ایا د ژبې بدلول شخصیت هم بدلوي؟ پښتو په ويونکي څه اثر لري؟
ـــــــ
که د ټولې ليکنې د لوست حوصله يا وخت نه لرئ، نو له منځني عنوانو څخه يو او تفصيل يې انتخابولای شئ.
ــــــــ
زيات داسې کسان چې تر يوې څخه په زياتو ژبو خبرې کوي، وايي چې کله چې له يوې ژبې څخه په بله ژبه خبرې کول پېل کړي، نو داسې احساس کوي لکه په شخصيت کې چې يې هم بدلون راغلی وي. دا پدیده د ژبې او هویت ترمنځ د پیچلي اړيکې له امله رامنځته کېږي چې څېړونکو ورباندې تحقیقات هم کړي دي.
کلتوري تطابق/همږغي
د يادې پديدې یو دلیل دا دی چې په څو ژبو خبرې کوونکي خلک د هرې ژبې د کلتوري اصولو سره سم خپل چلند او فکرونه تنظیموي. د مثال په توګه یو کس ممکن د یوې ژبې په ویلو ځان ډاډه او صریح احساس کړي، خو په بله ژبه کې یې خبرې نرمې او محتاطانه شي. څېړنو ښودلې چې ژبنیز بدلونونه کولی شي د فرد شخصیت ته بڼه ورکړي.
په دې تړاو بونډ او يانګ (په ۱۹۷۲ع.) د کلتوري تطابق تيوري وړاندې کړه. د دغې تيورۍ له مخي څو ژبي ويونکی خلک د خبرو پر وخت د هغې ژبې سره تړلو کلتوري اصولو ته هم پام کوي او خبرې ورسره عياروي، په کومه چې دی دمګړی خبرې کوي. دا د دې مانا لري چې کله یو شخص بله ژبه ووايي نو د هغه شخصیت او چلند هم ممکن ورسره بدلون ومومي. دا حتمي نه ده، خو ممکنه ده او په زيات شمېر اشخاصو کې د تجربو او څېړنو له مخې ثابته شوې ده.
د ژبني نسبیت او ځان درک
د ژبني نسبیت اصول وايي چې ژبه د یو شخص د فکر او درک طریقه اغېزمنوي. دا په دې معنی چې د ژبې بدلول کولای شي د فرد شخصیت، ارزښتونه او احساسات بدل کړي. هره ژبه ځانګړي کلتوري او ټولنیز اصول لري چې د شخص د چلند او ځان درک کولو طریقه اغېزمنوي.
د غبرګو ژبو د استعمال په پديده کې اوکرايني الاصله امريکايي ليکواله انېتا پاولېنکو تخصص لري. هغې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کالونو تر منځ له زرونو انسانانو څخه د هغوی نظر وپوښتی. له دغو پوښتل شوو کسانو څخه ډيری يې موافق ول چې کله بله ژبه وايي نو ځان ته يو څه متفاوت معلوميږي. دا ښيي چې د ژبې انتخاب د یو شخص د ځان درک او چلند بدلولی شي.
د څو ژبو ويونکي کس ځانګړتياوې
په هالنډ کې د ګرونينګن پوهنتون په لندن کې د ځوانانو تر منځ يوه څېړنه وکړه. دغې څېړنې وښودله چې په څو ژبو تسلط لرونکي کسان د څو کلتوري تجربې، خلاص فکر، ټولنيز تعامل او نوښت سره زياتې اړيکې لري. دا ښيي چې د ژبو زده کړه نه یوازې د خبرو مهارت ته وده ورکوي بلکې د شخصیت ځانګړتیاوې هم اغېزمنولی شي.
پښتو او پښتونولي: یوه علمي او احساساتي کتنه
که پښتو ژبه او پښتونولي د ژبني شخصیتي بدلون د مفکورې له نظره وڅېړو، نو ښايي یو شمېر مهمو پوښتنو ته ځواب ومومو. پښتو یوازې یوه ژبه نه ده، بلکې د پښتنو د کلتوري هویت یوه مرکزي ستنه هم ده او پښتونولي د دې ژبې د ویونکو ټولنیز اصول، ارزښتونه، او دودونه تنظیموي.
د ژبې او هویت ترمنځ اړیکه
څېړنې ښيي، چې ژبه یوازې د افهام او تفهیم وسیله نه ده، بلکې زموږ د شخصیت، احساساتو، او ټولنیز تعامل سره ژوره اړیکه لري. د ژبني نسبیت تیوري (Linguistic Relativity Theory) او د کلتوري تطابق اصول (Cultural Accommodation) دا ښيي، چې خلک د هرې ژبې له فرهنګي بڼې سره ځان عیاروي. دا مانا لري، چې یو شخص کله چې پښتو وايي، نو نه یوازې د کلمو له لارې خبرې کوي، بلکې د پښتو فرهنګ، دود، او پښتونولي ته هم ځان نږدې احساسوي.
پښتو د شخصیت په بڼه کې څه رول لري؟
که دا تیوري د پښتو ژبې په تناظر کې وڅېړو، نو ویلای شو چې پښتو ویل یوازې د یوې ژبې کارول نه دي، بلکې دا یو ټولنیز او کلتوري ارتباط دی. څوک چې پښتو زده کوي یا په دغه ژبه خبرې کوي، هغوی د پښتونولي ارزښتونو ته هم نږدې کېدلای شي. دا نه یوازې د یوې ژبې زده کړه ده، بلکې د یو ځانګړي فرهنګ احساس او تجربه کول دي.
پښتو، د احساساتو ژبه
زه پخپله، که څه هم په څو ژبو (ماتې او ګوډي) خبرې کولای شم، خو پښتو ماته یو ډېر خاص او خوندور خوند او احساس راکوي (دا خوند داسې وي، لکه شير، شکر او لايچي چې سره ګډ وي. احساس يې داسې وي لکه زه چې له کور او وطن څخه ليرې کډوال نه يم). دا احساس یوازې شخصي نه دی بلکه څېړنې ښيي، چې خلک خپلې مورنۍ ژبې ته عاطفي ارتباط لري، ځکه چې دا د دوی د ماشومتوب، احساساتو، او کلتوري حافظې یوه برخه وي. دا ځکه چې مورنۍ ژبه زموږ له عاطفي مرکزونو سره نږدې اړیکه لري او د نورو ژبو په پرتله، موږ پکښې طبیعي او بې تکلفه احساس کوو.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۶مه
ایا د ژبې بدلول شخصیت هم بدلوي؟ پښتو په ويونکي څه اثر لري؟
- Details
- Hits: 4