Close

افغانستان کي د امريکا زر مليارده ډالره څه سوې؟

د يوه تازه راپور له مخي د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹ کالونو کي په افغانستان کي يو ترليون (زر مليارده) امريکايي ډالره مصرف کړي دي. په يو مليارد کي زر مليونه وي او زر مليارده يا يو ترليون دولس صفره لرونکی عدد دی. يعني په بله اصطلاح يو مليون واري مليونه...
1000.000.000.000

خو دغه يو ترليون امريکايي ډالره صرف د امريکا د متحده ايالاتو له خوا مصرف سوي دي. که څه چي ياد هيواد تر بل هر هيواد په افغانستان کي زياتي پيسې مصرف کړي خو نورو لوېديځو هيوادونو هم په تيرو ۱۹ کالونو کي په افغانستان کي په ملياردونو ډالره لګولي دي.

د افغان حکومت د ۱۴۳ کالونو بوديجه

که د افغانستان د اوسني حکومت کلنۍ بوديجه نژدې ۷ مليارده (په امريکايي انګرېزي ۷ بليونه) ډالره حساب کړو نو هغه زر مليارده ډالره چي د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹ کالونو کي په افغانستان کي مصرف کړي، د افغانستان د حکومت د نژدې ۱۴۳ کالونو بوديجه کېدلای سوای.

که د افغانستان نفوس ۳۶ مليونه ونيسو نو متحده ايالاتو په ۱۹ کالونو کي اوسطا د هر افغان پر سر تقريبا ۲۸ زره ډالره يا تر ۲۲ لکه افغانيو څخه زياتي پيسې مصرف کړي دي. د بل حساب له مخي امريکا ۱۹ کاله پرله پسې پر ۳۶ مليون افغانانو في کس ۳۱۷ افغانۍ في ورځ مصرف کړي دي.

يو ترليون ډالره دومره زياتي پيسې دي چي په اصل کي افغانستان تر جاپان دوه چنده ښکلی په آبادېدلای سوای. په دغو پيسو د اروپا تر سويې په بهتره سويه زېربناوي او اقتصادي بنسټونه لکه سړکونه، تر مځکي لاندي او سربېره اورګاډي، برېښنا توليدونکي بندونه، پوهنتونونه، روغتونونه، فابريکې... او داسي نور جوړيدلای سوای.

پيسې څه سوې؟

خو دغه پيسې ولي هغسي ونه لګول سوې لکه چي موږ تاسو يې اوس د ځان سره حساب او خواهش کوو؟ دا ځکه چي د دغو پيسو اکثره برخه پخپله بېرته د امريکا متحده ايالاتو ته تللې او په اصل کي د افغانستان جګړه هم د نورو ټولو جګړو په شان د جګړه مارو هيوادونو د اقتصاد له پاره يو ځانګړی د قوي پاته کېدو پروګرام ؤ او لا دی. دا موضوع ډېره مغلقه ده خو په دې به اکتفا وکړو چي جګړې د نړيوالو اقتصادي قدرتونو له پاره يو ډول اقتصادي پروګرامونه وي.

د کيميا استاد پوهاند خدای بخښلي درويزه اڅکزي راته کيسه وکړه چي کله چي د سپتامبر د يولسمي د پيښي وروسته په افغانستان کي پوځي مداخله پېل سوه نو د آلمان په دوسلدورف ښار کي د اطاق تجارت له خوا يوه غونډه رابلل سوې وه چي پکښي پخپله پوهاند درويزه اڅکزي هم د متشبث په حيث پکښي ګډون کړی ؤ. خدای بخښلي دروېزه راته کيسه وکړه چي ټوله موضوع پر دې راڅرخېدله چي هغه ملياردونه چي افغانستان ته به لېږدول کيږي، بايد ورته څنګه ويالې جوړي سي چي د دغو پيسو د امکان تر حده زياته برخه آلمان ته هم راوبهيږي.

د يادې بيلګې علاوه ګڼ شمېر نورې لاري وې او سته چي هغه پيسې چي د افغانستان له پاره ځانګړي کېدلې يا کيږي، پخپله د مرستندويه هيوادونو اقتصادونو ته تللې او ځي.

علي بابا، څلوېښت غله و کذالک

هغه پيسې چي د افغانستان په نوم مصرف سوي، زياته برخه يې لکه مخکي چي يې ذکر وسو پخپله د مصرف کوونکو هيوادونو اقتصادونو ته بېرته تللي دي. د مرستو په نوم د پيسو يوه مهمه برخه د غيردولتي سازمانونو او مدني ټولنو او ورته جوړښتونو له خوا مصرفيږي. دا چي د امريکا د متحده ايالاتو په مصرف سوو يو ترليون ډالرو کي کومه فيصدي بېرته دغه هيواد ته تللې او کومه برخه غېردولتي سازمانونو ته ورکول سوې، په هکله يې کره معلومات په لاس نه دي راغلي. البته زياتره دغه برخه پيسې له افغانستان څخه دباندي وتلي دي.

د هغه وروسته فاسد چارواکو، فاسد حکومت، توپکسالارانو او له بهر څخه ورغلو بهرني افغانانو هم خپله برخه پيسې وهلي دي. دلته نه يوازي هغه پيسې چي د عامه ګټي، حکومتي او دولتي پروژو له پاره ځانګړي سوي وې درغلي سوي بلکه په غيردولتي سازمانونو او مدني ټولنو کي هم چارواکو او زورواکانو خپل نفوذ لرلی او لري يې او له دې لاري يې پيسې کش کړي دي.

