمدولي اڅکزی، د جولای ۲۳مه نېټه، بون
www.AhmadWali.Achakzai.com

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...