زه وکيل يا حقوقپوه نه يم. که تاسو حقوقي مرسته غواړئ نو بايد د وکيل سره تماس ونيسئ. زه آلمان ته د راغلو مهاجرو د اسنادو ژباړلو جواز لرم، خو حقوقي مشورې نه ورکوم. له دې کبله زه ادعا نه لرم چې لاندني معلومات بشپړه او کره دي.
د Asylantrag (د پناه غوښتنې) مرکه کې ممکنه پوښتنې:
1. تاسو له کوم ځایه راغلي یاست؟
➤ د اصلی ځای معلومول مهم دي.
2. ولې مو خپل هېواد پرېښود؟
➤ د اصلي دلیل څرګندول (جګړه، ګواښ، زورونه، شخصي ستونزې...؟).
3. آیا شخصاً تاسو ته ګواښ شوی دی؟ څنګه؟ څوک؟
➤ د شخصي ګواښ شواهد مهم دي.
4. آیا تاسو په افغانستان کې د کومې ډلې غړی یا مخالف وئ؟
➤ سیاسي یا مذهبي فعالیتونه مهم رول لري.
5. آیا طالبان، داعش یا کومه بله وسله واله ډله تاسو ته خطر جوړ کړی؟
➤ خطر ته د فردي ټارګیټ کېدو ثبوت مهم دی.
6. تاسو د څه مودې لپاره په سفر کې واست، او څنګه آلمان ته راورسېدئ؟
➤ د سفر مسیر د اعتبار ارزولو لپاره مهم دی.
7. آیا په کوم بل اروپایي هېواد کې د پناه غوښتنه کړې وه؟
➤ د Dublin مقرراتو پلي کېدل.
8. تاسو دلته د څه لپاره پناه غواړئ؟ څه فکر کوئ که بېرته ولاړ شئ څه پېښ شي؟
➤ د راتلونکي خطر روښانه تصویر ورکول.
9. تاسو څه مذهب لرئ؟ آیا دې مذهب له امله تاسو ته ستونزه پېښه شوې؟
➤ مذهبي تعقیب مهم دلیل ګڼل کېږي.
10. تاسو څه عمر لرئ، او کورنۍ مو چیرې ده؟
➤ د کشر عمر خلک اکثراً ځانګړی حمایت ترلاسه کوي.
یو کس به هغه وخت د پناهندګۍ حق ترلاسه کړي که:
1. شخصاً خطر سره مخ وي – یعنې عمومي خطر نه، بلکې مستقیم تهدید یا زور.
2. سیاسي، مذهبي، یا قومي دلایلو له مخې ځورېدلی وي.
3. بېرته افغانستان ته د تګ په صورت کې ژوند، ازادي، یا کرامت ته جدي خطر وي.
4. په ځانګړي ډول:
o ماشومان/ځوانان چې له ملګرتیا یا کورنۍ پرته وي.
o هغه کسان چې طالبانو یا نورو ډلو لخوا ګواښل شوي وي.