په جرمني کې «د مورنۍ ژبې زده کړه» (Herkunftssprachlicher Unterricht) چې لنډ نوم يې HSU دی، يو ښوونیز پروګرام دی چې پکې ماشومان د خپلې کورنۍ ژبه (لکه پښتو، ترکي، عربي او نورې ژبې) لوستل، لیکل او ورباندې خبرې کول زده کوي چې خپله ژبه او کلتور وساتي.
له لومړي ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې ماشومان کولای شي په دغه پروګرام کې وړيا ګډون وکړي. په دغو ټولګيو کې د بېلابېلو ښوونځيو، ټولګيو او عمرونو زده کوونکي برخه اخلي. په لسم ټولګي کې د همدې ژبې امتحان اخيستل کېږي او نمرې يې د پرديو ژبو په برخه کې حسابېږي.
د دې لپاره چې په کوم ښار کې د پښتو ژبې زده کړه پيل شي، لږ تر لږه شل زده کوونکي اړين دي. دغه زده کوونکي کولای شي د ښوونځي له ادارې (Schulamt) څخه د پښتو ژبې د تدريس غوښتنه وکړي. شرط نه دی چې ټول دې د يوه ښوونځي يا يوه ټولګي زده کوونکي وي.
که غوښتنه ومنل شي، د ښوونځي اداره د ښوونکي يا ښوونکې د پيدا کولو لپاره اعلان کوي. لومړيتوب هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په جرمني کې يې د ښوونې لوړې زده کړې کړې وي، خو د اړتيا په صورت کې د بهرني تحصيل لرونکي کسان هم منل کېږي.
له بده مرغه، تر اوسه په ډېرو ښارونو کې د پښتو ژبې دا اسانتيا نشته. يو لامل يې د کورنيو بې خبري، بل د هغوی نه انسجام او بل د پښتو ښوونکو کمښت دی.
په انځور کې زما ترڅنګ ناست ماشوم ب. اڅکزی د ايسن ښار د څو ژبو ماشومانو د ملاتړ يوې سيالۍ او غونډې ته په ځانګړي دعوت بلل شوی و. هغه تر دې مخکې د نارد راين ويستفالن په پارلمان کې هم په پښتو ژبه وينا کړې وه.
ب. اڅکزي د معارف د وزارت د ځانګړي استازي څخه د پښتو ژبې د تدريس په هکله مشوره وغوښته. هغه له دغه ماشوم څخه مننه وکړه چې په دغه پروګرام کې د مېلمه کېدنې دعوت يې منلی او حاضر شوی و. په پارلمان کې يې د هغه د وينا بيا يادونه او ستاينه وکړه. د پښتو د زدکړې په هکله د وزارت د چارواکي مشوره دا وه چې هر ښار کې لږ تر لږه شل زده کوونکي لاسليکونه راغونډ کړي او د خپلې مورنۍ ژبې د زده کړې غوښتنه دې د Schulamt چارواکو ته وسپاري.
که تاسو هم په آلمان کې ژوند کوئ او په دغه موضوع او د موضوع په اهميت مو سر خلاص شوی وي، نو د خپلو او د نورو د ماشومانو لپاره د هغوی د مورنۍ ژبې د زدکړو په برابرولو کې سره منسجم شئ. په زياته کلتوري ټولنې بايد دغې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.