دا چي له پخواني توپکيانو څخه يې اوس هر يو په سلهاؤ مليونه ډالره لري، نو دا يې له کومه کړې؟ دا چي په سلهاؤ مليونو ډالرو د يو توپکسالار مزار جوړيږي، نو دا پيسې له کومه سوې؟ دا چي ولسمشرۍ او ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته کانديدان په ګډه په سلهاؤ مليونه ډالره پر کامپاين لګوي نو دا پيسې له کومه سوي دي؟

۴۶ سلنه افغانان د فقر تر سطحي لاندي ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د سازمان د شمېرو له مخي تر ۴۶ سلنې څخه زيات افغانان د فقر تر سطحي لاندي ژوند کوي. په ټوله نړۍ کي دغه هيواد د زېږون پر وخت د ماشومانو د زياتي مړيني له کبله غمګين لومړی مقام لري. د ياد سازمان د شمېرو له مخي د افغانستان ۲۰ سلنه ماشومان لا تر اوسه و مزدورۍ او شاقه کارونو کولو ته اړ دي.

په افغانستان کي اوس هم زيات بې سواد او سواد لرونکي انسانان له بې روزګارۍ څخه کړيږي. د طلوع نيوز د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخي په افغانستان کي د بې روزګارۍ کچه په ياد کال ۴۰ سلنه وه.

د مرستو اکثره برخه په ښارونو کي لګول سوې

لکه مخکي چي يې ذکر وسو له نظامي او جنګي مصارفو او بېرته بهر ته تلونکو پيسو څخه ډېره کمه برخه په افغانستان کي پاته سوې. د نړيوال بانک د ۲۰۱۶ کال د شمېرو له مخي د افغانستان تر ۷۲ سلنه څخه زيات نفوس په کليو او ديهاتو کي ژوند کوي. خو د بيا رغونې له پاره لګول سوي زياته برخه پيسې د افغانستان په ښارونو کي مصرف سوي يا يې ورته ګټه رسېدلې ده. په کلو او ليري پرتو سيمو کي د امنيت د نشته والي تر څنګ يو شمېر نور دلايل د دې لامل سوي چي په دغو مناطقو کي د افغانستان د ښارونو په پرتله د انسانانو په ژوندونونو کي په تيرو ۱۹ کالونو کي کمه بهتري رامنځ ته سي.

کله چي «د ۱۹ کالو د لاسته راوړنو» خبره کيږي نو هغه په اکثرو مواردو کي صرف د افغانستان د نفوس يوې وړې فيصدۍ ته صدق کوي. دا ځکه چي د افغانستان اکثريت وګړي د هغو پيسو، مرستو او پروژو څخه بې برخي پاته سوي چي په تيرو ۱۹ کالونو کي په افغانستان کي تمويل سوي دي. البته زيات ځاني او نور زيانونه د افغانستان هغه اکثريت ليدلي چي له ښارونو څخه دباندي ژوند کوي.

په داسي حال کي چي په افغانستان کي لا جګړه ادامه لري، نو ښايي د افغانستان دباندي يو شمېر دولتونه او په افغانستان کي دننه يو کم او محدود شمېر اشخاص او ډلې له دغې جګړې څخه د بيلو ګټو پورته کولو ته ادامه ورکړي.

خو د افغانستان د اکثريت ولس له پاره او د افغانستان د راتلونکي له پاره دغه جګړه نه تلافي کوونکي زيانونه رامنځ ته کوي او دغه هيواد او ملت چي د نړۍ له نورو دولتونو څخه حد اقل سل کاله شاته پاته دی، د دغې جګړې له کبله هره ورځ د شا پر خوا په يا اصطلاح په منفي کي روان دی.

ايا د طالبانو هيلي بېځايه دي؟

په افغانستان کي د زيات شمېر نورو ادعا کېدونکو څيزونو په شان نظام، دموکراسي، پرمختګونه، بشري حقونه او نوري لاس ته راوړنې چي ادعا يې کيږي تر زياتي اندازې لباسي بڼه لري. پر دې سترګي نه سپي پټېدلای چي و ښوونځيو ته د ماشومانو د تګ، تحصيل لرونکو په شمير کي زياتېدنه او داسي نور پرمختګونه سوي، خو دا ټول پرمختګونه مجروح کېدونکي دي او په هغه پيمانه نه دي لکه چي تبليغات ورته کيږي. د دغو مبالغه کوونکو تبليغاتو په مرسته د افغانستان په جګړه کي ښکېل دولتونه خپل ولس ته ښودل غواړي چي ګواکي په افغانستان کي يې لاس ته راوړنې لرلي دي. خو د افغانستان هغه اصلي اقتصادي، ټولنيزي او نوري ستونزي په حقيقت کي نه دي حل سوي. د دې څخه يوه وجه دا هم کيدلای سي چي له اول سره هغه چا چي په دغه هيواد کي د زرونو ملياردونو ډالرو د مصرف کولو ادعا کوي نه غوښتل چي دغه هيواد پر خپلو پښو ودريږي او يا دي جګړه پای ته ورسيږي.

وسله وال طالبان او نورې ډلې چي دا هيله لري چي د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کي په اقتصادي توګه ستړي کړي، ښايي سل په سل کي يې د زیان تصور د هغه حقيقت سره سمون ونه لري، کوم چي د جګړې اقتصادي حقيقت دی. دا ځکه چي جګړه د اقتصاد د پياوړي کولو، د وسلو د بازار د ګرم ساتلو، د وسلو د ازمويلو او نورو اقتصادي ګټورو کارونو يوه منبع او لامل هم وي. البته نه د هغه هيواد له پاره چي پکښي دغه جګړه تر سره کيږي.

احمدولي اڅکزی، ۲۰۱۹ کال د سپتمابر ۱۲مه نېټه، بون

 

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...