د پښتو د بېلابېلو لهجو تر منځ بحثونه نوې خبره نه ده، خو کله چې دا بحثونه ډېر ځله د احساساتو بڼه واخلي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د کندهار او ننګرهار د سیمو ویونکي یو د بل پر لهجه نیوکې کوي نو پوښتنه راپورته کوي چې ګواکې کومه لهجه باید «معیار» شي. کله ناکله دا شخړه تر دې هم رسېږي چې یوه ډله بله د «ناخالصې» پښتو په کارولو تورنوي. دا پديده زړه ده او هغه مشران لا چې هر څومره لوی استادان هم ول، ښه نه په ايسېدل کله چې به يې چلن تعصبي، بېلوونکی او غير علمي و. د بېلګې په توګه، د کندهاري ویونکو پر وړاندې دا نیوکه کېږي چې هغوی د «ونه» پر ځای «درخته» کاروي، د «مڼې» پر ځای «سېب، د «سيوري» پر ځای «سايه»... او داسې نور کاروي او په دې توګه پر کندهارۍ لهجې د فارسي د اغېز نښه بلل کېږي. خو که موضوع د ژبپوهنې له نظره وکتل شي، دا ډول تورونه نه علمي بنسټ لري او نه هم د ژبې د پرمختګ لپاره ګټه رسوي. ټول زاړه کتابونه راواخلئ، که د هر فاضل استاد کتاب وي، که يې پکې دغه موضوع د معيار لپاره مهمه بللې وي يا يې ورباندې قضاوت کړی وي، نه يوازې يې په دې موضوع کې تقليد نه دی پکار، بلکه نور ټول کار يې هم بايد په ډېر احتياط سره وکتل شي چې نور به يې کومې لويې تېروتنې کړي وي.
په علمي لحاظ، د ژبې معیاري کېدل تر هر څه مخکې د لیکلي نظام د یووالي معنا لري. یعنې املا، ګرامر او هغه بڼه چې په ښوونیزو کتابونو، رسنیو او رسمي اسنادو کې کارېږي. دا په دې معنا نه ده چې ټول خلک باید په یوه ځانګړې لهجه خبرې وکړي. يا دا چې هر استاد يا غير استاد په خلکو پسې ډنډه/ډانګ را اخيستی وي او د هغوی لهجه ور «اصلاح» کوي. که څوک دا کار کوي، که يې په مستقيمه يا غيرمستقيمه توګه کوي، نو بېله دې چې خپله بې‌علمي او تعصب وښيي، نور څه پکې نه وي.
په نړۍ کې هېڅ ژوندۍ ژبه داسې نه ده چې یوازې یوه لهجه ولري یا یې ویونکي ټول په یوه ډول خبرې وکړي. معیاري ژبې معمولاً د څو لهجو د ګډ اغېز پایله وي او د تاریخ، سیاست، تعلیم او کلتور له بدلونونو سره بدلېږي. نو دا غوښتنه چې یوه ځانګړې سیمه ییزه لهجه دې پر نورو «برلاسي» شي، له علمي پلوه ساده او ناسم تعبیر ګڼل کېږي.
همدارنګه د پور اخیستل شوو کلمو مسئله چې ډېر وخت د بحث مرکز ګرځي، د ژبو په تاریخ کې یو بشپړ طبیعي بهیر دی. هېڅ ژبه سل په سلو کې «خالصه» يا «سوچه» نه ده. پښتو خپله له فارسي، عربي، هندي، اردو او حتی انګلیسي څخه ګڼې کلمې اخیستې دي، لکه کتاب، دفتر، علم، چای، موټر او نور. دا پوروییزې کلمې ژبه نه کمزورې کوي، بلکې د ویونکو د اړیکو، سوداګرۍ، دیني او کلتوري تعاملاتو نښه ده. حتی هغه کلمې چې نن «اصلي» ګڼل کېږي، کېدای شي په لرغوني تاریخ کې له بلې ژبې راغلې وي. له همدې امله دا استدلال چې مثلا د «درخته» کارول پښتو ته زیان رسوي، علمي وزن نه لري، ځکه ژبه د مترادفو او بدیلونو په موجوديت سره لا بډایه کېږي، کمزورې کېږي نه.
