Close

چيري چي تحصيلي سندونه خرڅيږي...

 لومړۍ تبصره: په عصري نړۍ کي پوهنتونونه يو د بل سره په اليکترونيکي ډول وصل دي. هر پوهنتون د «پلاګيات ضد» کوم نه کوم لوی سيسټم ته خامخا او حتمي بايد لاسرسی ولري. د دغه سيسټم په مرسته بېله دې چي استاد يا مراقبت کوونکی لارښود پخپله ټول متن لومړی ولولي، مخکي له مخکي لا په دغه متن کي د علمي اصولو خلاف نقل سوو برخو په هکله تفصيل تر لاسه کولای سي. د دې تر څنګ هر تحصيلي او علمي تحقيق ته هر څوک لاسرسی لري، ورڅخه ګټه اخيستلای سي او يا يې څرنګوالی کتلای سي. د دې له پاره هر تحقيق د ځانګړو لارو د هر چا له پاره د موندنې په وړ توګه خپريږي.

د اليکترونيکي وسايلو او معلوماتي ځيرمو په مرسته د دې مخنيوی هم په نړۍ کي اصول ګرځېدلی، چي پر يوه موضوع د څو څو واره له سره او بېله نوي اړخ لرلو تحقيق وسي.

خو يو هيواد داسي سته چي د بعضو منتقيدينو د ادعاؤ له مخي که يې مونوګرافونه او تيزيسونه کنټرول سي، نو په لوی احتمال به په تيرو لسيزو کي په يو او واحد متن په سلونو محصلينو بريليکونه تر لاسه کړي وي. حتی داسي تورونه لګول کيږي چي د يو ولايت له پوهنتون څخه پخواني متون اخيستل کيږي او د بل ولايت په پوهنتون کي د بل محصل له خوا وړاندي کيږي.

حتی داسي ادعاوي هم سته چي د دغه هیواد يو له تر ټولو لوړ رتبه مشر چي د نوم سره يې «ډاکټر» استعماليږي، په اصل کي خپله دوکتورا نه ده بشپړه کړې او پر نيمايي يې پرې ايښې وه. که څوک لټون وکړي نو نه به د هغه د دوکتورا متن پيدا کړي او نه به يې په بريا د پای ته رسولو بريليک.

دا چي ملياردونه وخوړل سول يوه خبره ده، خو دا چي د تحصيلي ادارو له پاره ياد اړين سيسټم لا نه دی رامنځ ته سوی، دا ډېر د تأسف ځای دی. دا په داسي حال کي چي ښايي د دغه سيسټم رامنځ ته کول صرف يو څو زره ډالره وغواړي.

يوه ټولنه، يو هيواد او يو ملت په لباسي او جعلي سندونو هيڅکله هم د سيالانو سيال کيدلای نه سي. د ملت په توګه د دولتي ژرندي چلول په لباسي خبرو، کارونو، پروژو او تبليغاتو هيڅکله هم ممکن نه دي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۲۷مه نېټه، بون

 

د ماشومانو د منظوم او منثور نکلونو وېبپاڼه
www.kochnai.com

د کوچنی ټکی کام د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2ppNEpJ

د احمدولي اڅکزي د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د ماشومانو له پاره د نظمونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2tfIG1u

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه
FAQ http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v۲۴

وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


Loading...
Loading...