په افغانستان کې ځینې لیکوالان نظر لري چې د ژبو د هغې سترې کورنۍ نوم چې پښتو، هندي، انګرېزي، فرانسوي، روسي او نورې پکښې شاملې دي، باید "آریایي" يا "آريايي اروپايي" وي، نه "هندواروپایي". دغه درانه ليکوالان باور لري چې دا نوم "Indo-European" د اروپایي ژبپوهانو له خوا په ناسمه توګه غوره شوی او ګواکې اصلي او منطقي نوم یې "آریایي اروپایي" دی. خو د دغې ادعا د تثبيت لپاره تر اوسه پورې هیڅ منل شوي علمي دلايل یا شواهد نه دي وړاندې شوي، يا حد اقل په منل شوو منابعو کې نه دي راغلي. غواړم په دغه لنډ ليک کې دا موضوع د ژبپوهنې له نظره لږ روښانه کړم.
"هندو اروپايي ژبې" څه ته ويل کيږي؟
"هندواروپایي" (Indo-European) د ژبو د یوې سترې کورنۍ نوم دی چې پکښې ډېرې ژبې شاملې دي، لکه د اروپا په ستره وچه کې انگريزي، فرانسوي، آلماني، لاتیني، یوناني، روسي، هسپانوي او نورې. په آسيا کې ويل کېدونکې زيات شمېر ژبې لکه پښتو، فارسي، سانسکریت، اردو، هندي او نورې هم په ياده څانګه پورې مربوطې دي.
دا نوم "هندواروپایي" د دې لپاره غوره شوی چې دا ژبې له هند (Indo) نه تر اروپا (European) پورې غځېدلي دي او دا نوم یوازې د جغرافیې له مخې کارول شوی، نه د کوم قوم، نژاد یا سیاسي فکر له مخې.
"آريايي" څه ته ويل کيږي؟
"آریایي" (Aryan) له تاریخي پلوه د هندي او "ایراني" ژبو (دلته له ايراني څخه مقصد د ايران هيواد اوسنۍ جغرافيه نه، بلکه د اريايانو پراخه سيمه ده) لپاره کارېږي چې پکښې پښتو، فارسي، بلوچي، سانسکریت، او نورې شاملې دي.
په بله اصطلاح "آریایي" د هندواروپایي ژبو یوه فرعي څانګه ده، نه یو بدیل نوم.
کوم يوه سمه او علمي اصطلاح ده؟
د "Indo-European" نوم لومړی ځل په ۱۸۱۳ عيسوي کې د توماس یانګ (Thomas Young) لخوا وکارول شو. دا نوم وروسته د ژبپوهنې یو نړیوال معیار شو. هیڅ یوه علمي مرجع یا په نړيواله سطحه مطرح او منل شوی ژبپوه د ياد نوم پر ځای د "آریایي اروپایي" اصطلاح نه کاروي. دا ځکه چې:
اول: ناسم جغرافیایي مصداق لري.
دويم: د اړونده ژبو د کورنۍ ټولې څانګې نه رانغاړي.
دريم: د تاریخ له پلوه دا نوم له سیاسي او نژادي مفهومونو سره ګډ شوی چې علمي اعتبار ته زیان رسوي.
له بل اړخه منل شوي کارپوهان په دې نظر دي چې "Indo-European" نوم د ټولو ژبو لپاره یو بې ‌طرفه، جغرافیایي او نړیواله علمي اصطلاح ده.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د اپريل ۱۲مه نېټه