ژبه په خپل ذات کې د بدلون، تبادلې او ګډېدو محصول دی. هیڅ بشري ژبه په بشپړه توګه «خالصه» نه ده. پښتو هم د تاریخي، جغرافیایي او فرهنګي تعامل له امله د بېلابېلو ژبو لکه عربي، فارسي، هندي، ترکي او نورو اغېزې جذب کړې دي. همداراز هغه چلند چې په ټولنیزو شبکو کې د ژبې د پاکوالې په نوم «د ژبې پولیس» لوبوي، هغه نه علمي دی او نه هم د ژبې د ودې لپاره ګټور دی.
ژبه په خپل طبیعي ماهیت کې ګډه/مخلوطه، بدلېدونکې او غیرخالصه ده
ژبپوهان په نړیواله کچه په دې نظر دي چې هیڅ ژبه د مطلقې خالصوالي څښتنه نه شي کېدلای. هره ژبه د وخت، ټولنې، اقتصاد، سیاست او فرهنګ په بدلونونو کې بدلون ته زړه ښه کولای او د اړیکو له لارې له نورو ژبو څخه ځان کې عناصر ورګډولای شي. مثلا انګلیسي د لاتین، فرانسوي، یوناني او نور, په سلونو ژبو پورویونه لري. همداسې حتی عربي ژبه د آرامي، فارسي، ترکي او نورو ژبو ګڼې اغېزې لري. فارسي، فرانسوي، ترکي، هندي او نورو ژبو هم د څو سوه کلونو په جریان کې په ځان د نورو ژبو کلمې ورګډې کړې دي.
نو که د نړۍ هېڅ ژبه خالصه نه وي، د پښتو د خالصوالي مطلقه غوښتنه هم غیرواقعي ګڼلای شو.
مترادف ويونه يوه غني کوونکې پدیده
په پښتو کې له يو څخه زياتو مترادفو ويونو موجوديت يا «شتون» یو طبیعي او غني کوونکې پدیده ده.
په پښتو کې ډېر وخت د یوې مفکورې لپاره دوه یا څو ویونه موجود وي. بعضې وختونه له دغو ويونو څخه یو د پښتو ریښه لري او بل یا ډېر یې له عربي، فارسي، هندي، انګلیسي یا بلې ژبې څخه سرچینې اخلي. خو دغه په اصطلاح پردي ويونه چې شمېر يې په پښتو کې خورا زيات دی، د پښتو ژبې برخه ګرځېدلي دي او پښتانه په پوهيږي او کاروي يې، مثلا لکه اثر/اغېز، اند/فکر، رښتيا/حقيقت، مخینه/تاریخ او داسې نور...
ياد څو اړخیزوالی په ژبه کې سیاقي انعطاف، د بیان د تنوع وړتیا، شعري او ادبي پراخوالی او د ځانګړو مسلکي برخو د متخصصو اصطلاحاتو جوړښت اسانوي.
ولې باید ټولې کلمې (اصلي او پورشوي) وکارول شي؟
د اړتیا اصل:
ځینې کلمې د علمي، تخنیکي یا حقوقي مانا لرلو له امله په پښتو کې خپل ځای لري او د هغوی پر ځای د جبري «خالصو» ویونو کارول د مفهومي ګډوډۍ لامل کېږي.
د سیاق مناسب والی:
په ځینو شرایطو کې اصلي پښتو کلمه مناسبه ده، په ځینو کې پورشوي ویونه ډېر واضح، لنډ او دقیق بیان ورکوي.
د بیان تنوع:
ژبه هغه وخت غني کېږي چې د مانا د انتقال لپاره څو وسیلې ولري. د یوې یوازینۍ کلمې جبري کول د ژبې د بیان وسیلې محدودوي.
تاریخي رښتینولي:
پورشوي کلمې د پښتو د سلیقې، تمدني اړیکو او ادبي تاریخ برخه ګرځېدلې دي، له ژبې یې پاکول د تاریخي حافظې پاکول دي.
طبيعي تحول:
ژبني تحول طبیعي پديده ده. هغه ژبه چې د اغېزو د جذبولو وړتیا ونه لري، د ودې توان هم له لاسه ورکوي.