د کندهاري او ننګرهاري لهجو تر منځ توپیرونه البته شته، لکه د تلفظ، ځینو ګرامري بڼو او لغوي انتخابونو په برخه کې. خو دا توپیرونه د یوې ژبې د داخلي تنوع طبیعي برخه ده. کندهاري لهجه ډېر کله د پښتو له لرغونو ځانګړتیاوو سره نږدې بلل کېږي او د کلاسیکو شاعرانو له ژبې سره ورته والی لري، په داسې حال کې چې ننګرهاري لهجه د ختیځو سیمو له نورو بڼو سره اړیکه لري او د رسنیو له لارې پراخه خپرېدنه لري. له ژبپوهنیز نظره، دواړه بشپړې او مشروع بڼې دي او هېڅ یوه د بلې پر وړاندې «سمه» یا «غلطه» نه ګڼل کېږي.
د «پاکې ژبې» مفکوره، چې کله ناکله د دې ډول شخړو تر شا ولاړه وي، عموماً علمي نه بلکې هویتي او سیاسي رنګ لري. دا نظریه کولای شي د ویونکو تر منځ واټن زیات کړي او ځینې ډلې داسې احساس کړي چې ګواکې د هغوی د خبرو بڼه ارزښت نه لري. حال دا چې ژبه د ټولو ویونکو ګډ میراث دی، نه د یوې سیمې یا ډلې ملکیت. که د ژبې تنوع د ستونزې پر ځای د شتمنۍ په توګه وکتل شي، نو اختلافونه هم په اسانه کمېدای شي.
بله مهمه خبره دا ده چې په پښتو کې نورې لهجې هم شته، نه يوازي د کندهار او ننګرهار. نه کندهار او نه ننګرهار بايد صرف خپل ځان وويني او نور ټول هېر کړي. پښتو صرف پر دغو دوو لهجو نه راګرځي او نه بايد داسې تاثر رامنځته شي.
د پښتو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې یو نسبتاً واحد لیکدود ولري چې ښوونیز نظام، رسنۍ او رسمي ادارې وکولای شي په اسانه اړیکه ونیسي. خو دا یووالی باید د لهجو د له منځه وړلو معنا ونه لري. په نړۍ کې ګڼې ژبې لکه انګلیسي، عربي یا آلماني یو معیاري لیکدود لري، خو ویونکي یې په لسګونو بېلابېلې لهجې کاروي او دا کار ژبې لا تقويه کوي.
لنډه دا چې که څوک «ونه» وايي یا «درخته»، دواړه د اړیکې د وسیلې په توګه کار کوي او د ژبې اصلي موخه همدا ده. هېڅ لهجه د بلې د ځای ناستې اړتیا نه لري. پښتو هغه وخت پیاوړې کېږي چې ویونکي یې د برلاسۍ پر ځای پر متقابل درناوي او همغږۍ ټینګار وکړي. له ژبپوهنې څخه ترلاسه کېدونکی تر ټولو سالم درس همدا دی چې معیاري لیکدود او لهجوي تنوع یو د بل ضد نه دي، بلکې کولای شي په ګډه د یوې ژبې د بډاینې لامل شي.
داسې څه وواياست، داسې څه وليکئ چې واټنونه سره راکم شي، نه دا چې خدای ناخواسته سره زيات شي. په زياته په علمي مباحثو کې بايد نه د تعصب بوی او نه يې ځای وي. خو تاسو به د دغه پوست سره ليکل کېدونکو تبصرو څخه زموږ اصليت وپېژنئ چې چيرې يو.
احمد ولي اڅکزی، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۱۳مه نېټه