Close

که سوله وهم سي... نو بيا؟

 د جګړې د ګټلو له پاره د جګړې ادامه هيڅکله هم د يوې جګړې يوازنی هدف او مرام نه سي کيدلای. هغه ملت يا ډله چي جګړې ته ننوځي، په رضا يا له مجبورۍ، د تېري کوونکي يا د دفاع کوونکي په توګه، بايد چي د جګړې د پسله وخت له پاره هم يوه مرامنامه او يو پلان ولري. د افغانستان په تاريخ کي موږ وينو چي افغانانو که څه چي ټولې يا اکثره جګړې ګټلي دي، خو د مېز پر سر خبرو او د جګړې له بريا څخه د ځان له پاره په نفع ترلاسه کولو کي هميشه پاته راغلي دي. د جګړې وروسته ناکامۍ د همدې لامل دي چي افغانستان له لسيزو راهيسي سره وېشل سوی او په بد حالت کي واقع دی. افغانستان د نورو هيوادونو په پرتله په زياتو ډګرونو کي په لسيزو او حتی په سلونو کالونه شاته پاته دی.

فرض به کړو چي د وسله والو طالبانو او امريکايانو ترمنځ او بيا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ جوړجاړی رامنځ ته سو او جګړه پای ته ورسېده، د حکومت او دولت پر څرنګوالي حتی موافقه او تفاهم وسو، نو بيا به څه کيږي؟ ولس اوبه، ډوډۍ، سرپټی، کار، روغتون، مکتب، پوهنتون، برېښنا، سړک ... او نور څيزونه غواړي. طالبان او نورې سياسي ډلې د دې له پاره کوم پلانونه، طرحي، کارپوهان او امکانات لري؟

ـ د هيواد اقتصاد به پر کومو ستنو ولاړ وي؟
ـ د جګړې وروسته به د بهرنيانو مرستي، قرضې او پانګونوې په کوم حجم او په کومو شرايطو وي؟
ـ د انفلاسيون، ګرانۍ او د افغانيو د بيې د رالوېدلو مخه به څنګه نيوله کيږي؟
ـ له کم کورني عايد، ممکنه لږو بهرنيو مرستو او بهرنيو قرضو څخه به اداري فساديان او اختلاسګر کومه برخه پيسې و بنسټيزو جوړښتونو او حياتي پروژو ته پرېږدي؟
ـ د زراعت له پاره کوم پلانونه سته چي حد اقل په خوراکي توکو کي دغه هيواد خودکفا سي؟
ـ صنعت او فابريکې به په کومه سرمايه، په چا او څنګه رغول کيږي يا به څنګه نوي فابريکې جوړيږي؟
ـ په لوی شمېر له ښوونځيو، ديني مدرسو او پوهنتوننو څخه فارغه سوي ځوانان به څه کار او څه روزګار کوي؟
ـ په جګړه کي روزګار موندونکي په لسهاؤ يا سلهاؤ زره انسانان به د جګړې وروسته څه کوي؟ کار و روزګار به يې څه وي؟ د جګړې له اقتصاد څخه د سولې اقتصاد ته اوښتون به څنګه وي؟
ـ څوک به د دې مخه نيسي او څنګه به يې نيسي چي ګاونډي هيوادونه او بهرني قوتونه خپلمنځيو زروازموينو ته په افغانستان کي ادامه ورنکړي؟
او په همدې شان ګڼ شمېر نوري پوښتنې ښايي لاجوابه وي او لاجوابه پاته سي.

د افغانانو مدللې بېري

زيات افغانان دا بېره لري چي د روانې جګړې د پای ته رسېدو وروسته به په افغانستان کي نوو جګړو او لانجو ته بنيادونه جوړ سي.

افغانان بېره لري، چي ايران چي د امريکا او د ټلوالو له خوا يې دېوال ته درول سوی او د دغو سره د مخامخ جګړه کولو کافي وړتيا او امکانات نه لري، ښايي د يمن، سوريه، لبنان، عراق او نورو هيوادونو ترڅنګ په افغانستان کي هم د امريکا د دلچسپيو پر ضد ناقراراۍ رامنځ ته کړي. د افغانستان له پاره دغه حالت دا معنی لرلای سي چي د بېلګی په توګه سمتي او مذهبي لانجو ته لمنه ووهله سي.

د پاکستان او هندوستان تر منځ د کشمير پر سر لاتونده سوې لانجه هم ښايي په افغانستان کي د دغو دواړو هيوادونو د نوو او لا توندو نيابتي زورازموينو لامل سي.