د «ژبې پولیس» يوه ناوړې پديده
په دې کې هيڅ شک نشته چې اصلاح صرف هغه وخت رامنځته کيږي چې د تنقيد کولو او اورېدلو کلتور او دود روغ وي. خو زيات وخت ليدل کيږي چې د مشورې، خپل نظر يا خپل دريځ د روښانه کولو پر ځای بعضي انټرنټي ژبني پوليس په ډېره ناوړه لاره او طرز نورو ليکونکو ته ګوتڅنډنه کوي چې «فلانی لغت دې ولې ليکلی؟» يا «فلانی لغت ولې نه کاروې؟». دغه پخپله خپل ځان ته د ژبني پوليسو دنده سپارونکي غير مسلکي کسان د ياد امر تر څنګ بيا د يوې سيمې يا لهجې په تړاو د خپل خوسا/وروست، غيرعلمي او کليشه يي حساسيتي نظر ښودل هم خپل حق ګڼي... ټاپه وهي او قضاوت کوي. هغه هم بېله دې چې علمي استدلال يا علمي ريفرنس ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېر کسان شته چې د ژبې د کارونې په اړه داسې چلند کوي چې ګنې یوازې یوه بڼه سمه ده او نورې ټولې غلطې. داسې چلن څو ستونزې رامنځته کوي، لکه:
غیرعلمي مطلقیت:
ژبپوهنه هېڅکله داسې نه وايي چې یوازې یوه بڼه مطلق سمه ده او نورې ټولې ناسمي. البته دلته له ژبپوهنې څخه مقصد «خيټولوژي» نه ده، بلکه مقصد هغه علم دی چې يو ساينس دی.
د ویونکو ځورول:
کله چې خلکو ته په دوامداره توګه ویل کېږي چې «دا مه وایه»، «هغه ناسم دی»، یا «فلانۍ کلمه کارول ګناه ده»، دوی له ژبې سره ذهني واټن پیدا کوي.
پښتانه د لیکنې او خبرې کولو څخه بې زاره کول:
د ژبې د پولیسو چلند ډېر کسان له دې وېرې سره مخامخ کوي چې «خطا به وکړم» او له دې کبله هغوی له ليکلو يا ويلو ډډه کوي.
د ګډ ژوند فرهنګ ته زیان:
د نظر اختلاف باید علمي او استدلالي وي، نه سپکاوی، تمسخر یا تحقیرونه.
دلته پوښتنه مطرح کيږي: نو اکادمیک چلند څه ډول وي؟
د یو واقعي اکادمیک چلند مثالونه داسې يادولای شو چې:
ـ د هرې کلمې تاریخي، ریښه پوهني او سیاقي ارزښت معاینه کړل شي
ـ بحث بايد پر دې وشي چې کومه کلمه په کومه ساحه کې غوره ده، نه دا چې ګواکې «فلانۍ کلمه تل غلطه ده».
ـ بايد د معیاري لیکدود او د هغه د تقويې (يا د معيار د رامنځته کېدو) ملاتړ وشي، خو په هيڅ صورت بايد د ویونکو پر سلیقو او لهجوي توپیرونو حکم او قضاوت ونشي.
د نظریاتو د تنوع درناوی
علمي نظر هغه وخت ارزښت لري چې د دلیل، صبر او درناوي سره وړاندې شي، نه د مطلق حکم او ژبني تحکم په ډول.
لنډه دا چې ژبه هغه وخت وده کوي چې طبیعي، خلاصه/پرانستې او د ټولنیز تعامل د بدلونونو منونکې وي. د پښتو ژبې له نورو ژبو پورشوي کلمې د یو کمښت نښه نه ده، بلکې د تعامل، تمدن او تاریخي پراختیا څرګندونه ده. د «یوازې خالصه پښتو» غوښتل علمي بنسټ نه لري او هغه چلند چې په ټولنیزو رسنیو کې د ژبې د پولیسۍ په ډول رامنځته کېږي، د ژبې د ودې، د ویونکو د اعتماد او د علمي بحث د فضا لپاره زیانمن دی.
په علمي چوکاټ کې د کلمو د غوره والي بحث کول ګټور دی، خو د مطلق حکم کولو ادعا ناسم او غیرعلمي کار دی.