Close

قومي مشران، قومي جرګې او که اساطيرالخاينين؟

source of image: https://www.perry-miniatures.com/product_info.php?products_id=3460

 په يويشتمه پېړۍ کي د قومونو په نوم جرګې جوړول، ځان ته يا بل ته د ځانګړي قوم د مشر خطاب کول، د فلانکي قوم د فلانکۍ پښې يا خېل په نوم امتيازات غوښتل يا اخيستل، د يو قوم په نوم په «پروژو» کي خپله برخه غوښتل يا اخيستل، د يو ولايت دولتي چوکۍ او امتيازات د ځانګړو قومونو د «مشرانو» تر منځ وېشل او دې ته ورته نور کارونه نه يوازي په ټولنه کي بې عدالتيو، اختلاس، د مافيايي کړيو رامنځ ته کېدنې او قوي کېدنې، فقر او ظلمونو ته لاره هواروي بلکه د ملت جوړونې په لاره کي هم لوی خنډونه رامنځ ته کوي. خو په افغانستان کي له بده مرغه د روانې جګړې د نورو ناخوالو تر څنګ د قومونو تر شعار لاندي لوی خيانتونه او بې عدالتۍ ادامه لري.

د ښاغلي حامد کرزي تر څنګ د ډاکټر صاحب محمد اشرف غني په تيرو حکومتي دورو کي د دې پر ځای چي د «ملت جوړونې» له پاره کار وسي، د قومي جرګو قومي مشرانو او قومي ونډو غوښتنې او اخيستنې په نوم د محدودو کسانو او ډلو ټپلو له خوا شخصي ګټو ته کار کول نوي اوج ته ورسېدل. په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کي هم د مخکنيو ټاکنو په شان زياتو کانديدانو د «قومونو» او «قومي مشرانو» له قطعو څخه د خپل کامپاين له پاره د ګټه پورته کولو پوره کوښښونه وکړل. لکه هره ورځ چي به خبرونه خپرېدل چي د فلانکي ولايت د فلانکي قوم مشر د فلانکۍ انتخاباتي ډلې سره يوځای سو...

په پخوا وختونو کي ښايي قومونو او مشرانو يې بېل جوړښتونه، حقيقتونه، ضرورتونه او اهميتونه درلودل. خو په نني افغانستان کي دا ډول پديدې تاواني او ګواښونکي دي. هر قاچاقبر، جنګسالار، بدمعاش، اختلاسګر يا ورته د ټولنې ظالمې څهرې چي غواړي د غير مشروع لارو نوي پيسې او امتيازات په لاس راوړي نو ځان ته د قومي مشر خطاب کوي او په رشتيا نه د کوم قوم استازيتوب کوي او نه د ټولنې د کومې طبقې درد په دوا کيږي.

په دې حقيقت کي ښايي د بحث او شک زيات ګنجايش نور نه وي چي د قومونو په نوم مافيايي جوړښتونو نور د افغانستان په ټولو ولايتونو کي په زياته ملي وحدت او روغې دولتدارۍ او د قانون حاکميت ته لوی ګواښ جوړ سوی دی.

ويل کيږي چي د افغان حکومت د وسله والو مخالفينو په کرښو کي هم زيات قومندانان سته چي په ځانګړو قومونو پوري تړاو لري او ورته د اړونده قومونو د استازو او مشرانو په سترګه کتله کيږي. حال دا چي هغه دين چي په نوم او تر شعار لاندي یې جګړه توجيه کيږي، پکښي د ښه والي معيار قوم نه بلکه نور ارزښتونه دي.

پر افغانستان يرغل او اشغال کوونکو هم د افغانانو ياده کمزوري له پخوا لا پېژندلې ده او د قوم او ټبر په نوم يې هميشه د افغانانو د ويشلو هڅې کړي دي. له همدې کبله څوک ويلای سي چي په زياته په داسي حساس حالت کي لکه اوس چي افغانستان پکښي قرار لري، د قوم او قوميت خبري کول هيڅکله افغان پلوه مفکوره نه سي ګڼل کيدلای.

هندو او مسلمان، شعيه او سني، تاجک او هزاره، پښتون او بلوڅ، درانی او خلجی، بارکزی او الکوزی، خوږيانی او شينواری، مشرقيوال او شماليوال او ورته نور نومونه بايد په زياته په دولتدارۍ او اداري جوړښتونو او قانون کي نور هيڅ اهميت ونه لري. د افغانستان دننه د اوسېدونکو ټولو وګړو حقونه او مکلفيتونه باید يوشان ته وي. د قوم په نوم جرګو جوړول بايد غير اخلاقي او قابل مجازات غيرقانوني عمل وګرځول سي. که په ټاکنو کي کوم کانديد يا ډله له يادو نومونو څخه کار اخلي يا يې په مرسته کامپاين کوي نو بايد د اړونده ډلو او اشخاصو پر سياسي فعاليت او پر کانديداتورۍ بنديزونه ولګول سي.

د افغان ملت څيري څيري وجود نورو څيرونو او چاکونو ته نه بلکه ګنډونو او رغونو او يوځای کېدنې ته اړتيا لري. ټول هغه عملونه، خبري او فکرونه چي بېلتون رامنځ ته کوي او د ملت جوړونې په لاره کي خنډ وي، افغانان هغه بايد له خپل قاموس څخه وباسي.

افغانان دمګړی تر بل هر شي و سولې او واحد او متحد ملت ګرځېدنې ته اړتيا لري. تر څو چي د «ملت جوړونې» خبره صرف د شعار تر حده پاته وي، نو به د دغه هيواد اصلي ستونزي هم پرځای پاته وي.

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر لومړۍ نېټه، بون

د «د بابا وطن که د مافيا وطن؟» تر عنوان لاندي دغې موضوع ته ورته زما بله ليکنه پر دغه لينک  https://bit.ly/2oesrjy لوستلای سئ.
 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...