Close

سکندر ته مشوره ـ منظوم نکل

اصلاح سوې بڼه، د ۲۰۲۱ کال د جولای ۱۲مه نېټه

پوه کړئ په ځان راوړې نن چي مي کيسه ده
داسي کيسه چي د تاريخ يوه حصه ده

کله فاتح چي سکندر پر آريانا سو
غوښتونکی سم د مشورې يوې دانا سو

ويل زخمي دي خو بيا هم جنګ ته تيار دي
خلک د دې ولس تورزن جنګي بسيار دي

څنګه پر دوی به چلوم زه خپل حکمونه
جوړ چي کوم نکړي راته دوی نوي غمونه


سردار يو وويل چي مړه يې معلمان کړه
مکتب يې وسوځه ليک لوست تې غلیمان کړه

سردار يو بل ويل چي وکړه پر ظلمونه
تېري پر وکړه قتلوه يې ټول قومونه


خو سکندر ته چي مشير ؤ ډېر هوښيار ؤ
پوه دی د سيمي په عادت ښه سم بسيار ؤ


ويل تر منځ د دوی چي هر څوک نااهلان دي
څوک چي رذيل دي ځان غوښتونکي کم اصلان دي

ته يې نګران کړه د ولس ته يې حاکم کړه
بل بدکاران ورباندي ټوله هم ناظم کړه

داسي به خوښ درڅخه تل دا چارواکان وي
تل به مشکور تل به خوشال پر هر مکان وي

هرڅومره لوی چي د ولس دوی غليمان وي
هومره به زيات تاته مخلص دا غلامان وي

دوی پر ولس به تل کوي لوی لوی ظلمونه
له باجه ډک به تل راوړي درته خمونه

يو څو که پاته لا ولس کي رذيلان وي
هغوی به مفت د دې چارواکو وکيلان وي

خو که هوښيار کوم په ولس کي ؤ لا پاته
دا چارواکان به يې کړي ژر ملا ورته ماته

تل دا ولس به خپل تر منځ سره جنګيږي
لاس به د دوی په خپلو وينو تل سورکيږي

تل به ته خلاص د دوی له شره په امان يې
تل به وزګار خپلو کارو ته هر زمان یې

که غواړې مات کړې يو ولس تل يې اسير کړې
بايد حاکم باندي رذيل خپل کوم اجير کړې

 

زړه بڼه


 ځان په پوه کړئ نن راوړې مي کيسه ده
کيسه څه چي د تاريخ يوه حصه ده
کله بر چي سکندر پر آريانا سو
دی غوښتونکی د نظر يوه دانا سو
نن مات کړي چي مي خلک دا هوښيار دي
د ه ويل ښايي دوی جنګ ته بيا تيار دي
څنګه وکړم زه پر دوی باندي حکمونه
جوړ چي نه کړي ماته دوی نور کوم غمونه
يو وزير ويل چي مړه يې معلمان کړه
ورک کتاب کړه دوی يې ټول بيا غليمان کړه
بل وزير ويل چي وکړه پر ظلمونه
تيری وکړه قتل عام يې کړه قومونه
خو مشير د سکندر چي ډېر هوښيار ؤ
پوه د سيمي په عادت ښه ډېر عيار ؤ
هغه وويل پاچا زموږ زوروره
زموږ سرداره زموږ اتله ښه زړه وره
تاوتريخوالي ته اړتيا نسته ته ګوره
حل کېدونکې دا ماجرا ده بېله زوره
حل يې دا چي پر دې خلکو حاکمان کړه
خلک د دوی د دوی له منځه ناظمان کړه
داسي څوک چي نااهلان ډېر کم عقلان وي
بد رذيل وي ځان غوښتونکي کم اصلان وي
دا که وکړې نو به خوښ دا چارواکان وي
تل مشکور به هر زمان په هر مکان وي
هر څه زيات چي د خپل قوم دوی غليمان وي
لاس پر نام به ستا دوی ټول لا غلامان وي
قوم کي پاته چي کمزور کوم رذيلان وي
د بد مشر به هميش مفت وکيلان وي
ځي خلوت ته يا هجرت به کړي هوښيار څوک
ځي به جنګ ته سادګان چي وي تيار څوک
خپل تر منځ به دوی مړه کيږي او رنځيږي
خپل په ځان به وي اخته دوی به کړيږي
قوم که زېر غواړې حاکم پر رذيلان کړه
ورک بدنامه يا يې مړه ور اصيلان کړه


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۱۹مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...