بايد څه وسي؟

تر ټولو مهم ګام د جګړې درېدل او په هر قيمت د نورو جګړو او تاوتريخوالي مخنيوی دی. افغانان بايد داسي لاري چاري پيدا کړي چي راتلونکي څو نسلونه يې په سوله کي پيدا او رالوی سي.

يو د بل وژل د يو بل تر زغملو ډېر آسان کار دی. د ځان او يو د بل د اصلاح له پاره پر ځان زحمت ګالل، يو د بل نظر او فکر ته احترام کول، يو د بل پخواني ظلمونه سره بخښل او نوی پېل کول او يو د بل سره مشترکه تګلاره او مرام جوړول او تعقيبول د جګړې په پرتله ډېر مشکله کارونه دي.

د خلاصون او حل تر ټولو غوره لاره د افغانانو بې طرفي او يو داسي خپلمنځی اتحاد کيدلای سي چي هم د ګاونډيانو سره او هم د نړيوالو سره د «ژوند وکړه او ژوند ته پرېږده» پر اساس ولاړ وي. معنی دا چي افغانان هم د سيمي او هم د نړيوالو قدرتونو د لېوالتياؤ په وړاندي بې طرفي خپله کړي او د هيڅ چا اړخ ونه نيسي.

افغانستان دې ته اړتيا لري چي د نړۍ په سويه کارپوهان په هيواد کي دننه او له هيواد څخه دباندي وروزي او په هيواد کي د هغوی د پاته کېدو له پاره او په همدې شان له هيواد څخه د مهاجر سوو کارپوهانو د بېرته هيواد ته راجذبولو له پاره غوره امکانات برابر کړي: امنيت، معاش، مدني حقونه، اولادونو ته يې ښه او مساوي چانسونه، له اختلاس رشوت او خېشخوري څخه پاکي ادارې، اړيني طبي آسانتياوي او داسي نور...

افغانستان بايد د ښوونځيو او دیني مدارسو خپل نظام دوه ګونی کړي. يعني بايد چي شاګردان د تيورۍ تر څنګ په عملي کسبونو (نجاري، نلدواني، تعميراتي کارونو، د برېښنا سره تړلي کارونه، د موټرو ترميم...) کي هم روزنه ترلاسه کړي. له دې لاري به بيا ديني عالم صرف د مسجد ملا امامت او تعليميافته ځوان به په دولتي ادارو کي دفتري کارونو ته اړ او مجبوره نه وي.

افغانستان بايد د خپل نفوس نيمه برخه يعني مېرمنو ته داسي امکانات برابر کړي، چي هغوی هم له ټولو اسلامي او انساني حقونو څخه برخمنې وي او هم د خپل هيواد او ټولنې په پرمختګ کي برخه واخيستلای سي. که افغانستان و مېرمنو ته په اړينو امکاناتو برابرولو کي بريالی سي، نو به په نيم وخت کي په دوه چنده چټکتيا سره خپلو اهدافو ته ځان ورسولای سي.

افغانستان بايد داسي قوانين او اداري اصلاحات رامنځ ته کړي چي له کبله يې اختلاس، رشوت او خيشخوري له منځه ولاړه سي. اداري فساد او اختلاس تر جګړې کم خطرناک نه دی او د يو هيواد بنيادونه له دننه څخه وراسته او ناروغه کوي. د اختلاس له کبله پيسې پر بنيادي او حياتي پروژو نه لګيږي، هيواد قرضداره، کمزوره او محتاج کيږي.

افغانستان له دې مخکي چي تر مځکي لاندي خپلو خزانو د را ايستلو له پاره د بهرنيو شرکتونو سره قراردادونه وکړي، بايد پياوړي او له اختلاس څخه پاکي ادارې او د کنټرول اړين ميکانيزم يې رامنځ ته کړی وي. دغه ډول قراردادونه بايد نه يوازي د افغانستان مالي امکانات زيات کړي، بلکه بايد چي دغه قراردادونه په افغانستان کي دننه د اړونده تخنیکي پوهي او له دغو خامو موادونو څخه د نوو مصنوعاتو د فابريکو د جوړېدو او په دې توګه په لوړه کچه د کارځايونو او دوامداره اقتصادي سيکتور د رامنځ کېدو لامل سي.


د قوم، سيمي، ژبي او مذهب پر اساس سياست بايد ممنوع او د مجازاتو وړ جرم وبلل سي. د دې تر څنګ بايد په نصاب کي د قومپرستۍ او سمتپالنې د مضريت په تړاو ځانګړي مواد اضافه کړل سي.

