Close

همداسي به وي که نه؟!

نن مي د ګاردين ورځپاڼې د راپور په هکله ولوستل چي پکښي راغلي د افغانستان په لوګر کي په سلهاؤ ماشومان د نورو تر څنګ د خپلو استادانو/ښوونکو له خوا په جنسي توګه شکنجه سوي دي.
پروند راته يو دوکتورا لرونکي افغان کوښښ کاوه چي د يو محفل تر څنګ په لنډ مجلس کي راته تشريح کړي چي ولي د جنګي جنايت کوونکو مرسته د نظام په له سره او بهتره توګه جوړونه کي مهمه او حتمي ده.
پروند نه وړمه ورځ مي په کابل کي د بمي بريد د دوو ماشوم قربانيانو انځور وليد.
لات وړمه ورځ مي د افغانستان د پوهنتون د استاد له قومپرستۍ ډکي خبري ولوستلې.
له هغه مخکي ورځ يو باتجربه افغان وينا کوله چي د افغانانو د ټولو ناخوالو ذمه وار بهرنيان او افغانان بالکل بېنګناه او بې قصور دي.
له هغه څخه مخکي ورځ مي ولوستل چي کمکي افغان مهاجر په جرمني کي پر ماشومي انجلۍ جنسي تېری کړی.
له هغه څخه ترمخه ورځ مي په اروپا کي اوسېدونکی سابقه داره افغان سپينږری ډاکټر وليد چي بشپړ يو ځانګړی د افغانستان قوم يې په سپکو نومونو ياداوه.
له هغه څخه لا تر مخه ورځ يو سړي چي پخپله اولادونه لري کوښښ کاوه چي راته تشريح کړي چي ولي بايد په سوله کي عجله ونه سي.
له هغه څخه مخکي ورځ وه که بله ورځ، د افغانستان د تاريخ په هکله مي يو کتاب په لاس راغلی. پکښي له سره تر پايه د لیکل سوو معلوماتو يوه منبع هم نه وه ذکر سوې.
له هغه څخه مخکي ورځ او له هغه څخه مخکي ورځو کي همدا حال ؤ.
له بده مرغه چي نيمګړی منطق مي دا راته وايي چي که حتی سل کاله نور عمر ولرم، نو هره ورځ به همداسي شيان لولم او اورم...

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۵مه نېټه، بون

يادونه: د دغو څو کرښو سر مل د انځور د بشپړوالي ادعا نه لرم، بلکه دغه صرف يو سمبوليک او د پيغام استازی انځور دی. پکښي په اصل کي لا زيات مناظر او اشخاص ځايېدلای سي.

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...