Close

که نر يې بيا مي ووهه! ـ رشتيا نکل

امجد د کوټي ښار په يو ښوونځي کي زما د ورور يو ډېر شريف او نجيب همصنفي/ټولګيوال ؤ. نوموړی په اصل کي د کوټي نه ؤ. يوه ورځ يې د يو هلک سره جنګ سو. هغه هلک ورته چپلاخه ورکړه. امجد ورته په ګواښونکې لهجه وويل: «ذره پهر مار کر دکها!» چي تقريبي پښتو معنی يې «که نر يې بيا مي ووهه!» کيږي. هلک امجد ته پر دويم باړخو هم سخت لوی آواز کوونکې چپلاخه ورکړه. امجد لا سخت په غوسه سو او په سخته لهجه يې بيا ورته وويل: «ذره پهر مار کر دکها!» دا خبره دوه واري نور تکرار سوه او امجد په ټوليزه توګه پنځه يا شپږ چپلاخي وخوړلې او هر ځل به يې ويل: «ذره پهر مار کر دکها!» تر هغو چي هغه بل هلک په خپله خوښه له امجد څخه پر شا کېدی، امجد بس صرف همدغه يوه ګواښونکې جمله تکراروله چي تر آخره پوري يې عملي نه کړه.

د امجد ياده رشتيا کيسه مي تر دې را ياده سوه چي دا بعضي فيسبوکيان ليکلي: «که يې دا ځل بيا د خپلو پښو د سپکولو وروسته ګاونډيانو ته په لاس ورکړو، نو به بيا هيڅکله نه پر پردو او نه پرديپالو باور وکړو.»

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۲مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

Loading...
Loading...