افغانان پر کوم شي راټولېدلای سي؟

يو داسي دولت او نظام چي بېله کوم توپير څخه پکښي د هرې لږکۍ، د هرې ژبې، قوم، سيمې او مذهب لرونکو انسانانو حقونه او مکلفيتونه مساوي وي، هغه د نوو لانجو او د بهرنيانو له پاره د مضرو فعاليتونو امکانات ډېر راکمولای سي.

تر ټولو مهم دوه اساسات چي افغانان باندي راټولېدلای سي، هغه د دوی مشترک د اسلام مبارک او مبين دين او د زورېدنې او کړېدنې د دوی اوږده او مشترکه تجربه ده. د افغانستان اکثره وګړي او د نژدې ټولو سياسي او تنظيمي ډلو پلويان او مشران، بېله استثنی ځانونه مسلمانان بولي او د افغانستان له پاره د يو داسي نظام غوښتونکي دي چي د اسلام سره په ټکر کي نه وي. پر دغه مشترک ټکي اکثره افغانان سره راټولېدلای او متحد کيدلای سي.

د بېلګي په توګه ټول هغه تنظيمونه چي د ځان لپاره په خپل انتخاب کړي نوم کي «اسلامي» کاروي، يا د اسلامي تګلارې لرلو ادعا لري، دوی ټول په ګډه يو متحد ګوند يا ورته اتحاد جوړولای سي او په افغانستان کي په ګډه، د نړيوالو قوانينو تړونونو او قوانينو په پام کي نيولو او په مشروع لارو د هغې ټولنې د رامنځ ته کولو له پاره کار کولای سي، چي له لسيزو راهيسي يې ادعاوي کوي. دا په داسي حال کي چي په ټوله نړۍ کي دمګړی داسي هيواد نسته، چي پکښي داسي «اسلامي» ټولنه او نظام موجود وي، چي په مثبته توګه د نورو مسلمانانو او انسانانو له پاره د تقليد يوه بېلګه وي يا په حقيقت کي هم اسلامي وي. په افغانستان، ګاونډي هيوادونو، سيمه او نړۍ کي ليدل کيدلای سي چي زيات ګوندونه او تنظيمونه د اسلام له نوم څخه استفاده کوي، خو اهداف يې قومي، ژبنيز او نور څيزونه وي. که داسي نه وای، نو ولي به په يو هيواد کي په لسهاؤ اسلامي ډلو يو د بل پر ضد او يو د بل سره په سيالي کي مبارزه کولای؟

د افغانستان هغه تنظيمونه او ډلې چي د دموکراسئ او عصريت ادعا لري، هغوی هم ټول په يو جوړښت کي سره راټولېدلای او يوځای کيدلای سي او يا حد اقل له قوميت، ژبي او سمتي خبرو څخه ځان راباسلای او ملي وحدت ته کار او مبارزه کولای سي.

خو پورته یاد سوي ټولې خبري او امکانات په لوی احتمال يوه اوتوپي يا خيالي او له حقيقت څخه ليري مفکوره ده.

په لوی احتمال

تاريخ او منطق ته په کتلو سره دا بيري بېځايه نه معلوميږي چي حتی که په افغانستان کي اوسنۍ جګړه پای ته هم ورسيږي، اکثره ستونزي به پرځای پاته وي او نوي لانجې به رامنځ ته سي. په لوی احتمال به د طالبانو څو محدود شمېر مشران او د هغوی کورنۍ د مخکنيو حزبونو، ګوندونو او تنظيمونو د مشرانو په څېر د پيسو او قدرت له پاره په نامشروع سيالۍ کي نوي لوبغاړي وګرځي او د هغوی جنګي ځای به نوي ډلې ونيسي. خو دا به راتلونکی وخت وښيي چي ايا دغه بېري پرځای دي او که نه.

په لوی احتمال به افغانستان د دې وروسته هم د سيمي او نړۍ د قدرتونو او په افغانستان کي د هغوی د ملاتړو ډلو د لوبو ميدان پاته سي، نه به اسلامي، نه به دموکرات او نه به هم آرام او ثبات لرونکی پر خپلو پښو ولاړ يو هيواد سي. هيله او دعا خو دا ده چي دغه بيري درواغ ثابتي سي او افغانان په رشتيا ځانونه ښه مسلمانان او ښه انسانان ثابت کړي او له ادعا کوونکو څخه عمل کوونکي جوړ سي او د دې تر څنګ له خپلو «مشرانو» څخه هم د شعارونو پر ځای د عمل غوښتونکي سي، خو دغه کار ته مدلل او منطقي اميد ډېر کم ليدل کيږي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۷مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...