Close

د خان شهيد د پښتو ليکدود لپاره ځانګړی کيبورډ/کليدړه

کيبورد لې آوت دلته ډاونلوډ کولای سئ (https://bit.ly/2RrBYig) :

 
د پښتو د ليکدود په هکله د خان عبدالصمد خان شهيد د نورو وړانديزونو تر څنګ يو وړانديز دا ؤ چي لکه څنګه چي په پښتو کي څو ډوله يېګانې لرو، نو د «و» توري له پاره هم بايد څو ځانګړي توري ولرو. دا ځکه چي د بېلګی په توګه په لور (استقامت)، لور (ښځينه اولاد) او لوړ (هسک) په پښتو لغتونو کي د درو بېلو ږغونو يعني u، o او w له پاره صرف يو پښتو توری کارول کيږي. د خان شهيد د وړانديز له مخي بايد دغه درې توري په لاندي شکل وليکل سي:

۱ ـ د «و» توری / o

لکه په لور (استقامت)، مور (ادې)، کور او داسي نورو لغتونو کي. دا توری تر مخه لا په پښتو الفبا کي ځای لري او موجود دی.

۲ ـ لکۍ لرونکی ۇ / u

لکه په لور (ښځينه اولاد)، نور (رڼا)، مشهور او داسي نورو لغتونو کي. لکۍ لرونکی «و» چي د خان شهيد د وړانديز له مخي د عربي د « ُ » نخښي په شان ږغونو له پاره بايد وکارول سي، په پښتو الفبا کي دمګړی نسته. دغه ځانګړی ګرافيم يا توری په هيڅ بله ژبه او په دې توګه په کمپيوتري سيسټم کي لا تر اوسه ځای نه لري. که څوک غواړي چي دغه توری په ليکنو کي وکاروي نو يوازنۍ لاره يې دا ده چي ځانګړي د پښتو فونټونه يا ليکبڼې به جوړوي او متون به په هغه کي فورمات کوي. زما وړانديز دا دی چي که يو وخت په رشتيا د پښتو عالمان او اړونده ادارې دې نتيجې ته ورسيږي چي بايد د يو پر ځای څو ډوله «و» بايد ولرو او په دې ترڅ کي د خان شهيد وړانديز منلو ته زړه ښه کوي، نو آسانه لاره به ښايي دا وي چي د لکۍ داره «و» پر ځای پېښ لرونکی واو «ۇ» د u ږغ له پاره انتخاب کړي. دا ځکه چي له تخنيکي اړخه دغه توری تر مخه لا په ټولو سيسټمونو او اکثرو ليکبڼو کي موجود دی او دويم دا چي پر سر و پېښ « ُ » ته ورته نخښه لري، نو سمدستي د عربي او پښتو سره آشنا کسان ورڅخه انګېرلای سي چي د u ږغ لرونکی توری دی.

۳ ـ د w ږغ لرونکی ۉ / w

لکه په ولور، ولايت، وراره او نورو لغتونو کي. د خان عبدالصمد خان شهيد د وړانديز له مخي د w ږغ له پاره بايد ځانګړی توری استعمال سي چي د بنيادي «و» توری وي خو پر سر يې د پښتو د اته عدد «۸» په شان نخښه وي. دا ډول توری «ۉ» تر مخه لا د تخنيکي اړخه په ټولو کمپيوتري سيسټمونو کي موجود دی او که يو وخت منل کيږي نو د تخنيکي اړخه به کومه لويه ستونزه رامنځ ته نه کړي. په دې توګه نو د خان شهيد د دغه وړانديز د منلو له پاره په شته UTF او نورو کودونو کي د اضافې اړتيا نسته.

۴ ـ د تورو د سکون په صورت کي د هغوی پر سر د   ٚ  نخښه

د خان شهيد د وړانديز له مخي هغه توري چي ساکن وي او حرکت نه لري، بايد پر سر يې د پښتو د اوه عدد «۷» په شان نخښه کښېښودل سي. لکه په «لٚۉړ» لغت کي چي د «لٚ» پر سر نخښه څرګندوي چي دغه توری ساکن دی. دغه نخښه هم تر مخه لا په شته کمپيوتري نظام کي موجوده ده او له تخنيکي اړخه يې عملي کول هيڅ ستونزه نه پېښوي.

