زوی پلار ته وويل: «بابا راسه دلته کښېنه». پلار يې په غوسه سو ويل:« پام چي بيا هيڅکله راته بابا ونه وايي چي د بابا له نوم څخه مي کرکه سوې ده». زوی وپوښتل:«ولي؟ الله دي خير کړي». پلار وويل: «ماشومان خپل مهربان او د سر سيوري پلار ته د بابا خطاب کوي. ولس بيا په تاريخ کي هغه چا ته د بابا لقب ورکاوه چي د هيواد تاريخي بهير يا علمي يا ادبي بهير ته به يې اوښتون ورکړی وو او خپل ټول ژوند به يې هيواد يا ولس ته وقف کړی ؤ. خو د بابا لقب اوس دومره بې ارزښته سوی دی چي حتی صرف د نمايشي کارونو او تشو ژمنو په بدل کي يې لا هم دغه ولس خلکو ته عطا کوي. بدتره خو لا دا چي حتی هغه کسان چي د قتلونو غلاوو او اختلاس تر څنګ يې پر نارينه ؤ او ښځينه ؤ جنسې تېري کړي دي، يا يې له آبادۍ ډک ښارونه او کلي بمبارد کړي دي، يا يې حد اقل د دغو تېري کوونکو سره په جوړ جاړي کي واک شريک کړی دی، هغوی ته هم د بابا لقب کارول کيږي. دغه کار نه یوازي د بابا د نوم بدمصرفي بلکه ددغه نوم سپکاوی دی. نو له دې کبله د بابا نوم دي دغو بدکارانو او د هغوی تر جبر لاندي ولسونو ته مبارک وي. خو پام چي ماته بل هيڅکه هم دغه نوم ونه کاروې.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۸مه نېټه، بون
د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com
د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ
د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴
وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