Close

غسل جنايت ـ منظوم نکل

 ځوان روان ؤ په کوڅه کي جلد يې سور ؤ
هم يې ټول له مخه ورک د خوښۍ نور ؤ
سترګي سرې سرې، ځړېدلي يې غوږونه
له زګېروي سره يې مل اوف اوف ږغونه
يو چا وپوښت: څه در پېښه ده سړيه
ولي سم په لاري نه ځې بې زګېرويه
ځوان ويل چي سوځېدلی يې بدن دی
له زیات سوخته يې نژدې بس ځکندن دی
بل سړي ويل چي ولي دي دا حال دی
څه در پېښه ده خراب چي دي احوال دی
ځوان ويل چي زه نن تللی وم حجام ته
جنایت غسل چي وکړم و حمام ته
هلته ومينځه ما ځان په ايشېدلو
ګرمو ګرمو سرو اوبو ښه خوټېدلو
په خندا ورته سړی هغه ګويان سو
ستا مقصد به جنابت وي، په بيان سو
ځوان ويل خدای دي خبر مه کړه اې وروره
سرو اوبو ته څه اړتيا وه، ته وګوره
که واجب پر ما صرف غسلِ جنابت وای
زما به پړه نه وای نه دا به خیانت وای
دا چي خوب کي زه اشنا ته بې وفا سوم
پړن يم پړن يم زه عامل د لو جفا سوم
دا چي خوب کي زه د بل سره خندان وم
بد مجرم زه ګنهګار زه بې وجدان وم

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۲۰مه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...