Close

د افغانستان د جګړې ټولو اړخونو بشري حقونه تر پښو لاندي کړي

طالبانو، افغان حکومتي امنيتي ځواکونو، افغان محلي پوليسو او د افغانستان د حکومت سره تړلو نورو ډلو، ناټو او د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي جنګي جنايتونه کړي او پر بشري حقونو يې تېری کړی دی. کوم جنايتونه چي دوی په افغانستان کي کړي، جواز يې نه په کوم دين کي سته، نه په نړيوال قانون کي او نه هم په اخلاقو او انسانيت کي.
ـ طالبانو په ولسي ځايونو کي ګڼ شمېر بريدونه کړي چي پکښي زيات ولسي کسان زيانمن سوي دي او بنديان يې شکنجه کړي دي
ـ علي بابا او چاليس چور حکومت او افغان ځواکونو په خپلو عملياتو، بمباريو، د بنديانو په شکنجه او نورو لارو د ولسي افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندي کړي دي
ـ ناټو، ايساف، امريکا متحده ايالاتو او نورو بهرنيو ټلوالو يې په شپنې عملياتو، تلاښيو، بمباريو، د وژونکو وسلو په ازمويلو، شکنجو (واټر بورډينګ) ، بېله محکمې د حکم څخه بندي کولو (لکه ګوانتانامو) او بېله محکمې د امر څخه قتل کوونکي د بېپلوټه الوتکو په بريدونو سره نړيوال اصول او قوانين تر پښو لاندي کړي دي.

د يادو ټولو اړخونو لاسونه د ولسي افغانانو په وينو سره دي. درې واړه دي هغه وکړي چي وس يې کيږي ځکه چي موږ ورته بې وسه يو. البته موږ به خپل فرياد و تر ټولې هسکې مرجعې او و تر ټولو لوی پاچا ته يوسو او صرف هغه موږ ته عدالت راکولای سي. موږ د دوی په جګړې او سوله نور نه تېروځو. نه يې د جګړې اصلي مقصد زموږ ښېګڼه ده او نه يې د سولې.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۵مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...