عموما د اکاډمۍ خطاب داسې يوې ادارې ته کيږي چې مقصد یې د علمي توکو تولید، وده او خپرول وي. د «اکاډمي» نوم او مفهوم له لرغوني یونان څخه سرچينه اخلي. دغه کلمه د فيلوسوف افلاطون له مدرسې (Academia) څخه راوتلې ده. نوموړي عالم دغه نوم له عيسوي ميلاد څه ۳۸۷ کاله تر مخه د خپل يو ښوونځي لپاره وکاروه. په دغه «اکاډميا» کې افلاطون او د هغه زده کوونکو د فلسفې تر څنګ د رياضياتو او نورو علمونو په هکله مباحثې کولې.
د اکاډميو موخې او دندې
اکاډمۍ باید د علم او فکر مرکز وي چېرې چې د انسانیت د پرمختګ لپاره نوې نظریې، څېړنې او فکرونه تولید شي. علمي او اکاډمیکې ادارې د څېړنې، تدریس، علمي خپرونو او مشورو په ساحو کې کار کوي. دغه ادارې زده کوونکو، څېړونکو او استادانو ته د علمي څېړنو امکانات برابروي او د هغوی لخوا توليد شوي آثار او د څېړنو پايلې خپروي. هغه ادارې چې «اکاډمۍ» وي، باید د زده کړو په وده کې مهم رول ولري او د مختلفو څانګو لکه ساینس، ټولنیزو علومو، ژبپوهنې، تاریخ او نورو څانګو کې علمي څېړنې ترسره کړي. که يوه اکاډمي د علم د يوې ځانګړې ساحې سره مربوطه وي نو بيا بايد په اړونده ساحه کې اکاډميک کار وکړي. د مثال په توګه که يوه اکاډمي د کومې ځانګړې ژبې د ودې لپاره جوړه شوې وي، نو بايد چې کارونه يې د خپل عصر د علمي او اکاډميکو اصولو سره برابر وي او د دغو کارونو په مرسته د اړونده ژبې د ژوندۍ پاته کېدلو، پرمختګ او د نورو ژبو سره د سيال کېدلو لپاره اکاډميک کار وکړي.
اکاډمیک کار او ډولونه یې
اکاډمیک کارونه په درېیو اساسي برخو وېشل کېدای شي:
1. څېړنه:
اکاډمیکه څېړنه د علمي مسایلو او ستونزو د ژورتیا او تحلیل لپاره ترسره کېږي. دا څېړنې په ځانګړو د خپل عصر د معيار سره برابرو علمي ميتودونو او معیارونو پر بنسټ کېږي. مقصد يې د علم او پوهې د اړونده څانګې يا څانګو وده او پرمختګ وي.
2. تدريس:
د پوهې د انتقال په مقصد د تدريس کار هم يو مهم اکاډمیک فعالیت دی. له دې لارې استادان او پوهان خپلې څېړنې او پوهه د زده کوونکو سره شریکوي او په دې توګه د نوي نسل په روزنه کې برخه اخلي.
3. خپرونې:
د اکاډميو يوه بله مهمه دنده د علمي مقالو، کتابونو او څېړنو خپرول دي. دغه ادارې له دې لارې د خپلو اکاډميکو غړو او نورو عالمانو او څېړونکو تر منځ د نظرونو شريک کولو او د پايلو نشرولو ته امکانات برابروي.
اکاډمیک شخص څوک دی؟
د «اکاډمیک شخص» خطاب هغه چا ته کېږي چې د څېړنې، تدریس او علمي خپرونو سره تړاو ولري. اکاډميک شخص عموما د لوړو زدکړو سره منسلک وي او د مثال په توګه په پوهنتونونو، څېړنیزو مراکزو یا ورته نورو علمي ادارو کې کار کوي. یو اکاډمیک شخص باید د خپل عصر او زمانې د معلومو او منل شوو معياري علمي اصولو سره سم کار وکړي او د پوهې په وده کې ونډه ولري. اکاډميک اشخاصو عموما د علم په ځانګړو ساحو کې ژورې زده کړې وي، پکښې څېړنې کوي، علمي مقالې ليکي او خپروي او په علمي غونډو کې ګډون کوي.
اکاډمۍ او د ژبې ودې لپاره یې رول
که يوه اکاډمي د يوې ځانګړې ژبې لپاره تاسيس شوې وي، نو د تاسيس پر وخت ځانګړې اساسنامه يا يې وروسته تعديل شوې بڼه د دغې اکاډمۍ د کار احاطه تعريفوي، چې عموما د اړونده ژبې لپاره د دغې اکاډمۍ ځانګړی رول او وظايف پکښې تعريف شوي وي. دا ډول اکاډمۍ عموما د اړونده ژبې د ساتنې، ودې او د خپل وخت د شته ننګونو سره د مبارزې او د دغې ژبې د پرمختګ لپاره کار کوي. دا ډول ادارې د اړونده ژبې سره مربوطو په بېلو ساحو لکه ادبيات، ژبپوهنه، د ژبې تاريخ او داسې نورو کې ارزښتاک فعاليتونه کوي. د مثال په توګه دغه ادارې په ژبپوهنه کې څېړنې ترسره کوي او د ژبې قواعد، معیاري لیکدود او لغتونه ترتیبولو تر څنګ ورته نور وظايف ادا کوي. د ژبو اکاډمۍ په اړونده ژبه د خبرو کوونکو لپاره لارښوونې او هغه څوک چې دغه ژبه زده کول غواړي د هغوی لپاره امکانات او وسايل وړاندې کوي.
د اکاډمۍ غړي او د هغوی ځانګړتیاوې
د اکاډمۍ غړي باید لوړ علمي ظرفیت ولري او په خپلو ځانګړو برخو کې تخصص ولري. په ځانګړې توګه که اکاډمي د یوې ژبې په اړه وي، لکه پښتو ژبه، غړي باید په دې ژبه بشپړ مهارت ولري او د دې ژبې په ادب، ژبپوهنه او تاریخي اړخونو کې د ژورې پوهې څښتنان او د اکاډميکو دندو لکه څېړنه او تدريس سره بلد او مربوط وي. دغه غړي دنده لري چې د ژبې د پرمختګ لپاره د څېړنې، تدریس او خپرونو لړۍ په اکاډميک معيار جاري وساتي. د هغوی کار باید پر علمي اصولو او معیارونو ولاړ وي او تر څنګ يې هغوی باید د ژبې ټولنیز او کلتوري اړخونه هم په نظر کې ونیسي.
لنډه دا چې اکاډمي یو داسې علمي او فکري مرکز وي چې د پوهې تولید او وده یې هغه اصلي مقصد وي. دا ادارې د څېړنې، تدریس او علمي خپرونو له لارې د ټولنې په پرمختګ کې مرسته کوي. اکاډمیک شخص باید د علمي اصولو پر بنسټ کار وکړي او د علمي څېړنو، تدریس او خپرونو له لارې د خپلې څانګې په وده کې برخه واخلي. که اکاډمۍ د يوې ځانګړې ژبې سره مربوطې وي نو بايد چې د ژبې د ودې لپاره خپل ځانګړی رول ولوبوي او په دې توګه د ژبې ساتنه، پرمختګ او د هغې د معیاري قواعدو ساتنه، تعديل او معرفي کې خپل وظايف پوره کړي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۸مه نېټه
ماخذونه:
۱ ـ Bourdieu, Pierre. Homo Academicus. Stanford University Press, 1988.
۲ ـ Clark, William. Academic Charisma and the Origins of the Research University. University of Chicago Press, 2006