د ميرويس نيکه پوهنتون کندهار څخه يوه نړۍ مننه چې زه ناچيز يې په خپل دروند ستاينليک ستايلی يم. خدای دې ماته توفيق راکړي چې په رشتيا کوم داسې څه وکړم چې په دغه ستاينه وارزم. آمين
ما نن د دغې غونډې خبر وليد او سمدلاسه مې پر خپله فيسبوک پاڼه شريک هم کړ. دا ځکه چې د خوښۍ ځای راته معلوم شو چې د افغانستان پوهنتونونه د ډيجيټلايزېشن موضوع ته دومره اهميت ورکوي. دا چې زما ناچيز ذکر هم پکې شوی، زه اوس په خبر شوم. هيله ده چې د افغانستان او پښتونخوا نور پوهنتونونه د ډيجيټلايزېشن په موضوع کې د ميرويس نيکه پوهنتون تقليد او ورسره رغنده سيالي وکړي.
ډيجيټلايزېشن زموږ د بهتر راتلونکي لپاره يو ډېر اړين ګام دی. بايد ټول پکښې تر خپله وسه برخه واخلو.
