فرض کړو يو افغان آلمان ته راغلی او په خپل هيواد افغانستان کې يې نجاري/پايپکشي/اليکترونيک وغيره زده کړې ده، خو په لاس کې د خپل هنر هيڅ سند نه لري، يا يې د شته سند په رسميت نه پېژندل کيږي، نو بايد څه وکړي؟
اول قدم تل د ژبې زده کول دي. دا کار حتمي او لازمي دی، که څوک غواړي عادي ژوند ولري. که څوک د کورس امکانات نه لري نو دې پر يوټيوب او د انټرنټ پر نورو پاڼو د آلماني د زدکړې امکانات ولټوي. هغه څوک چې په رشتيا ژبه زده کول غواړي، هغوی يې زده کوي. هغه چې بهانې لټوي، هغوی يې نه زده کوي.
اول پراکتيوکوم (Praktikum) بيا حرفوي زدکړي يا سمدلاسه کار
دويم قدم بايد دا وي چې څوک په هغه هنر او مسلک کې چې په هيواد کې يې پکښې کار کړی وي، پراکتيک (Praktitum) پيدا کړي. دا لنډ مهاله يو شانته شاګردي او همکاري وي چې څوک يې په يو شرکت کې کولای شي. مثلا څوک د نجارۍ يو شرکت ته درخواست لېږي يا پخپله ورځي او ورته وايي ما نجاري زده کړې ده او غواړم ستاسو سره اونۍ، دوې اونۍ، مياشته يا دوې مياشتې وړيا کار وکړم. که يې دا غوښتنه ومنل شي نو هم هغوی ته خپل هنر ښودلای شي او هم له هغوی څخه آلماني او د آلمان د نجارۍ طرز زده کولای شي. که د شرکت د مشرانو د دغه کس کار يا يې اخلاق يا بل مثبت شی خوښ شي، نو ښايي ورته د اوسبيلدونګ امکانات برابر کړي او يا ښايي سمدلاسه ورته کار ورکړي.
هر څوک چې آلماني زده کړي، مسلک زده کړي يا کار پيدا کړي، د هغه د اقامې دريځ هم ورسره بهتره کيږي او پرته له هغه په ذهني توګه هم آراميږي او هيله من کيږي.
مقصد خپل وخت په ډپرېشن او شکايتونو مه ضايع کوئ، بلکه له خپل وضعيت څخه د ځآن ايستلو لپاره عملي ګامونه واخلئ. که نور څه نشئ کولای، نو له سا کښلو، اوبو چښلو او ډوډۍ خوړلو په شان د ژبې زده کړه بايد پر ځان لازمي کړئ.
الله مو درته ټول کارونه آسانه کړه او الله مو بريالي کړه. آمين
تعقيب: بعضو دوستانو راڅخه حقوقي مشورې غوښتي دي. خو زه وکيل نه يم بلکه دارلترجمه لرم. يعني د افغانستان د اسنادو رسمي ژباړه کولای شم چې په ټول آلمان کې په رسميت پېژندل کيږي، خو حقوقي مشوره نشم ورکولای.
نوټ؛ شاعري، ليکوالي، پښتو يا دري ادبيات... تر کوم ځايه چې زه خبر يم په آلمان يا بل اروپايي هيواد کې په هنرونو کې نه شمېرل کيږي. تخنيکي او فني کارونه زياته خريداران لري.