که په لنډه توګه ووايو نو د خان شهيد له مخي بايد بېلګي په توګه لور (استقامت)، لور (ښځينه اولاد) او لوړ (هسک) توري بايد په لاندي شکل وليکل سي:

لور = lor
لۇر = lur 
لٚۉړ = llwaṛ

د خان شهيد د يادو وړانديزونو پر اساس د پښتو متونو د ليکلو له پاره په دمګړی شته پښتو کيبورډ لې آوټونو يا ليکدړو کي د ساکن نخښه او د u او w له پاره وړانديز سوي د «و» شکلونه نسته. له همدې کبله ما د وينډوز لس له پاره د پښتو په معياري کيبورډ لې اوټ کي په لږ تغير سره د خان شهيد ياد دوه توري او يوه نخښه اضافه کړې ده. 

کله چي څوک لوړ ډاونلوډ ته وړاندي سوی پروګرام په خپل وينډوز کمپيوتر کي انسټال کړي نو د انګريزي ژبي د کيبورډ پر  "|"  "/" نخښي لرونکې کلۍ لاندي د خان شهيد توري موندلای او ټايپ کولای سي:

Normal: ٚ (U+065a)
Shift: ۉ (U+06c9)
AltGr: ۇ (U+06c7)

په دغه کيبورډ کي نور مهم توري داسي موندلای سئ:

AltGr+D = ے
AltGr+F = ں
AltGr+J = ٹ
AltGr+N = ڈ
AltGr+M = ڑ

دا چي زه د اړونده مسلک کارپوه نه يم او نه هم اړينه پوهه لرم نو زه ځان ته د دې اجازه نه سم ورکولای چي ووايم چي د خان شهيد ټول وړانديزونه دي عملي کړل سي. زه دلته صرف هغو کسانو ته يوه وړه تخنيکي آسانتيا برابروم چي غواړي په څېړنو يا نورو کارونو کي په آساني سره د خان شهيد وړانديز سوی ليکدود وکاروي.

په کوټه کي فاضل استاد پروفيسور غني غنو صاحب د زيات وخت راهيسي د پښتو ليکلو له پاره په خپلو کتابونو کي د خان شهيد له ليکدود څخه کار اخلي. البته د چاپ پر وخت هغه د زياتو ستونزو سره مخامخ وي ځکه چي يو ځل د کتاب پاڼي چاپوي او بيا د قلم په مرسته په متن کي پاته ځانګړي نخښي ايږدي او بيا کتاب چاپ ته ورکوي. هيله ده چي دغه پروګرامونه به يې کار آسانه کړي. البته د لکۍ داره واو د ښودلو له پاره بايد د پښتو ځانګړي فونټونه جوړ سي او يا په شته فونټونو کي تغيرات راوستل سي. ما دغه کيبورډ لې اوټ او دوه فونټونه نژدې لس کاله تر مخه جوړ کړي ول. البته اوس مي صرف کيبورډ لې اوټ د نوي وينډوز سيسټم سره عيار جوړ کړ او د نوو ليکبڼو د جوړولو کار زيات وخت غوښت. دمګړی د دغه پروګرام سره چي تاسو يې ډاونلوډ کولای سئ د کاليبري لايټ صمد خان (Calibri Light Samad Khan) په نوم ليکبڼه هم مل ده چي په انسټالولو سره يې تاسو د پېښ لرونکي واو پر ځای لکۍ داره واو ليکلای سئ. 

کله چي غواړئ دغه کيبورډ بېرته ډي انسټال يا له کمپيوتر څخه ليري/پاک کړئ، نو بيا د سېټ اپ (1_setup_keyboardlayout.exe) هغه فايل کليک کړئ د کومي په مرسته چي مو دغه کيبورډ انسټال کړی ؤ.

په دغه ليکنه کي د خان شهيد له خوا پر وړانديز سوو صرف درو تورو او يوې نخښي لنډ معلومات د وړاندي کولو هڅه سوې ده. دغه ليکنه په هيڅ صورت دا ادعا نه لري چي په بشپړه او علمي توګه به يې ياد منتخب مسائل مطرح کړي وي.

د خان شهيد د «زما ژوند او ژوندن» کتاب او پکښي د کارول سوي ليکدود په تړاو د محمد ابراهيم سپېڅلي صاحب د مقالې د لوستلو وړانديز درته کوم. دغه ليکنه پر دغه لينک  https://www.taand.com/archives/141273 موندلای سئ. له ياد کتاب څخه د يوې پاڼي انځور تر ليکنې لاندي کتلای سئ.

د يو اماتور په حيث داسي فکر کوم چي که د پښتو د ليکدود په تړاو د خان شهيد ټول وړانديزونه د عملي کېدو او تفاهم وړ نه وي، نو د ساکن تورو د نخښي او د u او w له پاره د ځانګړو تورو د رامنځ ته کولو پر وړانديز يې غور او بحث ښايي هيڅ تاوان ونه لري.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۷مه نېټه، بون



 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...