Close

د افراطيت نړيواله سيالي ـ لنډ نکل

source of image: https://bit.ly/2xGxhuR

د افراطيت په نړيواله سيالي کي يو برخه وال هغه بل ته په خورا کبر وويل: موږ دومره افراطيان يو چي غوا او غوايي راته مقدس دي. کله چي پر موږ کومه وبا، ناروغي يا بل ډول بيره راسي نو موږ د دغو حيوانانو بولي چښو او دغو بولو ته د تبرک په سترګه ګورو.

د دغې سيالۍ يو بل ګډونوال ورته وويل: موږ بيا دومره افراطيان يو چي حتی لېوانو او خنځيرانو ته قصيدې وايو، چاپلوسي يې کوو، په دفاترو او کورونو کي يې انځورونه ځړوو او آن دا چي حتی رايي ورکوو او خپل مشران يې ټاکو.

لومړي سيال ورته وويل: که رشتيا داسي کوئ نو بيا خو تاسو افراطيان ميفراطيان نه ياست بلکه «يو بل شی» ياست. موږ افراطيان ضرور يو خو خدای دي مو دا ستاسو له حال څخه وساتي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...