تر ټولو مهمه خبره اول:
څوک چې په المان کې ژوند او کار کول غواړي، نو آلماني ژبه ورته حتمي ده. د کار لپاره بعضې ځايونو کې د B1 او بعضې ځايونو کې د B2 درجې د آلماني ژبې سند غواړي.
په آلمان کې د بهرنیو پوهنتوني اسنادو د په رسميت پېژندنې لپاره یو مشخص عمومي سیسټم نشته. دا چې ستاسو اسنادو ته په آلمان کې رسميت ورکول کېږي که نه، دا موضوع پدې پورې اړه لري چې تاسو په کوم مسلک/رشته کې زدکړې کړي دي يا يې له دې وروسته پېلول غواړئ يا نيمګړو پاتو زدکړو ته ادامه ورکول غواړئ.
د اسنادو د په رسميت پېژندنې اړتیا کوم وخت راځي؟
1. که تاسو غواړئ په آلمان کې په یو "تنظیم شوی مسلک" یا Reglementierter Beruf کې کار وکړئ، نو د اسنادو رسمي پېژندنه لازمي ده.
2. که ستاسو مسلک تنظیم شوی نه وي، نو رسمي پېژندنه ضروري نه ده. په داسي صورت کې تاسو کولی شئ ځان ته په خپل مسلک کې کار ولټوئ او پوستونو ته مستقیماً خپل درخواست ولېږئ. خو د اسنادو د اسانتیا لپاره کولی شئ د ZAB لخوا
"Statement of Comparability"
ترلاسه کړئ.
ZAB يا Zentralstelle für ausländisches Bildungswesen
معنی د خارجي تعليمي اسنادو لپاره مرکزي دفتر.
د آلمان مشهور تنظیم شوي مسلکونه کوم دي؟
(Reglementierte Berufe)
د يو څو هغو مهمو مسلکونو نومونه په لاندي ليسټ کې درسره شريک کوم چې که پکښې په آلمان کې بهرني تعليمي اسناد لرونکي کار کول غواړي، نو بايد مخکې خپل تعليمي اسناد په رسميت په وپېژني او په دې توګه له کار پېلولو مخکې په دغه مسلک کې رسميت ترلاسه کړي:
• ډاکټر (Arzt/Ärztin)
• نرسر/نرسره (Pflegefachkraft – Nurse)
• د غاښونو ډاکټر (Zahnarzt/Zahnärztin)
• درمل پلورونکی (Apotheker/in)
• ښوونکی/ښوونکې (Lehrer/in)
• انجینر (Ingenieur/in)
• معمار (Architekt/in)
• وکیل (Rechtsanwalt/Rechtsanwältin)
• ټولنیز کارکوونکی (Sozialarbeiter/in)
• روانشناس (Psychotherapeut/in)
• د زېږون قابله (Hebamme/Entbindungspfleger)
لږ نور مسلکونه هم شته. دلته یې رسمي لیست وګورئ:
دا چې ايا له سره ستاسو د پوهنتون/پوهنځي او پکښې ستاسو لخوا بشپړه شوي زدکړې په آلمان کې په رسميت پېژندل کيږي که نه، دا معلومات ځان ته د Anabin په نوم آنلاين پاڼې/ډېټابېس له لارې کولی شئ.
د Anabin ډېټابېس يا معلوماتي زېرمې له لارې ځان ته لاندې معلومات ترلاسه کولای شئ:
• آیا ستاسو پوهنتون (Institution) په آلمان کې په رسميت پېژندل شوی دی که نه؟
• آیا ستاسو ډیپلوم په آلمان کې معادل سند لري که څنګه؟
د اسنادو ژباړه
کوم اسناد باید ژباړل شي؟
د رسمي پېژندل کېدنې لپاره ستاسو هر هغه سند چې په آلماني ژبه نه وي، حتمي ده چې په رسمي ډول وژباړل شي، پشمول:
• د هويت سندونه (لکه تذکره)
• د دولسم ټولګي سند
• ډیپلوم/سندونه
• ترانسکرېپټونه (Transcript of Records)
• تصدیق لیکونه (Certificates)
• د کاري تجربې سندونه
ژباړه باید څنګه وي؟
مخکې له دې چې تاسو خپل اسناد و ZAB يا د بهرنيو تعليمي اسنادو د پېژندلو آلمانۍ ادارې ته وسپارئ، اسناد مو بايد ژباړلي وي.
په آلماني رسمياتو او په زياته د تعليمي اسنادو د په رسميت پېژندنې په پروسه کې یوازې هغه ژباړې منل کيږي چې یو په آلمان کې رسمي اجازه لرونکي ژباړونکي (ermächtigter/beeidigter Übersetzer) لخوا شوي وي.
مهمه خبره!!
هغه ژباړې چې په افغانستان، پاکستان یا نورو هېوادونو کې شوي وي، معمولاً په آلمان کې نه قبلېږي.
پر لاندنۍ پاڼه د رسمي ژباړونکو لټون کولای شئ:
البته نن ماته په تبصره کې يو افغان وليکل چې بېله ژباړې يې هم ورڅخه اسناد قبول کړي دي. نو که د ژباړلو مخکې تاسو ځان ډاډه کړئ چې ايا ژباړه حتما درڅخه غواړي او که بېله ژباړې هم درڅخه اسناد قبلوي، نو به بهتره وي.
دا چې د ZAB له لارې د اسنادو پېژندنه او د
Statement of Comparability
تر لاسه کول څنګه کيږي، بايد لاندني کارونه وکړئ:
1. اول بايد ځان ته پکښې اکاونټ يا حساب جوړ کړئ:
2. دويم بايد مخکې له مخې ارزونه يا pre-check وکړئ:
3. خپل اسناد اپلوډ کړئ، فورمه ډکه کړئ، فیس ورکړئ (208 یورو)
4. پروسه شاوخوا ۳ میاشتې وخت نیسي
لنډه دا چې ...
که تاسو غواړئ د افغانستان خپل پوهنتوني سندونه د آلمان له خوا په رسميت وپیژندی، نو دا مراحل تعقیب کړئ:
1. وګورئ چې ستاسو مسلک تنظیم شوی دی که نه.
2. د Anabin له لارې وګورئ چې ستاسو پوهنتون، پوهنځي او سند په آلمان کې په رسميت پېژندل کيږي که نه.
3. ټول سندونه د یو رسمي ژباړونکي له خوا آلماني ته وژباړئ.
4. د ZAB له لارې د خپلو اسنادو د په رسميت پېژندلو درخواست ورکړئ.
احمد ولي اڅکزی، په آلمان کې د رسمي ژباړې جواز لرونکی ژباړونکی
نوټ: زه د ټولو دغو معلوماتو د بشپړ يا صحيحوالې ادعا نه لرم. بلکه بهتر به دا وي چې هغه کسان چې په دغه پروسه کې قرار لري يا غواړي پېل يې کړي، پخپله هم نور معلومات وکړي.