په معاصره ټولنيزه ژبپوهنه کې دا يوه منل شوې خبره ده چې د ژبو تر منځ د تماس پر مهال ژبې عموماً په بشپړ ډول متقابل مساوي حالت کې نه وي. برعکس، په ډېرو مواردو کې د ټولنيزو، سياسي، اقتصادي او فرهنګي عواملو له امله يوه ژبه پر بلې زيات نفوذ او اغېز کوي.
تاريخي شواهد ثابتوي چې د بېلابېلو ژبنيو ټولنو تر منځ د تماس په صورت کې د ژبنيو عناصرو انتقال يو پېچلی بهير دی. که څه هم د ليکلو نظام لرل يو مهم فاکتور کېدای شي، خو د ژبې د بدلون او يا انتقال په بهير کې نور عوامل لکه سياسي ځواک، تعليمي نظام، مذهبي پرستيژ او اداري جوړښتونه هم بنيادي رول لري. له همدې امله دې بهير ته بايد د يوې څو بعدي پروسې په توګه وکتل شي، نه د يو واحد عامل د پايلې په توګه.
د پښتو ژبې بېلګه دا حالت ښه څرګندوي. پښتو د خپل ليکدود لپاره د عربي فارسي ابجد ليکلو نظام پر بنسټ ولاړه ده، چې دا خپله د تاريخي، مذهبي او فرهنګي تماسونو يوه پايله ده. سربېره پر دې په پښتو کې د عربي ژبې اغېز تر ډېره د لغوي پورونو، مذهبي سبک او ځينو نحوي جوړښتونو په کچه څرګندېږي، نه دا چې ژبه په بشپړه توګه له بلې ژبې څخه نقل شوې وي.
د ژبې د بدلون په چوکاټ کې د لهجو تر منځ اړيکې هم د نابرابرۍ له اصولو څخه اغېزمنې وي. په ډېرو ټولنو کې ليدل کېږي چې ځينې لهجې د ټولنيز پرستيژ، ښاريتوب يا رسميت له امله د نورو پر وړاندې برلاسي کيږي. په دې حالت کې ډېری وخت د د ژبې د کارونې پر وخت وېش رامنځته کېږي. ورڅخه يوه يې رسمي او بله يې د غېر رسمي تماس/ارتباط لپاره وي.
همدارنګه د بېلابېلو املاوو/اورتوګرافيو تر منځ اړيکې هم د ټولنيزې ژبپوهنې د معياري کېدنې د بهير برخه ګرځي. په پښتو کې که څه هم تر اوسه بشپړه معياري اورتوګرافي نه ده رامنځته شوې، خو بيا هم د ټولنيزو، سياسي او تخنيکي عواملو تر اغېز لاندې ځينې بڼې د نسبي برلاسيتوب پر لور روانې دي.
دا چې په پښتو کې تر اوسه لا بېلې اورتوګرافۍ استعماليږي او ورباندې لا بحث کيږي، دا پخپله د دې يو دليل دی چې په پښتو کې يوه بشپړه معياري اورتوګرافي نشته. (نور محمد خان امفل تيزس ۲۰۱۹)
په معاصر پېر کې د نوې ټيکنالوژۍ او ډيجېټلي وسايلو پراختيا د ژبو تر منځ تماس او تعامل په بېسارې توګه چټک کړی دی. دا بدلون نه يوازې د ژبني تحول سرعت زياتوي، بلکې د ليکلو نظامونو/ليکدودونو او اورتوګرافيو پر جوړښت او کارونې هم ژور اغېز لري.
په همدې چوکاټ کې، د پښتو د ليکلو اوسنی نظام يعني د (ابجد) ليکدود او موجودې اورتوګرافۍ له ځينو تخنيکي ننګونو سره مخ دي. دا ننګونې په ځانګړي ډول د ډيجېټلي پروسس، معياري کوډنګ، طبيعي ژبې د پروسس اين ال پي او مصنوعي ځيرکتيا اې آی په برخو کې څرګندېږي. د بېلګې په توګه د تورو غير ثابتې بڼې (لور (lor, lur, lwar)، د غږ او ليک تر منځ نسبي نابرابري او د املاوو/اورتوګرافيو نه معياري کېدل کولای شي د ماشيني پروسس په بهير کې ستونزې رامنځته کړي.
له همدې امله، موضوع بايد د «پرشاتګ» يا «پرمختګ» په ارزښتي چوکاټ کې ونه ارزول شي، بلکې د يوې تطابقي ستونزې په توګه تحليل شي. که يو ليکدود يعني د ليکلو نظام (لکه ابجد، ابوګيدا، الفبا...) او اورتوګرافي د نوې ټيکنالوژۍ غوښتنو سره ځان عيار نه کړي، نو ښايي د هغې کارېدنه په ډيجېټلي چاپېريال کې محدوده شي. برعکس بيا د تخنيکي اړتياوو سره همغږي کېدل کولای شي د يوې ژبې د پراخې کارونې او بقا امکانات زيات کړي.
د ژبو، لهجو او اورتوګرافيو تر منځ نابرابري يوه پېچلې او څو بعدي پديده ده چې د نوې ټيکنالوژۍ په اوسني عصر کې يې بڼه لا پسې بدله شوې ده. د پښتو ژبې لپاره دا حالت نه يوازې يوه ننګونه ده، بلکې يو فرصت هم ګڼل کېدای شي. فرصت داسې چې خپل ليکدود او اورتوګرافي د معاصرو تخنيکي معيارونو سره همغږي کړي. دمګړی له بده مرغه دغه همږغي نشته.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۶ کال د اپريل ۸مه نېټه